غزل
مونږ  امېدونه د خپل زړه،    په  لمر خاته راوړو
یوه نفر ته یې په مخ خوراه واره راوړو

له دې اغزن اغزن نیتونو نه به څه راوړو؟
هو ، خامخا به زخم زخم ترې په زړه راوړو

سلګۍ سلګۍ ، پاړجنې شونډې او نمجنې سترګې!
کوم یو تصویر  درته د ژوبل  پښتانه راوړو

راځئ ملګرو د وطن دې لګېدلې اورته!
یو یو د امن سیند نه لپو کې اوبه راوړو

زه ، محبت او لیونتوب مې ستا د راز خبره
د درد له وجې   دا په لاره د لیمه راوړو

 11/06/2012
  نبیسکواود