د sorosh sorosh لخوا خپرې شوې لیکنې


غزل، عزت الله اميد

  موږ چې له چا سره ياري كړې دهبس دا مو هسې يو خواري كړې دهد ژوند له سترو ننګونو وروستهبيا مو هم وچه بې لاري كړې دهدرد يې هوا غوندې بلا راوړىزما سره ژوند داسې ځواني کړې دهنور لېوني يو، خو يو تا پېژنوجانانه دا مو هوښياري كړې دهموږ خو د مينې د مذهب خلك يوتل مو رنګينه شاعري كړې ده  

12.04.2008 sorosh

(له خاطرې سره مرکه)، ژورناليزم مې مسلک دى او له شعر سره مينه لرم

  د رنګ درنو لوستونکو! ستاسو د لا خوښۍ لپاره مو،  د  (جينکيو خبرې) يوه بله لړۍ هم پېل کړه، چې په کې به د پښتنو خويند خبرې، شعرونه، ليکنې او تصويرونه خپريږي. هيله ده په دې برخه کې مو تاسو هم ملا وتړئ، د دې لړۍ په پيل کې د يوې ځوانې شاعرې او ژورناليستې مرکه درته وړاندې کوو، چې څه موده وړاندې مو د ښکلا مجلې لپاره کړې وه، که چيرې مو هلته نه وي لوستې، دلته يې ولولئ! په  ډېره مينهسروش ۱_ خاطره جانې كه په پيل كې د ښ

07.04.2008 sorosh

غزل، امجد شهزاد

      ستا هره خندا کنهوژني مې اشنا کنهستا د لېونۍ مينېنشته انتها کنهشپه ډېره اوږده شوله خداې دې کړي رڼا کنهټوکې نه دي عشق کولژاړي په ژړا کنهګرانې د ژوند لارې ديسا دې شي بې سا کنهبيا دې غلي وخندلبيا دې وکړه غلا کنهبيا به نوى لوظ کړېبيا به وې

06.04.2008 sorosh

د بربنډې انځورګرۍ بنسټګر، پيکاسو (حکمت سروش)

  زېږېدنه: ١٨٨١مړينه: ١٩٧٣د نوې نړۍ تر ټولو لوى انځور ګر او د بربنډې انځورګرۍ بنسټ اېښودونکى پيکاسو د هسپانيې په ملاګا ښار کې زېږېدلى دى. ځواني يې په بارسلونا کې تېره شوې، او هلته  د هنرونو په اکاډمۍ کې پروفيسر و.پيکاسو په ١٨٩٦ کې په اکاډمۍکې داخل شو، او له خپل پلار څخه يې د انځورګرۍ بنسټيز اصول زده کړل. په دې بل کال ميډرډ ته ولاړى،او په ١٩٠٣ کال يې فرانسې ته سفر وکړ ، هلته نوموړي د (شين پړاو) انځورګرۍ پيل کړې. دې پړاو ته ځکه شين وايي چې پيکاسو په کې د مايوسو

10.04.2008 sorosh

غزل (حکمت سروش)

    بس يو پاچا يم كه پر سمه او كه غره كي يمه له كومه وخته چي جانانه ستا په زړه كي يمه نن مي د ميني تر جذبې خپل غرور ټول ځاروم نن هېرومه چي په كور د پښتانه كي يمه درد عجيبه دى درد خو ستا په بېلتانه كي راځي څنګه بې درده شم تل ستا په بېلتانه كي يمه اوس مي لا خپل كه بيا به نه يم بيا هيڅ نه شم راتلاىښكلى منظر يم د غروب يوه شېبه كي يمه اوس راسره يې خو يو ورځ پر خپله لاره به ځې سروش خوشال يم ډېر او ډ

01.04.2008 sorosh

غزل (حكمت سروش)

