يونليك
اوس مې پښو له ډېره يخه بېخې درد كاوه،شا و خوا لويه دښته، يو يو لوى موټر زموږ نه په منډه تيرېده ما به د هر موټر له تيرېدو سره ملګرو ته وويل چې له سړكه ليرې شئ هسې نه چې په واوره كې را وښويږې، يخ خو خير چې همدلته مو مړه نه كړي. اسدلالا له اسماعيل نويد څخه پوښتنه وكړه چې دا كم ځاى دى، نويد چې له يخه ريږدېدى وويل دا د توپ دښته ده، ده زموږ د ډاډګيرنې لپاره زياته كړه چې دلته د خداى فضل دى ډېر امنيت دى هيڅ ستونزه نشته. زموږ موټر د سړك پر منځ كوږ ولاړ و، هر څومره مو چې زورونه ووهل موټر له لارې نه ايسته كېدى، اخر مو ټول زور سره يو ځاى كړ او د يا الله په ويلو سره مو د سړك غاړې ته سم ودراوه. ---- زما په ذهن كې د نن ورځې ټولې پيښې د پيكه تصويرونو غوندې تيرېدې، سهار نور احمد نورزى د خپل ترورزي او يو موټر سره د سپېشل فورس د عسكر غوندې اماده ودرېدى، او ويې ويل چې درځئ، موږ پرون پرېكړه وكړه چې د خپل خوږ ملګري نبي ساحل د ارواښاد پلار جنازې ته به ځان رسوو، ارواښاد محمدخان خزانه دار زما لپاره ډېر جالب سړى و. ما ته به زياتره وخت نذير احمد نذير او نبي ساحل د هغه كيسې كولې، دوى به ويل چې نژدې د يوسل او پنځلسو كالو دى، اوس هم ډېر تكړه دى،پنځه ودونه يې كړي، قوم ته يې ډېر خدمتونه كړي، پخپل كلي كې يې بازار، روغتون، جومات او ښوونځى جوړ كړى، غازي امان خان الله خان ورته جايزه وركړې وه او داسې نور... خو ارواښاد خزانه دار د جمعې په ورځ په پېښور كې له نړۍ سره مخه ښه كړې وه. خير چې له اصلي خبرې لرې لاړ نه شو، سهار زه اسدلالا، نورزى، د هغه ترورزى (چې موټر يې چلاوه) د كوټه سنګي پر لار راغلو، دلته نذير احمد نذير او اسماعيل نويدهم موټر ته راپورته شول. دوى خپلو منځو كې جنازې ته د رسېدو په اړه خبرې كولې، خو زما سره د لارې غم و، ځكه زه پر دې لار ډېر تللى راغلى يم، خو هر وخت چې د واروې په وختو كې راځم، نو مرګ سم د سايې غوندې راسره وي. لاره ډېره ستونزمنه وه، ټوله هغه د كابليانو په اصطلاح يخك وه، ځاى ځاى موټرې له سړكه اوښتې وې، ډېر ځايونه خلك لګيا و خپل پنچر موټرې يې جوړولې، زه ډېر خفه شوم چې دا دومره ساړه وګوره دا غريب خلك او دا دومره ساړه، دا اوسپنې ... ما ويل د خداى پاك هم عجيبه وېش دى، څوك يې څنګه او څوك يې څنګه پيدا كړي. اسماعيل نويد وويل چې د دې لارې د پاكولو لپاره ځانګړې پيسې وركول كيږي، خو دا خاينان د دې پر ځاى چې لاره پاكه كړي، خاوره يې پر اچولې چې هم سړك ته ډېر زيان اړوي او هم د خلكو ژوند ته. شنيځ ته لا لږ لاره پاتې وه چې سړك بند شو، موږ پرېكړه وكړه چې نورزى او امين به په موټر كې پاتې شي او موږ ( اسد لالا، اسماعيل نويد، نذير احمد نذير او زه) پلي روان شوو، څو قدمه چې ولاړو زه خو هيڅ پوه نه شوم چې پر مځكه ناست يم، وروسته مې پام شو، چې وا دا خو غورځېدلى يم، لاسو او بدن مې سخت درد وكړ خو ملګرو مې و نه ليدم ډېرو خلكو