د ښه ژوند په ارمان به سترګې پټې كړم .اى بدبخته ته بدبخته وى چى معلم شوى . تا غوښتل چى ژوند ته خندا وركړى ولى دى ژوند له ژړا سره مخ شو . ستا دارمانونو هيلى كومى سيلۍ له ځان سره يوړلى . په وچو شو نډو په ولږي نس تورى تختى ته ودريدم څه سوچ وكړم هلته د د خپلو ولږو ماشومانو او كه راته د ناستو شاګرادونو چى اوس به معلم صاحب راځي او درس راكوي دوي نه به زموږ دوطن راتلونكي ښاغلي جوړيږي آه دا به هم د چا بچي وي لږ سوچ مى وكړ او په درس مى پيل وكړ. د درس په مخ كى پر ما خولى را ماتى شوى ورورو مى وضع مخ په خرابيدو شوه درس مى بند كړ اويو شاګرد ته مى وويل بچيه لاړشه او ماته لږى يخى اوبه راوړه شاګرد چى زما دا حال وليده نو راته يې وويل استاد ستا وضع ماته ښه نه ښكاري پيسى راكړه چى شربت درته راوړم مګر زما په جيب كى يوه روپۍ هم نه وه د كور څخه بى چايو بى ډوډۍ را وتلاى ووم او په ور كى مى هم نهر بچي پريښي و .
ما ورته وويل بس يواځى اوبه راوړه اوبه مى وڅكى او په دى سوچ كى ووم چى بچو به مى څه خوړلي وي او په ځنګيدلي ځان مى ځان كور ته راورسوه. بچي چى زما په تمه ناست وو چى پلار به مو راشي او د ځان سره به څه خوراك لپاره راوړي .
مګر بچو چى زما دا حال وليده هر څه ورڅخه هير شول او ماته يې وويل پلار جانه په تاڅه وشول .
ما ورته وويل ګرانو هيڅ هم نه دي راباندى شوي .
دا راته ووايه چى غرمه ده څه مو خوړلي او كه نه د وړو مور وويل لږ شان پياوه مى ورته وكړه چى وچه ډودۍ پكى لمده شي . تاته مى هم ساتلى ده نو لاسونه مى ومينځل اوپه ډوډۍ خوړلو مى پيل وكړ او شكر مى وويست چى دا خوپيدا كيږئ . پدى وخت كى زما يو ۷ كلن زوى په ژړغوني اواز يې راته وويل پلارجانه زمونږ ګاوندى هغه عتيق درته يادووم هغه راډيو كى د ماشومانو په پروګرام كى برخه اخلي زه ورسره ځم ماته هم د عتيق په شان دريشي ، څپلۍ واخله ځكه چى ماهم ډير ښه ښه شعرونه او ترانى يادى كړي دي اوزه غواړم چى خپلو اوريدونكو ته د راډيو له لارې خبرى وكړم .
ښه ښه زويه اوس خو دى جامى او څپلۍ هم نشته چى ته يې واغوندى او لاړ شى . او تنخوا ګانې هم نه دي راوتلي .
زه به نور دياړي وكړم مزدوري به وكړم معلمي نه كووم . غواړم چى ستاسى د ژوند ارمانونه پوره كړم . زه نور ستاسى ژوند داسى نشم ليدلاى .
اۍ پلاره عتيق ماته ويلى وو چى زما پلار په موسسه كى كار كوي ته هم موسسى ته لاړ شه دعتيق پلار چى هر ورځ كور ته راځي نو ډير څه له ځانه سره راوړي دوه درى خلتى ورسره وي.ډير څه به پكى وي . ته هم په موسسه كى كار وكړه چى زمونږ ژوند هم د عتيق دوى په شان شي .
اى بچيه ! په موسسه كى چى څوك وه نه پيژنى او واسطه ونه لري څوك كار نه دركوي دوي چيرى د غريبو غږ اوري . زه خو ډير وګرځيدم مګر هيڅ مى هم لاس ته رانغله او چى كوم ځاى كى اسناد وركړم او بيا يې پوښتنه كووم نو ورك شوى وي . كله به هغه وخت راځي چى معلم ژوند او دهغى اولاد ژوند ته پاملرنه وكړي اوتر څو ددغى بد بختۍ څخه يې خلاص شي . او يو معلم د خپل اولاد سره په عزت ژوند وكړي .
آه په دې ارمان به مړشم