د رنګ درنو لوستونكو! ستاسو ټولو څخه ډېره ډېره مننه كوم چې زما ويبلاګ ګورئ او په اړه يې خپل نظريات نيوكې او وړانديزونه رالېږئ!
خو رنګ به هغه وخت نور هم رنګين شي چې تاسو ورته خپل شعرونه، ليكنې، ژباړې، عكسونه او داسې نور راولېږئ!
په ځانګړې توګه د خپلې سيمې په زړه پورې عكسونه راولېږئ چې رنګ پرې ښكلى شي او هم ستاسو سيمه خلك وپېژني.
په درنښت
حكمت سروش/كابل
اړيكې:
ګرځند: 0700324855 0093
برېښناليكونه:
hikmat_sorosh@yahoo.com
13.12.2007
- sorosh
غزلښكلې ده دنيا مګر بې تا زندګي سخته ده دلته ګڼه ګوڼه كې تنها زندګي سخته ده
برګ اسمان په قهر دى پر مځكه هيڅوك نه لروسخته ده جانانه په ولا زندګي سخته ده
نه لرم طاقت د وصل، نه منم بېلتون د يارهر لورته چې وي ګرانه زما زندګي سخته ده
دامنم د لمر له راختو سره به ته راشېدا خو هم منه چې تر سبا زندګي سخته ده
دلته ايينې د كاڼو پښو كې دي ذرې ذرېدې ښار كې زما ښكلې اشنا زندګي سخته ده
ګرانې! كه جرس در څخه لرې شو يوازې شوې...
14.01.2008
- sorosh
يونليك
اوس مې پښو له ډېره يخه بېخې درد كاوه،شا و خوا لويه دښته، يو يو لوى موټر زموږ نه په منډه تيرېده ما به د هر موټر له تيرېدو سره ملګرو ته وويل چې له سړكه ليرې شئ هسې نه چې په واوره كې را وښويږې، يخ خو خير چې همدلته مو مړه نه كړي. اسدلالا له اسماعيل نويد څخه پوښتنه وكړه چې دا كم ځاى دى، نويد چې له يخه ريږدېدى وويل دا د توپ دښته ده، ده زموږ د ډاډګيرنې لپاره زياته كړه چې دلته د خداى فضل دى ډېر امنيت دى هيڅ ستونزه نشته. زموږ موټر د سړك پر منځ كوږ ولاړ...