خو راپورې وخندل. ما دلته كتل چې ډېر خلك په موټرو كې ناست دي، ځينې له موټرو راوتي او دې په فكر كې دي چې لاره به كله خلاصه شي چې په خير خپلو كورونو ته ورسيږي. ماشومان، ښځې، جينكۍ، سپين ږيري... يو ډول خپګان خپور و، چيرې چيرې به د ماشومانو ژړا هم پورته شوه. په ډېرو موټرو كې حاجيان د زومانو غوندې په رنګينو ګلپوښو موټرو كې په فاتحانه انداز ناست وو. موږ پلي روان وو چې ناڅاپه مو دوه لوى موټر وليدل چې يو بل سره لګيدلي و، د احمد شاه ابدالي بس چې د كندهار له لوري را روان او يو غټ ټريلر، زما زړه يو ډول درد وكړ، وروسته مې پام شو چې د بس موټر چلوونكى اوس هم په بس كې بند پاته دى، ډېر سخت زخمي و. يو چا وويل چې دا ټريلر والا ځكه خپل موټر نه شاته كوي كه ترافيك راشي نو ما به ملامت كړي. زه ډېر سخت خپه شوم چې هلته يو څوك مري، يو انسان يو افغان يو پښتون خو ټول خلك ورته ګوري او دا ټريلر والا په دې فكر كې دى چې هسې نه ترافيك راشي او ما ملامته كړي. د احمدشاه ابدالي ترانسپورټ موټر چلوونكي زياتره كندهاريان دي، ډېر د طبعي خلك دي زه او زما ملګري اكثره وخت د دوى په موټرو كې راځو، ځكه يو پخپل وخت ځان رسوي او بل دا چې پښتو موسيقي ږغوي. ما په زړه كې وويل چې كېداى شي له دې موټر چلوونكي سره هم زه يو وخت راغلى وم، ضرور به ځوان و او خامخا به ډېر خوشطبعه سړى هم و، زه همداسې فكر ځغلاوه چې خداى مه كړه دا ځوان مړ شي، د دې مړى به څنګه كورته وړي، دا ځوان به مېرمن، بچي، پلار او مور هم لري هغوى به څه فكر كوي او څه به وايي؟ هغوى به دې ته انتظار وي چې سبا به راځي، څه به راوړي.... زه په همدې فكر كې وم چې يو ټيكسي مو مخې ته راغى، د نبي ساحل وراره په كې ناست و، موږ د ارواښاد خزانه دار كلا ته ورسېدو، ډېر خلك را ټول شوي و، يوه ملا صاحب لګيا و، د مرګ او ژوند په اړه يې ليكچر وركاوه، موږ لومړى د نبي ساحل له مشر ورور توريالي كاكا سره ستړې مشې وكړه، وروسته زما ملګري د ارواښاد د جنازې خوا ته ورغلل، ارواښاد يې وليده، هلته نبي ساحل هم ولاړ و، خو ما هڅه كوله چې له ساحل سره و نه ګورم، ځكه په داسې وختو كې زه خپله هم حيران يم چې څه ورته ووايم او كومه خبره به يې زړه ډاډه كړي، د خپلو د بېلوالې درد ډېر عجيبه وي، زړه درد كوي، فكر كار نه كوي، هوش هم ياري نه كوي، هر څه وران وي... د جنازې لمونځ تېر شوى و، د ملا صيب د وينا په منځ، منځ كې د كلي پر خلكو د پيسو خيرات روان شو، يوه سپين ږيري د ارواښاد په كوم خپل پسې منډې وهلې چې زما دوه نور ملګري هم دي او ما ته يو څه نورې پيسې هم راكړه. زه كه په دې سپين ږيرې خپه هم شوم، نو يوډول بد هم راته وايسيده، ما ويل يو هغه سپين ږيرى و (ارواښاد خزانه دار) چې خپل قوم او كلي ته يې څومره كار كړى و. روغتون، ښوونځى، بازار، جومات او داسې نور يې ورته جوړ كړي و، يوه ډېره درنه او لوستې كورنۍ يې روزلې وه، بچي يې ټول يا