ماته
زما د ژوند د تاريكيو داستان
له هغه وخته را پيل شوى ياره!
چې كله
له خپل درباره څخه و ايستمه
او داسې تا د يو ذرې په ډول
د كايناتو له مداره څخه و ايستمه
نور د ژوندون د خوند او رنګ دغه جذبه جانانه!
له ما نه هېره شوله
چې ژوندون څه دى؟
رنګينۍ د ژوندون څه ته وايي؟
اوس د بې خونده او بې رنګه ژوندون
په تور تاريك محل كې ژوند تېروم
او د زړګي د هرې هيلې پر سر
په ناترسۍ سره قدم ايږدمه
او ختموم يې د ابد لپاره
24.06.2008
- sorosh
د هغه سرو سترګو سنګر ته مه ځه مه ځه كابل او پېښور ته مه ځه يو خوا ګلاب دى بل خوا شونډې د يارد اور او اور په منځ كې شر ته مه ځه زړه! د بڼو په تار كې پېري زړونهد ستم سترګو، سترګو در ته مه ځه د هغه سترګو پاياو نه دى مالومزړه به دې ډوب شي سمندر ته مه ځه ډېر زورور دي جادوګر د حسند ښاپېرو كلي ته چرته مه ځه زړه به سور راوړې د بڼو په غشوسياله په زركو پسې غر ته مه ځه...
24.07.2008
- sorosh
څنــګه دې جـــانانـــه نن په زړۀ شومه
هيڅ نه وم پخوا خو اوس هرڅۀ شومه
ورځ کـــې لېـــونى شمه په خوب پسې
داســې شپـــه رانغله چې ويـدۀ شومه
زه دلـــته د چـــا د قــدم خــاورې شوم
زۀ دلـــته لــه ډېــرو خــلکو ښۀ شومه
جنـــګ دى دراهـــب او د مـــلا روان
ولـــې قـــربـــانــي پــکې دا زۀ شومه
بـــيا پــه يـــوه نــوي غـــزل سـوچ کوم
بيـــا راړنګ د خيال په زنګانۀ شومه
...