د sorosh sorosh لخوا خپرې شوې لیکنې
ماته (عزت الله اميد)
ماته زما د ژوند د تاريكيو داستانله هغه وخته را پيل شوى ياره!چې كله له خپل درباره څخه و ايستمهاو داسې تا د يو ذرې په ډولد كايناتو له مداره څخه و ايستمه نور د ژوندون د خوند او رنګ دغه جذبه جانانه!له ما نه هېره شوله چې ژوندون څه دى؟رنګينۍ د ژوندون څه ته وايي؟اوس د بې خونده او بې رنګه ژوندونپه تور تاريك محل كې ژوند تېروماو د زړګي د هرې هيلې پر سرپه ناترسۍ سره قدم ايږدمه او ختموم يې د اب
مه ځه كابل او پېښور ته مه ځه
د هغه سرو سترګو سنګر ته مه ځه مه ځه كابل او پېښور ته مه ځه يو خوا ګلاب دى بل خوا شونډې د يارد اور او اور په منځ كې شر ته مه ځه زړه! د بڼو په تار كې پېري زړونهد ستم سترګو، سترګو در ته مه ځه د هغه سترګو پاياو نه دى مالومزړه به دې ډوب شي سمندر ته مه ځه ډېر زورور دي جادوګر د حسند ښاپېرو كلي ته چرته مه ځه زړه به سور راوړې د بڼو په غشوسياله په زركو پسې غر ته مه ځه
د معلم د ژوند ارمان
د ښه ژوند په ارمان به سترګې پټې كړم .اى بدبخته ته بدبخته وى چى معلم شوى . تا غوښتل چى ژوند ته خندا وركړى ولى دى ژوند له ژړا سره مخ شو . ستا دارمانونو هيلى كومى سيلۍ له ځان سره يوړلى . په وچو شو نډو په ولږي نس تورى تختى ته ودريدم څه سوچ وكړم هلته د د خپلو ولږو ماشومانو او كه راته د ناستو شاګرادونو چى اوس به معلم صاحب راځي او درس راكوي دوي نه به زموږ دوطن راتلونكي ښاغلي جوړيږي آه دا به هم د چا بچي وي لږ سوچ مى وكړ او په درس مى پيل وكړ. د درس په مخ كى پر ما خولى را ماتى شوى
Pashtoon Star
د رنګ درنو لوستونكو! اكټينګ او ماډلينګ نن سبا په نړۍ كې د بازار موندنې، اعلاناتو د پراختيا او د يو هنر په توګه پيژندل كيږي، تاسو به د نړۍ ډېر ستوري ليدلي وي، شاه رخ خان به مو ليدلى وي، شاهد كپور او ټام كروز به مو ليدلى او خوښ كړى وي، راځئ نن در باندې د داسې يو پښتون ځوان انځورونه وګورم چې له هغو كم نه دى.دا تاند ځوان خالد سيال نوميږي، ما چې كله د ده عكسونه وليدل او پوى شوم، چې د عكسونو دا طرحه د ده خپله ده، او همدارنګه يې خپل عكسونه په خپله په كمپيوټ
غزل (پروفيسر رحمت الله درد)
ناست وي په محفل كې خو تنها لګيپته د مين سړي صفا لګيزه چې د بل چا ښكلي تعريف وكړمخداى خبر چې ولې بد په تا لګيناز او په ستم كې فرق اسان نه دىښكلي موږ ته ځكه بې وفا لګيزه يې د خوشال غوندې په جار وايمخلكو ګنې ښكلي د هر چا لګيوې ليدم موسكۍ شوه ورو يې وويلدرد به مي په ټنډه خامخا لګي
د محبوب الله محبوب ښكلى غزل
تېره په دې کار کې تر فلکه شوې دومره چې په زړه باندې ته کلکه شوېڅومره په خواريو مې پيدا کړلې څومره په اسانه رانه ورکه شوېاوس به دې نازونه زه ضرور منم اوس چې په همزولو کې ملکه شوېاوښکې مې رڼې که ترشبنم شولېته هم له ګلپاڼې نه نازکه شوېځای دې دمحبوب به زړه کې ونيوهراغلې دسندرو ښاپېرکه شوې
غزل (حكمت سروش)
ښكار د يوه ښكلي په يو دام شومهبيا لكه چې لاړمه ناكام شومهڅومره چې د عشق په اوركې پوخ شومه هومره مې د عقل له خوا خام شومه ښه دى چې په تاسو كې ښه نه يمه ښه شوه چې په تاسو كې بدنام شومه بيا نو د دې ژوند كولو څه مطلبنه چې د لوګي او نه د جام شومهدومره وم چې غم د جانان وخوړمنور نو پاته نه يمه تمام شومه