جنرالان، ژورناليستان، انجينران وو او يو دا سپين ږيرى دى چې د سلو افغان لپاره په جنازه كې په يو چا پسې منډې وهي. خير ارواښاد خښ شو، دعا وشوه، فاتحه وشوه، ډوډۍ مو وخوړه، چاى مو وڅكه، نبي ساحل او توريالى كاكا ډېر ټينګ شول چې همدلته پاتى شئ شپه وكړئ خو موږ و نه منل او د ساحل په موټر كې تر هغه ځايه راغلو چې زموږ خپل موټر پاتې شوى و. نورزى لالا ډېر چالاك دى، چې هر كار ور وسپارې په سر يې رسوي او ډېر ښه يې رسوي. موټر ته يې زنځيرونه تړلي و، په همدې رش كې يې د موټر مخه د كابل په لورې وګرځول، او د زرهاوو موټرونو په كتار كې يې خپل موټر ځاى كړ. دا هماغه د بس او ټرېلر د ټكر ځاى، لار ټكر نه وه بنده كړې، امريايان راغلي وو، دوې چورلكې هم ګرځېدې چې ورسته په هوا شوې، نورزي لالا وويل چې په دې الوتكو كې يې هماغه ټپيان يووړل. ما فكر وكړ چې دا يې لا هماغه امريكايان دي چې پنځه ساعته وروسته يې يو سړى چې په موټر كې زخمي او بند پاته و روغتون ته يووړ، دا كه افغانانو وړلاى نو زه وايم چې تر اوسه به هم پروت واى. خير موږ له سړكه واوښتو، او له بند ځايه تېر شوو، اوس نو ښه تياره شوې هم وه، په لاره كې دوو توپكوالو لاس راكړ چې موږ هم درسره ورسوئ، زه حيران وم چې دا به څو ك وي؟ پوليس، غله، او كه طالبان هر څوك كېداى شواى خو بس انسانان وه، ساړه يې كېدل او موږ هم تر شېخ اباده ورسول. همداسې روان و چې ناڅاپه موټر د سړك له يوې غاړې نه بلې او له بلې نه بلې ته منډه واوښت، موږ ټول وارختا شوو، خو بس خداى فضل وكړ چې له شا او مخې مو كوم موټر روان نه و كه نه ډېره بده پېښه به كېده. چې و مو كتل موټر پنچر دى او نور د سړك پر منځ يوې خوا ته كوږ ودرېد، همدا د توپ دښته وه، تر ليرې_ليرې په واورو پټ غرونه... توره تياره، سړه هوا، او يو يو موټر.... كه رښتيا ووايم زه سخت ويرېدلم، ما فكر كاوه چې دا به څومره عجيبه وي چې سړى له يخنۍ نه مړ شي، ما يوازې همدا فكر كاوه، چې كه له يخه مړ شم، څنګه به ښكارم او وروسته به څه پيښيږي؟ دا خبره ښه وه چې تيلفون كار كاوه، خو د ډېرو شميرې بندې وې، موږ دا هم ويل كه له چا نه مرسته غواړې نو هم نه شي كېداى په دې يخ كې نه څوك له كابله راتلاى شي او نه له شنيځ نه. زما ملګرو چې كوم خلك په ميدان ښار كې پيژندل ټول يې يو يو ياد كړل خو په هيچا يې زړه نه كيده كه څنګه چې نه د راتلو يې نه ورته ويل. ډېر يخ و، زما ټول وجود درد كاوه، ملګري مې هم ټول له يخنۍ نه ريږدېدل، لرې يو پټرول پمپ ښكاريده، اسد لالا نورزي ته وويل چې ته ورشه هلته وګوره كه كوم پنچرمېن وي، نورزى ډېر ډاډه ښكاريده، ما فكر كاوه لكه يخ چې نه كيږي، په منډه ولاړى، څو شيبې وروسته راغى ويل هلته هم څوك نه وو. ټول لګيا ول چې د موټر ټېر بدل كړي خو و نه شوه، په دې كې اسدلالا ږغ وكړ، چې آرينزي صيب ته ټيلفون وكړئ، ګوندي دلته نژدې وي. اسماعيل نويد سمدستي ورته زنګ وواهه، او غوږۍ يې اسدلالا ته