غزل

زما د زندګۍ نوم له همت او نازه جوړ دی
دا اوس ورته سرحد  د مرګ دچاله  راز ه جوړ دی؟

دخیال د انځورګر له وسه نه دی ، دا په زړه مې ! 
تصویر د رومانۍ نجلۍ له خپل اندازه جوړ دی
 
ستا کلی د یو چا د زړه  د هیلو برکت دی
ستا کلی د شاعر زړه په دعا ښېرازه جوړ دی  

د زړه د سر پرهر ته مې ټکور، ټکور ، ټکور دی
 غزل مې  دیو  داسې( داودي اوزاه )جوړ دی
 
یو درد مې  د ځوانۍ او مجبورۍ شریکه برخه
یو درد  زما د  ژوند د زلمیتوب اغازه جوړ دی
 05/06/2012  nibbixwoud