ارواښاد څېړنمل ژواک او پښتو هنري ـــ داستاني نثر
د ارواښاد محمد دين ژواک نوم د پښتو هنري نثر او د معاصرو داستاني ادبياتو په مطالعه کې خپل ځای لري .هغه په افغانستان کې د پښتو د نوي هنري ـــ داستاني نثر او په عامه توګه د افغان معاصر ادبي بهير د دويم نسل له کتاره دی چې د استادانو له تجربو د زده کړې او راتلونکي نوي هنري ـــ داستاني ځوان نسل ته د ورزده کړې منځنی ليکوال نسل يې ګڼلی شو .په تېره بيا د شلمې پېړۍ د شپېتمو ميلادي کلونو په اوږدو کې د هغه ادبي نثرونه ، داستاني طرحې او کيسې د پاملرنې وړ دي . د ارو
سندره (رحمت شاسايل)
باران ووريږه، په شېبو ووريږهما مې كوژدنې له د للمې دهقاني كړې ده زما د زړه لپاره، ودرېږده مه بارانهودريږه مه بارانه، زما د زړه لپارهد كال د سره مې د خداى په در زاري كړې ده زه هم زړګى لرمه، دا زلمى شوى زړګىد حسرتونو په اور، كې سوى لوى زړګىما هم د د دغه زړه د مينې جواري كړې ده زه هم د چا د سترګو، جنت ليدل غواړمهزه هم د چا په نظر، ځواني شيندل غواړمهما په غربت كې د الفت په سر خاني كړې ده زه د سايل د سند
يو ډېر ښكلى غزل
ستا بې وفايي به را ته ياده ويخپله بې وسي به را ته ياده ويشيخه د ثواب او د ګنا كيسه ډېره سرسري به را ته ياده ويكومه چې مې ستا په نامه كړې ده هغه شاعري به را ته ياده ويسر كه مې د مرګ په كمر ولګيستړې زندګي به راته ياده ويخپله فقيري به را نه هېره شيستا عزيز خاني به راته ياده وي
د ننګيالي پښتون ترانه
دا وطن او دا اولس دلبر زما جانان زمازۀ د قام زلمى يم او د دوى خدمت ايمان زما زۀ يم ننګيالى پښتون زۀ د قام زلمى يم، د قام مټې يم، لاسونه يمزۀ د قام په سترګو کښې رڼا يم، نظرونه يمزۀ يم اميدونه د قام، زۀ د قام خوبونه يم زۀ يم ننګيالى پښتون زۀ د حق په مرسته کښې هر چا نه زَړَوَر يمهزۀ د قام د ټولو کشالو ځنې خبر يمهزۀ د هر بې وسه د سر سيورى يم، څادر يمه زۀ يم ننګيالى پښتون زۀ به د تيارې تيارې اولس ذهن روښانه کړمز
د صاحب شاه صابر شاعرانه فکر او تخيل
د کلاسيکي ادب پوهانو او په خصوصي توګه د لانجائنس دا وېنا چې د نۀ مړکېدونکي فن د تخليق دپاره د تخيل لوړتيا د لازمي عنصر حېثيت لري، نن هم د لوړ فن د پېژندګلو تر ډېره حده يو حتمي پېمانه ده. دا ځکه چې فن او ارټ د ژوند د حقيقتونو تصويرونه راکاږي.دا د ژوند Image تخليق کوي او د دې دپاره د لوړ تخېل Sublime imagination وجود ضروري دى. له دې کبله د فن جاج اخستونکي دپاره د تکنيکي عواملو کتو سره سره د تخيل څېړنه د فنپارې قدر و قيمت معلومولو دپاره بېخي ضروري ده.په دې بنياد کۀ د صاحب
ويليم شكسپېر (د حكمت سروش ژباړه)
ويليم شكسپېر د 1564م كال د اپريل په مياشت كي، د يوې بزګري طبقې اړوند، د لندن په اسټراټفورډ نومي ښار كي زېږېدلى دى. د هغه پلار ژان شكسپېر په وار ويشكاير (WarR Wickshire) كي د مالونو او باغونو يوې ساتونكي كورنۍ سره تړاو درلود. د ويليم شكسپېر د پلرونو او نيكونو لړۍ تر څوارلسمي عيسوي پېړۍ پوري معلومه سوې ده. د شاعر (ويليم شكسپېر) پلار ژان شكسپېر د خوراكي شيانو پلورونكى و، چي د اسټراټفورډ په ښار كي د ادن نومي درياب پر غاړه د خوراكي شيانو لكه، غوښو او داسي نورو موادو پ