وركړه اسد لالا ټوله كيسه په خندا ورته وكړه، موږ ټول غوږ غوږ و چې اوس به څه وايي، داسې شيبې ډيرې جالبې وي او ډيرې عجيبې هم. اسدلالا د خبرو له ختميدو سره سم وويل چې آرينزى صيب همدلته نژدې دى او زموږ پر خوا را وران دى. اوس چې به هر موټر تيرېده، موږ به ويل هغه دى راغى خو هغه به همداسې په منډه تېر شو، ټول به مايوس شول، ډېر ساعت وروسته آرينزى صيب، او نعيم حقمل صيب د خپلوو دوو ډاكټرانو ملګرو سره راغى، موږ يو ډول د ژوند واخيسته. ما ارينزى صيب يوازې پر ټي وي ليدلى و، ډېر زغم لرونكى او زړه سواند سړى و، بس دوه ملګرى يې پخپل موټر كې واخيستل او روان شوو، زه له خپلو څلورو نورو ملګرو سره پخپل پنچر موټر كې په پسې شولو،څو شيبې وروسته يې زنګ وواهه چې دلته په مخكې موږ ولاړ يو پټرول پمپ دى او دلته پنچر مين هم شته، موږ ښه ډېر مزل وكړ، زما په پټرول پمپ پسې سترګې وختې، خداى خبر چې ليرې به و، كه دا وخت به داسې و چې شيبه يې په ساعت اړول. روان روان روان، چې څو څراغونه ښكاره شول، پټرول پمپ و، ګرمه كوټه، زړه سواند سړى، او فعال پنچر مېن، نژدې دوه ساعته تېر شول، موټر تيار شو، موږ د روانېدو په حال كې و چې يو سپين ږيرى د څوكسانو سره ګرمې كوټې ته راغى. ډېر سخت پرېشان و، ويل اوس مو ټونيس موټر په ګړنګ كې ولوېدى خو د خداى په فضل موږ ټول روغ پاتې شوو. خير زه او نذير د آرينزى صاحب په موټر كې سپاره شوو او پاتې ملګرو مو په توره ډاټسنه كې چې يو ټير يې څو ځايه پرې شوى و. موږ روان و، سره پله ته ورسېدو چې نذير، نويد ته زنګ وواهه ، نذير ږغ كړل چې ارينزى صيب موټر بيا پنچر شوى، بېرته وګرځېدو، بيا مو په ټېلو او ټمبو موټر د سره پله سره نژدې هوټل غوندې يو ځاى ته ورسوه چې يوازې يو سړى و په كې، دوى ورته وويل چې دا موټر به تر سهاره همدلته وي، هغه سړي هم ومنل، موږ لس كسان د آرينزي صاحب په سرپ موټر كې سپاره شولو، موټر پر يخك سړك ډېر په منډه روان و، زما په زړه كې اوس هم ويره چې خداى مه كړه اوس دا موټر پنچر نه شي چې بيا به څه كوو؟ خير په يوه سرپ موټر كې لس كسان، زه د موټر په ډاله كې ناست وم هيڅ نه پوهېدم چې كوم ځاى كې روان يو، ډېر مزل مو وكړ، لاره ډېره خرابه وه، ځاى ځاى موټر غورځيدلي و. خير موټر د يو ښكلي كور مخې ته ودرېد چې ارينزي صيب ږغ كړل ډوډۍ به خورو بيا به ګورو، ښكلى كور و، له كښېنستو سره سم چاى راغلې، چايو او ګرمې بخارۍ ډېر خوند كاوه، ما په زړه كې له خداى پاك نه ډېره مننه وكړه، او فكر مې وكړ چې كيداى شي دا به د چا دعاګانې وي چې له هاغه وژونكي يخه يې دې ګرمې بخارۍ ته راورسولم. له چايو وروسته ږغ وشو، چې راځئ ډوډۍ ده،ډوډۍ مو په مزه مزه وخوړه، ارينزي صاحب لا وويل چې بل وخت به سمه ډوډۍ درباندې خورم نن په همدې قناعت وكړئ، زموږ لپاره دا ډوډۍ د كانټيننټل تر هغه ډالريزې ډوډۍ ډيره خوندوره وه، ډېر خوند يې وكړ. ما په زړه كې ارينزي صاحب ته ډيرې دعاګانې