نـــــظــم
 د تنهایۍ له بریده لاندې یمه
د زړه د درد  دا طوفاني موجونه
راته زما بې وسي ، مرګ ښکاري
د هر ماښام رارسېدل او زما
په دغه  ښار بې کسي ،مرګ ښکاري

د شپې تر درېو بجو خوب نه راځي
د شپې تر دریو تشويشونو سره
 په غم اخته یم ، په لانجه سر یم
په خپل وجود کې اوس یو څوک لرمه
چې همیشه یې راسره جنګ وي
دهغه هره  سودایې خبره
زما ترې زړه چوي ، زمازړه تنګ وي

زه اوس په داسې ناروغۍ اخته یم
دورځې سوال کوم چې شپه رانه شي
دتور ماښام توره  څېره رانه شي
زما په زړه د زړه تنګي له لاسه
زماپه زړه د تنهایۍ له لاسه
زما په زړه باندې حمله رانه شي
یا مې په سر د لیونتوب کومه څپه رانشي

زما ملګري ما ته ډېر ډېر ګران دي
زه مې ملګروته پوره حال وایم
هغوي زما د لیونتوب  لپاره
هغوی زماد  سترګو خوب لپاره
ما ته  جلا جلا نسخې راکوي
یو مې د خپل مصروفیت په اړه
راته له زړه نه مشورې راکوي

بل  راته ذکر ښایې لمونځ ښایې
خدای ته د لا نژدیکیت لپاره
باید چې زه د ستر رهبر پيغمبر
مطالعه یې د سیرت  وکړمه
 د هر لمانځه اداکولو وروسته
دسورت کهف هم تلاوت وکړمه
 
ولې نه، ولې نه ، په سترګو به مې
دخپل یارانو مشورې ومنم
د هغوی ټولې طریقې ومنم
دکهف سورت به تلاوت وکړمه
مطالعه به د سېرت وکړمه
خپل  مصروفیت ته به مې فکر وکړم
ژوند اوقیامت ته به مې فکر وکړم

خو (ته) یوه پوښتنه یادوساته
ځان دې په هر ځای کې اباد وساته
 ته خوتکړه وې  ، تا خو وګټله
تاته خو زور دمحبت مالوم دی
بس  د یوې خبرې ډاډ راکړه چې
تاته زماد حال   علت مالوم دی
فضل الربي رستم
20-02-2012