ناست وي په محفل كې خو تنها لګي
پته د مين سړي صفا لګي
زه چې د بل چا ښكلي تعريف وكړم
خداى خبر چې ولې بد په تا لګي
ناز او په ستم كې فرق اسان نه دى
ښكلي موږ ته ځكه بې وفا لګي
زه يې د خوشال غوندې په جار وايم
خلكو ګنې ښكلي د هر چا لګي
وې ليدم موسكۍ شوه ورو يې وويل
درد به مي په ټنډه خامخا لګي