خاورې وزېږوي ګل
خو انسان وژني يو بل
انتظار ديو سړي
څومره ژر كړمه پاګل
طبيب هسې وي لګيا
بس يو ته زما درمل
راوړه لږ د غيږې اور
سړو مړ كړم د كابل
هر هوښيار يې شي خلاف
هر پاګل د سروش مل