  شپه لكه غم د يار اوږده ده، بيا يوازې يمهبيا تنهايي ده بيا تياره ده، بيا يوازې يمهنن له سهاره لكه څه چې رانه ورك غوندې وينن تر سهاره شپه ترخه ده، بيا يوازې يمهبيا مې زړه اور اخيستى سوځي يې د چا يادونهتياره كې بله دا ډېوه ده، بيا يوازې يمهاوس د دې لوى ښار، په دې شور كې ياد د كلي راځينن مې په زړه كې بيا هغه ده، بيا يوزاې يمهاغزنه لار، د ژوند مزل، او نامالومه منزلسروشه څومره  فاصله ده، بيا يوازې يمه

08.02.2008 sorosh

په مورنۍ ژبه د زده كړې اړتيا.... تاسو وليكئ

        ډېرو درنو دوستانو سلامونه او ښې چارې ! لکه تاسو ، چې خبر ياست سږ کال د يونېسکو له خوا د ژبو کال او د فبرورۍ 21 مه ( د کب دويمه ) نېټه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ نومول شوې . څرنګه چې له بده مرغه لاتر اوسه هم په مېليونو پښتانه ماشومان نه شي کولی په خپل هېواد کې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي او څرنګه

09.02.2008 sorosh

غزل، خاطره اسحاقزۍ

  نور به داسې څه غواړي، مينه غواړي زړه غواړيستا لېونۍ ستا په نوم خپل ژوند تېرېده غواړيڅومره چې ډاډ وركم زه، صبر نه شي يو ګړىزړه مې ستا په سترګو كې سم دم ډوبيده غواړيجوړ به شي ښايسته به شي، سم ګلاب ګلاب به شيزما د زړګي وران كلى، ستا يو ځل كاته غواړيدار دې وي جلاد دي وي، اور كې زندګى دې ويستا دې پكښې وې ديدن، نور به سړى څه غواړيتا غواړي بس تا غواړي، بېله تا ژوند خاوري شه دا خاطره مرګ غواړي، ژوند جانانه نه غواړي  

31.01.2008 sorosh

د نړۍ تر ټولو نرى لپ ټاپ

  د اېپل كمپيوټر كمپنۍ څښتن سټيو جابز د نړۍ تر ټولو نرى او نازك ليپ ټاپ (ميك بك اير) نړۍ ته ورپېژانده.د دې كمپيوټر پلنوالى نژدې دوه سانتي متره دى، او يو اشاريه درې كيلو وزن لري چې په سان فرانسسكو كې يې له مخه پرده لرې شوه، بايد ووايو چې دا ليپ ټاپ په يوه لفافه كې هم ايښودل كېداى شي.د سټيو جابز په وينا چې دا د انجينرۍ يوه حيرانوونكې كارنامه ده، ټيټ بيې كمپنۍ ايپل د اينټل كمپنۍ سره يو ځاى د دې ليپ ټاپ لپاره يو ځانګړى پريسوسور تيار كړى دى.د كمپيوټر  غټوالي د مخنيوي

30.01.2008 sorosh

غزل (حكمت سروش)

 

30.01.2008 sorosh

ستا تصوير

  ښكلې جانانه زه د دې لپاره او بس د دې لپاره چې ياره ستا د بېلتانه غمونه هغه د درد په څېر ترخه غمونه بس د يو څو لږو شېبو لپاره يو څه لږ هېر غوندي كړم نو د همدې لپاره جانانه بنګ څكومه خو ها لوګى ناځوانه هغه د بنګو لوګىچې په هوا كې تاو راتاو غوندې شي نو ستا تصوير جوړ كړياو ماته وير جوړ كړي۲۹/ ۱۲/ ۱۳۸۱                  &

27.01.2008 sorosh

غزل (حكمت سروش)

  خاورې وزېږوي ګلخو انسان وژني يو بلانتظار ديو سړيڅومره ژر كړمه پاګلطبيب هسې وي لګيابس يو ته زما درملراوړه لږ د غيږې اورسړو مړ كړم د كابلهر هوښيار يې شي خلافهر پاګل د سروش مل      

23.01.2008 sorosh

غزل (حكمت سروش)

      اخته د مينې په لوى شر كړي جانان سړى پاګل په يو نظر كړي جانانكله خپه شي كله موسك شي راته كله مې خاورې كله زر كړي جانانزما په مينه پورې څومره خانديما سره دا ظلم اكثر كړي جانانڅوك به يې پوى كړي په سندرو زما څوك به زما په حال خبر كړي جانانپټ په ژړا شي، اوښكې ژر وچې كړيسروش چې ياد هر مازيګر  كړي جانان    

