د هغه سرو سترګو سنګر ته مه ځه
مه ځه كابل او پېښور ته مه ځه
يو خوا ګلاب دى بل خوا شونډې د يار
د اور او اور په منځ كې شر ته مه ځه
زړه! د بڼو په تار كې پېري زړونه
د ستم سترګو، سترګو در ته مه ځه
د هغه سترګو پاياو نه دى مالوم
زړه به دې ډوب شي سمندر ته مه ځه
ډېر زورور دي جادوګر د حسن
د ښاپېرو كلي ته چرته مه ځه
زړه به سور راوړې د بڼو په غشو
سياله په زركو پسې غر ته مه ځه