د sorosh sorosh لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل/ډاکټر اسرار
څه مې چې زړه غواړي هغه نه کيږيڅه وکړمه خدايه دا به څه کيږيبيا راغونډوم ذرې ذرې د زړهبيا مې د اشنا ديدن ته زړه کيږيکار د ژبې نه دی ځکه ګونګه شيمينه کې خبرې په لېمه کيږينه يمه خپه په نه راتلو د ياروژني مې دا غم چې اوس به څه کيږيګرانه ده اسرار چې به يو شو مونږڅو چې مو تر منځه زه او ته کيږي
آيسکريم
دا د هند د میسور ښار يوه ښکلی هوټل يا د دوی په ژبه کافي ډې ده، ډېره ښکلې او شاعرانه جوړه شوې ده، شاوخوا په هندارو او خامو څراغونو پوښل شوې.ډېره ارامه انګليسي موسيقي ږغيږي زه ډېر پرې نه پوهېږم خو په کوم نيم ټکي چې پوه شم، ډېرې عادي خبرې وي.د کافي ډې کارکوونکي ډېر مهذب او پاک دي، د هر څه پوښتنه په ډېر احترام کوي، زما پر مېز انګليسي مجلې او اخبارونه پراته دي چې پر ټولو يې د امريکا د نوي جمهور ريس اوباما عکسونه دي، چې له خپلې مېرمن او بچيانو سره ډېر خوشال
غزل/ حکمت سروش
غزل له تا نه لرې طريقه د زندګۍ نه راځيدلته هر څه راځي جانانه خو خوښۍ نه راځياوس د هر سوال کولو وروسته پرېشانه ناست يماوس له کابله جوابونه د جینۍ نه راځيما ته وفا راځي، و ما ته قرباني ياده دهله دې نه زياته راته لاره د يارۍ نه راځيد دغه ښار مازیګري بېله جانانه راځيله دې دښتونو آوزونه د شپېلۍ نه راځيڅه موده وشوه چې له ځانه څه خپه غوندې يمڅه
په conflux کې ملي اتڼ
څه موده وړاندې (۱۵ـ۱۶ اکتوبرـ ۲۰۰۸) د ميسور په مهاجانا کالج کې د (conflux) تر سرليک لاندې د نني او راتلونکي ژورناليزم یو دوه ورځنی پيسټیوال جوړ شوی و، چې د کارناټکا ايالت د ډېرو پوهنتونو زده کوونکو په کې ګډون کړی و، همدا رنګه پيسټیوال ته د دې ايالت د ښوونې او روزنې وزير هم راغلی و.د دې غونډې يوه برخه کلتوري پروګرام و چې پر هند سربېره د افغانستان د زده کوونکو په ګډون د نورو ډېرو هېوادونو زده کوونکو خپلې کلتوري جامې وښودې او هم يې د خپلې سيمې نڅاوې وکړې، چې د افغانستان
نوی غزل/ حکمت سروش
اوس خو پاچا يم خزانه لرمهزه هم د مينې يو کيسه لرمهستا په خاطر که وي نو غم نه کومبيا خو د مرګ لا حوصله لرمهزه اوس له ځانه څه خپه غوندې يمزه اوس له ځانه فاصله لرمهڅومره ناوخته يې زما کړ جانانله زندګۍ دغه ګيله لرمهزموږ د ښار څو لېونيانو سرهسروشه ټينګه يارانه لرمه 10/09/2008
د زړه په وينو پېشنمی کومه/جلال امر خيل
د زړه په وينو پېشنمی کومهستا په يادونو پېشنمی کومه د ګاونډۍ د لور د خولې په شاتوپه دېوالونو پېشنمی کومه څه بې اذانه روژه ماتی کومڅه بې بانګونو پېشنمی کومه هره مړۍ زما په اوښکو لمدهډک له دردونو پېشنمی کومه د خپل جومات د اذان کړنګ مې په زړهپه افسوسونو پېشنمی کومه مور مې هم نشته چې مې زړه ونيسيبې خويندو ورونو پېشنمی کومه
موسيقي پيداييشي وي، يوازې رياضت غواړي
د هند مشهور سندرغاړى کيلاش خېر وايي چې سندرې د ده د ژوند انځورګري کوي، دى وايي ما ته چې ژوند څه راکړي د هغو تجربو مغز په خپلو سندرو کې ټولنې ته وړاندې کوم.د بي بي سي د اردو څانګې خبريال سنجيو له نوموړي سره په دې ورځو کې يوه مرکه کړې دا چې د کيلاش خېر سندرې نن نه يوازې په هند بلکې په ټوله نړۍ کې د خلکو پر ژبو دي د همدې ارزښت له مخې مو دا مرکه پښتو ته واړوله هيله ده تاسو ته هم په زړه پورې وي._ کله چې ستاو ږغ اورو نو داسې ښکاري چې دا د يوه پاک زړه او سپېڅلې