22.01.2008 sorosh

د افغانستان تاريخي عكسونه

     

16.01.2008 sorosh

لنډه لار او زر بلاوې

  يونليك اوس مې پښو له ډېره يخه بېخې درد كاوه،شا و خوا لويه دښته، يو يو لوى موټر زموږ نه په منډه تيرېده ما به د هر موټر له تيرېدو سره ملګرو ته وويل چې له سړكه ليرې شئ هسې نه چې په واوره كې را وښويږې، يخ خو خير چې همدلته مو مړه نه كړي. اسدلالا له اسماعيل نويد څخه پوښتنه وكړه چې دا كم ځاى دى، نويد چې له يخه ريږدېدى وويل دا د توپ دښته ده، ده زموږ د ډاډګيرنې لپاره زياته كړه چې دلته د خداى فضل دى ډېر امنيت دى هيڅ ستونزه نشته. زموږ موټر د سړك پر منځ كوږ ولاړ

14.01.2008 sorosh

زموږ سره اړيكې ټينګې كړئ!

  د رنګ درنو لوستونكو! ستاسو ټولو څخه ډېره ډېره مننه كوم چې زما ويبلاګ ګورئ او په اړه يې خپل نظريات نيوكې او وړانديزونه رالېږئ! خو رنګ به هغه وخت نور هم رنګين شي چې تاسو ورته خپل شعرونه، ليكنې، ژباړې، عكسونه او داسې نور راولېږئ! په ځانګړې توګه د خپلې سيمې په زړه پورې عكسونه راولېږئ چې رنګ پرې ښكلى شي او هم ستاسو سيمه خلك وپېژني. په درنښت حكمت سروش/كابل اړيكې: ګرځند: 0700

12.07.2007 sorosh

د احسان الله جرس دوه غزل

  غزلښكلې ده دنيا مګر بې تا زندګي سخته ده دلته ګڼه ګوڼه كې تنها زندګي سخته ده برګ اسمان په قهر دى پر مځكه هيڅوك نه لروسخته ده جانانه په ولا زندګي سخته ده نه لرم طاقت د وصل، نه منم بېلتون د يارهر لورته چې وي ګرانه زما زندګي سخته ده دامنم د لمر له راختو سره به ته راشېدا خو هم منه چې تر سبا زندګي سخته ده دلته ايينې د كاڼو پښو كې دي ذرې ذرېدې ښار كې زما ښكلې اشنا زندګي سخته ده ګرانې! كه جرس در څخه لرې شو يوازې شوې

13.12.2007 sorosh

زموږ په كلي كې شر مه جوړوئ (دويم البوم)

  د رنګ درنو لوستونكو! دا ځل مو درته څو په زړه پورې كارتونونه تيار كړي، هيله ده و يې ګورئ و يې څېړئ او تبصره پرې وليكئ، خو زما يوه غوښتنه ده، چې په خپلو تبصرو كې د خپلې ليكنې، او قلم خيال وساتئ! هيچا او هيڅ شي ته سپكاوئ مه كوئ، نور ستاسو نظر ازاد دى!    

12.12.2007 sorosh

دوه شعرونه (حكمت سروش، احسان الله درمل)

  يادونه: د تيرې پنج شنبې په شپه مې خپل نوى شعر په مسيج كې خپل ګران ملګري احسان الله درمل ته ولېږه، چې سمدستې يې پر هماغه قافيه او رديف څلور ښكلي بيتونه راولېږل، بېتوته يې دومره ښكلي ليكلي وو چې زه يې پر خپل شعر پښېمانه كړم.سروشدواړه شعرونه ستاسو په وړاندې دي: خداى خبر په څه اكثرژاړم هره شپه اكثرزه او زما تياره كوټه دواړه يو خپه اكثروايم نور به ساتم زړه ولې شم دوكه اكثردې كابل كې څه چل دى؟يم لكه نشه اكثرځار شم يار راوړي راته

08.12.2007 sorosh

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more