في البديهه مشاعره 

پوره شپـږ میاشتې وشوې چې د شعر د ښاپیریو راسره داسې ورانه وه چې هیڅ یې زمونږ د کلي په لور تګ او راتګ نه کوه نه پوهیږم چې څه علت وو چې دومره راسره ورانې وې خو شاید غټه وجه یې دا وي چې د ملګرو او بنډارونو نه لرې پاتې شوی وم .

نن چې ماذیګر کورته راغلم نو ورور مې راته د بختیار ساحل په زیار د فی البدیهه مشاعرو تازه چاپ شوی کتاب (شوګیرې) راکړ وویل دا ولوله ډیرې ښې ښې فی البدیهه مشاعرې پکې چاپ شوي دي ستا سو مشاعرې هم پکې دي . کتاب خو د نوم نه راباندې ډیر ښه ولګیده ځکه په سملاسي مشاعرو اکثره شپې شوګیر کیږي 
ښه نوم یې ورته انتخاب وو . 
څو پاڼي مې راواړولې لا راباندې خوږ ولږیده ځکه پکې هغه مشاعرې مې ولیدې چې ما د خپلو ملګرو سره د سفر په دوران کې د یاهو میسینجر او یا هم د سکایف له لارې کړي وې . هغه شیبې یې راته یادې کړې . هغه بنډارونه یې راته یاد کړل . هغه ملګري یې راته یاد کړل .. 
بڼډار ته مې زړه وشو خو وخت راسره یاری نکوله ځکه ناوخت وو د ملګرو پیدا کول ناشوني وو . 
موبایل مې راوخیست پیغامونه (میسیجونه ) مې په کې وکتل پوره د ۱۸ ورځو لپاره مې وړیا پیغامونه درلودل . ګران ملګري نورالدین ګوهر ته مې پیغام ور ولیږه چې څنګه خوښه د نه ده چې یوه في البدیهه مشاعره وکړو . 
ځواب یې لږ وځنډیده صبر مې ونشو زنګ مې ورته وواهه . د سلام نه وروسته . مې ورته وویل چې د پیغام ځواب د ولې رانکړ ویې خندل همدا اوس مې ولیده ځواب مې در کوه چې زنګ د وواهه .
ښه څنګه د خوښه ده مشاعره کوو ..
وه یې وه یې ویل هو سمه ده زما د زړه خبره د وکړه خو ډیر ناوخت دی خالات هم جوړ نه دي څنګه کوو ته راځې حجرې ته که زه درشم .. ومې خندل نه نه تګ او را تګ ته ضرورت نشته خیر دی که وطن مو لږ وروسته پاتې دی او د انټرنیټ سهولت نلري خو د وړیا پیغامونو سهولت خو شته . راځه نن به سره مشاعره د همدې لارې وکړو ..
دواړه سره راځي شو ګوهر سم د لاسه دا لاندې مطلع را وړاندې کړه . 
او لاندې څو کرښې مشاعره مو سره وکړه . 


في البدیهه مشاعره 

څنګه به اشنا له یاده اوباســـــــــــــــــــم
زور لری چې دا له یاده اوباســـــــــــــــم
ګوهر

ځان به رانه هیرشي د کې شک نشتــــــه 
ګرانه ده چې تا له یاده اوباســــــــــــــــم
درمان

نه د هیرولو چل یې نه راځـــــــــــــــــي
کومه یوه ادا له یاده اوباســــــــــــــــــــــم
ګوهر

وخت د مخه ښې د څنګه هیر کړمــــــــه 
څنګه د ژاړا له یاده اوباســـــــــــــــــــــم
درمان

ډیر لرې وطن ته رانه تلــــــــــــــــی دی 
څنګه مې بابا له یاده اوباســــــــــــــــــــم
ګوهر

هسې په خوله وایمه چې هیر مې يـــــــې 
څنګ د په ریښتیا له یاده اوباســــــــــــــم
درمان

ته مې د زړګي له کور وتی نشـــــــــــــې 
نوره که دنیا له یاده اوباســــــــــــــــــــــم
ګوهر

ځان به د ومره ستا مینه کې ونغــــــــاړم 
ځان به د هر چا له یاده اوباســـــــــــــــم
درمان

بیا مې په مرګي پوښتنه مه کومــــــــــــه
دا ځل که د بیا له یاده اوباســــــــــــــــــم
ګوهر

څه وایې رقیب باندې اعتبار وکــــــــړم؟
څه وایې بلا له یاده اوباســـــــــــــــــم؟
درمان

ټوله شپه غصه ومه ګیلې کــــــــــــــوم 
هر څه په سبا له یاده اوباســـــــــــــــــم
ګوهر

کرکه یه هیڅ کله په زړه ځای نکـــــړم 
دا به ښه صفا له یاده اوباســـــــــــــــم
درمان

دا سې یو تعویز راته کوې کنــــــــــه ؟
یار چې مې ملا له یاده اوباســـــــــــــم
ګوهر

تل به د وفا ته یاره ژمن یمـــــــــــــــه 
تل به د جفا له یاده اوباســــــــــــــــــم
درمان


نه کیږي ناصحه ډیره ګرانـــــــــــه ده 
زه چې دا ښکلا له یاده اوباســــــــــــم
ګوهر

نوره شوګیرې ورپسې نه کـــــــــــوم 
نور به بې وفا له یاده اوباســــــــــــم
درمان

نه به ستا اخسان تر مرګه هیر کړمـه 
نه به ستا وفا له یاده اوباســـــــــــــــم
ګوهر

هله به د دواړه شونډې ښکل کړمــــه 
کله چې ګناه له یاده اوباســـــــــــــــم
درمان

کله د ملنګ په ارمان هم ومــــــــــه 
کله هم پاچا له یاده اوباســــــــــــــــم
ګوهر

څنګه د په سترګو دعوه نه کــــــــــوم 
څنګه د زړه غلا له یاده اوباســــــــم
سمـــــــــې د روسۍ تمانجې ډزې وې 
څنګه د خندا له یاده اوباســــــــــــــــم
درمان
زه یې په لمبو کې هم ساتلی یـــــــــم 
څنګ د مور دوعا له یاده اوباســـــــم
ګوهر

21/6/2012 
قدرت الله درمان او نورالدین ګوهر 
خوست