تېره په دې کار کې تر فلکه شوې
دومره چې په زړه باندې ته کلکه شوې
څومره په خواريو مې پيدا کړلې
څومره په اسانه رانه ورکه شوې
اوس به دې نازونه زه ضرور منم
اوس چې په همزولو کې ملکه شوې
اوښکې مې رڼې که ترشبنم شولې
ته هم له ګلپاڼې نه نازکه شوې
ځای دې دمحبوب به زړه کې ونيوه
راغلې دسندرو ښاپېرکه شوې
06.06.2008
- sorosh
ښكار د يوه ښكلي په يو دام شومهبيا لكه چې لاړمه ناكام شومهڅومره چې د عشق په اوركې پوخ شومه هومره مې د عقل له خوا خام شومه ښه دى چې په تاسو كې ښه نه يمه ښه شوه چې په تاسو كې بدنام شومه بيا نو د دې ژوند كولو څه مطلبنه چې د لوګي او نه د جام شومهدومره وم چې غم د جانان وخوړمنور نو پاته نه يمه تمام شومه...
14.06.2008
- sorosh
ناست وي په محفل كې خو تنها لګيپته د مين سړي صفا لګيزه چې د بل چا ښكلي تعريف وكړمخداى خبر چې ولې بد په تا لګيناز او په ستم كې فرق اسان نه دىښكلي موږ ته ځكه بې وفا لګيزه يې د خوشال غوندې په جار وايمخلكو ګنې ښكلي د هر چا لګيوې ليدم موسكۍ شوه ورو يې وويلدرد به مي په ټنډه خامخا لګي...