نوی غزل

د ذهن د ستړيا لپاره ښه وي خاموشي
کنه ،يا خو په شپه او هدېره وي خاموشي

زه غواړمه مستي او شرنګا شرنګ ستا د بنګړو
خو ته يې ستا فطرت کې هميشه وي خاموشي

زمونږه د مېلې په ورځ هم وېره وي د مرګ
زمونږه د مېلې په ورځ خوره وي خاموشي

د زړه غږ د باران د موسيقۍ ، په دغه وخت کې
د ژوند له ښو شېبو څخه يوه وي خاموشي

ته پوه نه يې رستمه ددې مړ سيند په خبرو
ته مه وايه چې بس له ده سره وي خاموشي
فضل الربي رستم
2-04-2012