څنــګه دې جـــانانـــه نن په زړۀ شومه
هيڅ نه وم پخوا خو اوس هرڅۀ شومه
ورځ کـــې لېـــونى شمه په خوب پسې
داســې شپـــه رانغله چې ويـدۀ شومه
زه دلـــته د چـــا د قــدم خــاورې شوم
زۀ دلـــته لــه ډېــرو خــلکو ښۀ شومه
جنـــګ دى دراهـــب او د مـــلا روان
ولـــې قـــربـــانــي پــکې دا زۀ شومه
بـــيا پــه يـــوه نــوي غـــزل سـوچ کوم
بيـــا راړنګ د خيال په زنګانۀ شومه
06.07.2008
- sorosh
ماته
زما د ژوند د تاريكيو داستانله هغه وخته را پيل شوى ياره!چې كله له خپل درباره څخه و ايستمهاو داسې تا د يو ذرې په ډولد كايناتو له مداره څخه و ايستمه نور د ژوندون د خوند او رنګ دغه جذبه جانانه!له ما نه هېره شوله چې ژوندون څه دى؟رنګينۍ د ژوندون څه ته وايي؟اوس د بې خونده او بې رنګه ژوندونپه تور تاريك محل كې ژوند تېروماو د زړګي د هرې هيلې پر سرپه ناترسۍ سره قدم ايږدمه او ختموم يې د اب...
31.07.2008
- sorosh
تــه چــې نه وې درد نــه و، څه داسې کيفيت نه و ژوند وو څومره ښه چـــې پــکې غم د محبت نه و څـــنګه دې پــــه نـــه خـــبره مـــخ راځـــنـــې واړاوه ته خو داســې نه وې ستا خو دا رنګه عادت نه و ما تــــه هـــم لا تـــا غــونـــدې خـواږه کتلي نه و چا مـــا هــم کـــله کـــړى د چـــا دومـره ډېر صفت نه و نـــن د چـــا کــا فر په ليــدو ويلــې، ويلې پرېوتم مـــا باندې راغــلى کـــله داســـې يـــو حــالت...