وكړې، چې څونه زحمت يې وګاله چې يو خو يې تر كابله راورسولو او بل دا چې ډوډۍ يې هم راكړه. تر ډوډۍ وروسته يو ګړى ناست و، چې ږغ وشو ځو، ارينزي صاحب لا ستونه كول چې پاته شئ خو ملګرو نه منل، بس دلته ټول ملګري د خپلو كورونو پر خوا روان شول. زه چې كورته ورسېدم، ډېر فكر جن وم، د نن ورځې پيښې مې په ذهن كې د فلم غوندې روانې وې، زه حيران وم چې موږ افغانان هم عجيبه ژوند كوو، ټول ټال دوه ساعته لار ده خو له څومره ستونزو ډكه ده، په يوه ورځ څومره خلك مري. ما پر دې هم فكر كاوه چې كندهار كابل لار ددې هېواد لپاره څومره مهمه ده، آن د ملا د تير حيثيت لري، خو پنځه دېرش هېوادونه او د كرزي اداره دې ته ولې پام نه كوي. بهرني ځواكونه پر دې لار خلك له څومره ستونزو سره مخامخ كوي، خو دومره څوك نشته چې ورته ووايي ولې؟ او يا يې پوى كړي چې وروره دا يې لار نه ده دا سيمه به يوه ورځ بيا درته په اور بدليږي. زه چې كله پر دې لار سفر كوم، ډېر ځله مې مرګ په سترګو ليدلى، او لسهاوو ځله مې مړي ليدلي، خو د هيچا هم غور نه كيږي. ډېر ځله د بهرنيانو يو موټر د زرهاوو موټرو نه مخكې كيږي، او د دې زرهاوو موټرو كاروان له كندهار تر كابله او له كابله تر كندهاره د ميږي په ګام د بهرنيانو په څو موټرو پسې وي. هيڅوك دومره جرئت نه شي كولاى چې خپل ناروغه ښځه تر روغتونه ورسوي او له بهرنيانو خپل موټر مخكې كړي. پر دې لار ډيرې داسې پيښې شوې چې بې ګناه موټر چلوونكي او غريب لاروي د بهرنيو او افغان ځواكونو، غلو او په نامه طالبانو له خوا ويشتل شوي، حلال شوي او سوځول شوي دي. خو څوك پرې غوږ هم نه ګروي. پر دې لنډه لار (كابل_كندهار) سفر د زرهاوو وژونكو بلاوو سره ډغرې وهل دي، خو هيچا هم د دې بلاوو مخه نه ده نيولې. زه چې كله_كله په ټي وي، راډيو يا اخبار او مجلو كې وينم چې څوك د افغانانو د غيرت او شجاعت خبرې كوي، نو ما ته د خپل يو تركي استاد خبره را ياده شي چې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال يې چې كله زه په اووم ټولګي كې وم كړې وه. نوموړي ويل چې تاسو افغانان خو ځان ته ډېر غيرتمن او با شجاعته واياست، او د ښځې پر عزت سر وركوئ، خو د كندهار كابل لار چې يوه شپه او ورځ سفر دى (هماغه وخت) يو ښځينه تشناب هم نشته، هغه استاد دا هم ويل چې هغه د لارې روغتون ، هوټل او نور څه خو پرېږده، تاسو پر يوه داسې لار چې بايد څلرويشت ساعته سفر وشي يو تشناب نه لرئ، نو تاسو په كومه خوله واياست چې موږ غيرت لرو. د دې تركي استاد دا خبره چې څو كاله وړاندې يې ماته كړې نورو زده كوونكو ته يوه عادي خبره وه، خو زما څخه يې په هماغه ورځ دا احساس واخيست، چې ګواكي موږ افغانان غيرت لرو. نن سهار نورزى ، نذير احمد نذير د خپلو دوو نورو ملګرو سره په موټر پسې لاړل نور نه يم خبر چې موټر به څنګه شوى وي؟ او څنګه به يې راولې؟ او كه بلكل به هغه سړى له موټره سره ورك وي؟
۱۴/ ۱/ ۲۰۰۸ دوشنبه