د كونړ ازاده سينده مست خراب يې
په ماشومتوب کې مې يو کتاب لوستى و، ډېره په زړه پورې کيسه په کې راغلې وه، چې يو هلک له کونړ نه په مېلمستيا کابل ته راځي، او د خپل ملګري سره په کابل کې له عجيبه ښاري پېښو سره مخ کېږي، څه موده وروسته همدا ملګرى يې کونړ ته ځي هلته يې هماغه ملګرى د کونړ په ښکليو سيندونو، باغونو، ځنګلونو او نورو ګرځوي، همدې کيسې تر اوسه زما په ذهن کې خپل جوړ شوي تصويرونه ټينګ ساتلي، خو ما به فکر کاوه چي دا کونړ به څنګه ګورو. خداى ډېر مهربانه دى چې څو ورځې مخکې مې په کونړ کې د (کونړ سيندمشاعرې) جوړېدو
څو ياران او څو خبرې (تصويرونه)
د رنګ ويبپاڼې درنو ليدونكو او لوستونكو، او ګرانو ملګرو، دا ځل مو بيا له خپلو ګرانو ملګرو سره په انځورونو كې ټوكې كړي، هيله ده خوښې مو شي.د رنګ بل البم به په دې ترتيب وي چې يو به په كې د ماشومتوب او يو اوسنى تصوير خپريږي تر څو خلك ستاسو د ژوند سفر په سترګو وويني. نو د مهربانۍ له مخې خپل دوه تصويرونه يو د ماشومتوب او يو اوسنى د رنګ پرپته راوليږئ! سروش
د موسكا اغيزې
خندرويه، موسكه او تر و تازه څېره موږ ته څونه ارزښت لري، دا هغه وخت ښه احساسولاى سو، كله چي غمجني، ستومانه او لوېدلي څېرې ووينو. تر ټولو لومړى بايد وګورو، چي يوازي موسكه څېره ولي زموږ ارزښتمنه سرمايه ده او موږ د موسكا په مرسته څه ډول جسماني كشيش، ذهني ارامتيا، ټولنيز وقار او په نجونو كي محبوبيت تر لاسه كولاى سو.د اسټراليا د ملي پوهنتون، د طب د څا
ستر روسى ليكوال پيودر دستايوسكي
ستر روسى ليكوال پيودر دستايوسكي د ۱۸۲۱ ز كال د نومبر د مياشتې پر يوولسمه نېټه په ماسكو كې، له دربار سره د يوه تړلي رنځپوه په كور كې وزېږېدى.د مور تر مړينې وروسته يې كورنۍ سينټ پيټرز برگ ته كډه شوله، كه څه هم غريبې وه خو بيايې هم پلار پخپلو بچيانو ډېرې ښې زدكړې وكړې. پيودر دستايوسكي انجينري ولوسته او څه موده يې د ډيزايننګ انجينر په توګه كار هم كاوه، خو د ناروغۍ له امله يې كار ته استعفا وركړه او په ادبي چارو بوخت شو.د نوموړې لومړى ناول ( خوارۍ ځپلي خلك) ډېر وستا
د علامه رشاد بابا (رح) لس عکسونه
د لوى پوه، ستر څېړونکي، متبحر عالم، غيرتمن شخصيت ارواښاد استاد اکاډميسن پوهاند عبدالشکور شاد لس عکسونه، هيله ده تاسو ته هم په زړه پورې وي.د علامه بابا نور عکسونه به هم انشالله د رنګ له لارې پر ليکه شي. علامه رشاد په کندهار کې په (کندهار د تاريخ په اوږدو کې) سيمينار له ګډون ک
انارګل، حکمت سروش
انار ګل نه خاندي اوساوس يې له سره وجوده مينه ښكلا نه ورېږياوس د پخوا په شانې موږ ته په خندا نه ګوريځكه له موږ څخه اوس ډېر خپه دى دې ته حيران دى چې دا ولې د دې سيمې خلك دا څو كلونه كېږي زما راتګ نه په سندرو نه خوښيو لمانځيبس چې زه وغوړېږم د ښه راغلي خاطر مې داسې وكړيچې د خپل ورور په وينو زما وجود ووينځي ١٣٨٣ کندهار
د ننګيالو سترګو دې ځار شم د وطن ښکليه (تصويرونه)
دا د هغو ځوانانو د تصويرونو البوم دى، چې ډيرې ښې ځانګړنې لري که چيرې يې همداسې ورځ اوشپه خواري کول يو وخت به زموږ وياړونه وي، دوى ته که هر څومره د ژوند ستونزې ور تر غاړې دي خو بيا يې هم هنر پاللى، خپلې ژبې او خلکو ته يې کار کړى. رحيم نثار، انځورګر،