غــــــــــــــــزل

د پسرلي موسم
ما ځوروي موسم

زمونږ د راز شاهد
دی، باراني موسم

ټیک ، لکه ستا په شان
رنګ بدلوي موسم

وۍ وۍ توبه خدایه
په چا راځي موسم!!

زما د زړه په درد
 اغېز کوي موسم

چې په جنت کې به
څرنګه  وي موسم؟

څه  وا  رستمه ته ؟
شعر هم لري موسم؟

10/06/2012   nibbixwoud