"یاهو" فرهاد دریا
دفرهاد دریا البوم په هېواد کې دسولې ،ورور ولۍ، اویوالي په موخه د"یاهو" په نامه په وړیا توګه مینه والوته راووت په افغانستان کې دملګرو ملتونود سولې اوښه نیت سفیر، اودهیواد دملی یوالی سندر غاړ ي فرهاد دریا، د"یاهو" په نامه نوې سندرېزه ګېدۍ چې د سولې او یوالي ولولې غږ خپروي ، ښاغلي فرهاد دریا د"یاهو" سندریزه ګېدۍ دهېواد دتکړه او غښتلي شاعر ښاغلي عبدالغفور لېوال له شعرونو اوهمداسې دنورو شاعرانو له شعرونو څخه جوړه شوې ده، د"یاهو" البوم چې یوولس سندرې په دري او پښتو ژبه لري دملي
چوپان
چوپان چي څه موده مخکښي د کوم بل سايټ له لاري انلاين وو له همهغه ځايه نور له منځه وړل سوی دی. خو دلراوبر له برکته او ددوی څخه په مننه دلراوبر دبلاګونو په ليست کښي ورته ځای ورکول سوو. چوپان مو و لوستلو ته درابللو ترڅنګ ستاسو غورو مشورو، نيوکو او نظرونو ته همېش سترګي په لاره دی. ستاسو مشورې او نظرونه چي بې له ځنډه به عملې بڼه غوره کوي دچوپان دپرمختګ په معنی دي
ټكور/ سید اختیار سباوون
درد شي مرهم غواړي ټكور غواړي مينه هم ګرانې ! دزړه زور غواړي نور په ثواب او ګنا نه دى جانان خو تور اوربل زما نه خور غواړي درقيب مرګ ته يي زړه نه كيږي جوړ جانان چي توره هم په پور غواړي كټ مټ صهبا شي ما له هوشه باسي سترګي مې سري كړي رانه اور غواړي ستا داوربل تيارو كې ځان وركويدا سباوون ماښآ
دميني زړه/ احسان الله جرس
موده سوه تيره چي هير کړى دي يم موده سوه تيره چي مي نه پېژنېوختونه وسوه چي دي ياد کي نه يمزما راتلو ته اوس په تمه نه يې اوس دي په بل چا پوري زړه تړلىاوس دي د زړه په کور کي بل اوسيږياو س دي رازونه دي په نورو شريکاوس دي دزړه په هغه پراخ جهان کيزما لپاره زره څاي هم نسته خو مګر اوس مي لا هم ياد کي ته ييخومګر اوس هم ستا خيالونو کي يماوس لاهم ستا د پښو اواز ته غوږ يماوس
څومره سازونه په شپىلۍکښې بندىوان پراتۀ دى (رحمت شاسايل)
څومره سازونه په شپىلۍکښې بندىوان پراتۀ دىڅومره ىادونه مِ په شونډو د ارمان پراتۀ دى څومره لفظونه دى چه زۀ پکښې اظهار کومهڅومره لفظونه مِ د ژبې اوىزان پراتۀ دى مونږ د ىو بل قسم وطن د کوه قاف ښاپىرىزمونږ د خىال په سىنو بل قسم دىوان پراتۀ دى زۀ د زمان او د مکان ترمنځه قتل شومهىاران په غم کښې د زمان او د مکان پراتۀ دى مىنه ئ
غزل /حكمت سروش
جنګ ته لاړى سم راغى څومره پښتون كم راغىستا د راتګ زېرى شو بيا ږغ د چم_چم راغىدود شو بيا د بم پورته نوى غم پر غم راغىستا د بېرته تللو غم ستا سره دى هم راغىبس په يو كاته د يار مړ سروش كې دم راغى
احمدفراز سترګې پټې کړې
نوميالى شاعر احمدفراز چي د کوزې پښتونخوا د نوښار سيمې اوسېدونکى او اصلاً پښتون و، د دوشنبې په ماښام د پاکستان د پايه تخت اسلام اباد په يوۀ روغتون کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. نوموړي په اردو ژبه ګڼ شمېر شعرونه ليکلي وو، چي له هغوى څخه يې څو ټولګې خپرې شوې هم دي.
