د رنګ درنو لوستونكو! اكټينګ او ماډلينګ نن سبا په نړۍ كې د بازار موندنې، اعلاناتو د پراختيا او د يو هنر په توګه پيژندل كيږي، تاسو به د نړۍ ډېر ستوري ليدلي وي، شاه رخ خان به مو ليدلى وي، شاهد كپور او ټام كروز به مو ليدلى او خوښ كړى وي، راځئ نن در باندې د داسې يو پښتون ځوان انځورونه وګورم چې له هغو كم نه دى.
دا تاند ځوان خالد سيال نوميږي، ما چې كله د ده عكسونه وليدل او پوى شوم، چې د عكسونو دا طرحه د ده خپله ده، او همدارنګه يې خپل عكسونه په خپله په كمپيوټر كې جوړ كړي او طرحه كړي، حيران شوم چې دومره تنكى دې دومره لوى هنر ولري، ما هم له دې پښتون فنكار او اكټور نه عكسونه كاپي كړل او دا دى د رنګ له لارې يې تاسو هم وګورئ.
كه چيرې په دې اړه نظر لرئ د اړيكيو له لارې يې راوليږئ.
14.06.2008
- sorosh
ناست وي په محفل كې خو تنها لګيپته د مين سړي صفا لګيزه چې د بل چا ښكلي تعريف وكړمخداى خبر چې ولې بد په تا لګيناز او په ستم كې فرق اسان نه دىښكلي موږ ته ځكه بې وفا لګيزه يې د خوشال غوندې په جار وايمخلكو ګنې ښكلي د هر چا لګيوې ليدم موسكۍ شوه ورو يې وويلدرد به مي په ټنډه خامخا لګي...
17.06.2008
- sorosh
د ښه ژوند په ارمان به سترګې پټې كړم .اى بدبخته ته بدبخته وى چى معلم شوى . تا غوښتل چى ژوند ته خندا وركړى ولى دى ژوند له ژړا سره مخ شو . ستا دارمانونو هيلى كومى سيلۍ له ځان سره يوړلى . په وچو شو نډو په ولږي نس تورى تختى ته ودريدم څه سوچ وكړم هلته د د خپلو ولږو ماشومانو او كه راته د ناستو شاګرادونو چى اوس به معلم صاحب راځي او درس راكوي دوي نه به زموږ دوطن راتلونكي ښاغلي جوړيږي آه دا به هم د چا بچي وي لږ سوچ مى وكړ او په درس مى پيل وكړ. د درس په مخ كى پر ما خولى را ماتى شوى...