په چل پوه شوم
ګرانه وروره اسلام عليکم ګرانه وروره حکمت خانه !ډيره زياته مننه چې د هيواد معنوي او مادي خدمت ته دې ملا تړلې ده او خپل قيمتي وخت دې مصرفوې مادي خدمت داسې دى چې قلم، کاغذ، کمپيوټر، نټ او داسې نور به مصرفوې او معنوي خدمت ډير دى چې يادونه يې ناشونې ده خپل مغز کاروې، وخت لګوې او له قلم نه دې د خوشحاله افغانستان څاڅکي تويوې،په دې هيله چې د هيواد ټولې ميندې دې له خپلو دعاګانو اونه غورځوي.ګرانه وروره حکمت خانه کيداى شي ډيرې ستونزې مې په ليکلو او د ا
دخاطره اسحاقزۍ غزل
خپل له مينې منکريږې ياره څنګه؟ ته له ماځني بيليږې ياره څنګه؟ تا ويل ورستۍ لومړۍ مينه مې ته يې اوس له بل سره اوسيږې ياره څنګه؟ ليونۍ دي په غمونو کې زه ګرځم په محفل کې خوشحاليږې ياره څنګه؟ چې حساب په قيامت کيږي د دواړو مخامخ به مې دريږې ياره څنګه؟ ستاچې عشق دخاطرې نه وي په زړه کې په غمونو کې خنديږې ياره څنګه؟
غزل/ عزت الله اميد
د يوې ښكلي نه به كله زړه په پور واخلمه ټينګ به مي وسوځي كه زه دغه بل اور واخلمه لږ خو دي شونډي رانژدې كه او ما ښكل كه ګراني بيا به نو زه پر اوږو پېټى د پېغور واخلمه تاو شي را تاو شي او بنګړي په مينه وشرنګوي زه يې له سپينو ليڅو خوند بنګړو نه شور واخلمه خداى دي مي پېښ كړي پر يو سرې او تكي سپيني نجلۍ چي سپينه خوله او اننګي ترېنه په زور واخلمه كه مي پيسې چرته پيدا كړلې نو خامخا به په نوې ښار كي پرې
د احسان الله درمل غزل
نه مو جام پکار دی نه خمار پسې راغلي یومونږ د مستو سترګو په دیدار پسې راغلي یو ژونده ! لیوني د بیابان دې نه یو ، تږي وؤدلته دسراب په سپین غبار پسې راغلي یو مزد نشته ، د څو شیبو په بیه مزدوري کوؤښار ته د ګلرنګ جانان په کار پسې راغلي یو مونږ به دې منصوره د تعظیم ګلان په سر شیندومه کوه ګمان چې په ګذار پسې راغلي یو بس د مهاجرو بلبلانو دکاروان سره مونږه هم درمله په بهار پسې راغلي یو
غزل
تــه چــې نه وې درد نــه و، څه داسې کيفيت نه و ژوند وو څومره ښه چـــې پــکې غم د محبت نه و څـــنګه دې پــــه نـــه خـــبره مـــخ راځـــنـــې واړاوه ته خو داســې نه وې ستا خو دا رنګه عادت نه و ما تــــه هـــم لا تـــا غــونـــدې خـواږه کتلي نه و چا مـــا هــم کـــله کـــړى د چـــا دومـره ډېر صفت نه و نـــن د چـــا کــا فر په ليــدو ويلــې، ويلې پرېوتم مـــا باندې راغــلى کـــله داســـې يـــو حــالت
غزل/ حکمت سروش
څنــګه دې جـــانانـــه نن په زړۀ شومه هيڅ نه وم پخوا خو اوس هرڅۀ شومه ورځ کـــې لېـــونى شمه په خوب پسې داســې شپـــه رانغله چې ويـدۀ شومه زه دلـــته د چـــا د قــدم خــاورې شوم زۀ دلـــته لــه ډېــرو خــلکو ښۀ شومه جنـــګ دى دراهـــب او د مـــلا روان ولـــې قـــربـــانــي پــکې دا زۀ شومه بـــيا پــه يـــوه نــوي غـــزل سـوچ کوم بيـــا راړنګ د خيال په زنګانۀ شومه