د بن دويم کنفرانس هيلې او اندېښنې

دغه ليکنه د پسرلي دوه مياشتينۍ سياسي مجلې په وروستۍ ګڼه کې چاپ شوې ده.  ليکوال: ضمير څار د روان کال د دسمبر په پنځمه د نړيوالې ټولنې په مرسته د المان په بن ښار کې د افغانستان په اړه دويم برخليک ټاکونکی کنفرانس جوړېږي. په دغه کنفرانس کې به په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې لس کلن شتون او له ۲۰۱۴ام ز وروسته تر ۲۰۲۴ام ز پورې له افغانستان سره نړيوالې ټولنې پر ژمنو بحث وشي. په هېواد کې افغان ځواکونو ته د واک لېږد، له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې اړيکې او د هېواد د روان

26.02.2012 ضمير څار

په بلخ کې د ادبي خوځښت اړتيا

بلخ د هېواد له مهمو فرهنګي مرکزونو څخه دی او د ادبياتو اوږد بهير لري؛ خو که لږ ځير شو؛ نو د بلخ د ادبياتو په تاريخ کې د هېواد د رسمي ژبې پښتو تشه احساس کېده. څرنګه چې وړاندې راوړل شوه، پښتانه د يو اريايي قبيلې په توګه د بلخ اصلي اوسېدونکي دي او سربېره پر دې په اوسني وخت کې هم يو زيات شمېر پښتانه په دغه ولايت کې مېشت دي. دا چې ددغو پښتنو په استازيتوب د بلخ د ثقافت په اوچتولو کې د خور ژبې دري له ويونکو سره لاس ورکړی وي. ادبيات د يو ملت د ذهن په اړولو کې تر ټولو زيات رول لوبولی شي. څرنګه

20.01.2012 ضمير څار

پر ناول څنګه کره کتنه وکړو؟ ۴مه برخه/ ضمير څار

درېيم پړاو: درېيمه قطعه ټاکو او په تجزيې او څېړنې يې پيل کوو. څرنګه چې ما ټول داستان لوستی او دا راته مالومه ده، چې په انګلستان کې د استورات د پلويانو له شورش سره سم پېښې جدي شوې. د اډوارډ د شورش ارمان له وړاندې زياتېږي او په حقيقت کې د استورات د پلويانو په محفلونو کې خورا قدر او احترام ترلاسه کوي، چې څه وخت وروسته د خپله استورات په ملاقات بريالی کېږي. درېيمه ټاکل شوې قطعه د استورات او د شورش يو بل رهبر فرګوس راپېژني. دا قطعه د ۲۰۰ مخونو په سپړلو کې په زړه پورې تمامېږ

18.01.2012 ضمير څار

پر ناول څنګه کره کتنه وکړو؟ ۳مه برخه / ژباړه: ضمير څار

  دويم پړاو: دويمه قطعه ټاکو او پر تجزيې او څېړنې يې پيل کوو. لومړۍ قطعې ته په کتو سره د داستان څورليزه (محوري) موضوع څرګندېږي. د دويمې قطعې په ټاکلو سره غواړم، چې دغې موضوع ته انکشاف ورکړم. دا برخه هغه صحنه ده، چې وېورلي له يآغيانو سره يو ځای کېږي. دا قطعه له مخکنۍ هغې سره سل مخه فاصله لري. په حقيقت کې د داستان د تجزيې او څېړنې عملي لاره همداده، چې د څېړنې لپاره ټاکل شوې برخې ښايي سل يا دوه سوه مخه فاصله ولري. په لاندې قطعه کې اسکات د شورشيانو ځينې پټنځي

28.12.2011 ضمير څار

بلخ ادبي خوځښت

  ليک: ضمير څار په بلخ کې د روانې لسيزې (۱۳۸۰-۱۳۹۰) په پيل کې يو شمېر ادبي هڅې پيل شوې. دغه هڅې په لومړيو کې د ولايت په مرکز کې يوازې په چاپي خپرونو او وړو ادبي ناستو پورې محدودې وې؛ خو ورو ورو تر ولسواليو وغزېدې. د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار او په بلخ، چمتال، چاربولک او شولګره ولسواليو کې ادبي بهيرونه رامنځته شول. فرهنګيان د ګوتو له شمېر څخه واوښتل. لسګونه او سلګونه شول. هڅې له ادبي ناستو تر سترو علمي کنفرانسونو پراخې شوې. ښوونيز ورکشاپونه جوړ شول او د کتابونو د ژباړ

27.12.2011 ضمير څار

زما پر يو غزل د ذبيح الله احساس کره کتنه

  اوونيزه غونډه- كره كتنه   غزل نور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي نور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي   څه له وايم بل وطن ته ځمه مور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي   خونې ديوالو ته كه ځير وګورم كور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي   تور تور ديوالونه توره شپه كې ګور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي   سم سم كه ونه لګي لوګى وكړي

26.12.2011 ضمير څار

پر ناول څنګه کره کتنه وکړو؟ (دويمه برخه) / ضمير څار

پر ناول څنګه کره کتنه وکړو؟ (دويمه برخه)   ليکوال: جان پک- ژباړه: ضمير څار   لومړی پړاو: د ناول له ټولې لوستنې وروسته د کتاب پر لومړي مخ دقيق نظر واچوئ. که د ناول پيل واضح نه و؛ نو لږ وړاندې ولاړ شئ او هغه برخه وڅېړئ، چې په کې يو يا څو اصلي کرکټرونه معرفي شوي وي. ګورو، چې سکاټ هم له پيليز څپرکي وروسته سمدلاسه د کيسې اتل ((ادوارد وېورلي)) پسې ځي. زه هم ددې ځوان د پېژندنې له بېلابېلو قطعو څخه يو ن

21.12.2011 ضمير څار

ته!

ته به ممکن د نړۍ لپاره يو کس يې؛ خو کېدای شي د چا لپاره ټوله نړۍ يې.     ژباړه: ضمير څار

20.12.2011 ضمير څار

ملګرتيا

ملګرتيا ستر څيز نه دی بلکې مليونونه واړه څيزونه دي.   ژباړه: ضمير څار

20.12.2011 ضمير څار

غزل / ضمير څار

خدایه د جانان په غیږ کې ځای راکه راکه د جهان په غیږ کې ځای راکه   خدایه ددې وخت د مینې ستوري یو مونږ ته د اسمان په غیږ کې ځای راکه   خدایه د افغان د سترګو اوښکې یم راکه د افغان په غیږ کې ځای راکه   ته د پښتنې ټپې په څېر ګرانې خیر لکه قربان په غیږ کې ځای راکه   ضمير څار

20.12.2011 ضمير څار

يادېږې مې...

نپوهېږم ولې؟ ستا په هر ځل يادولو، يو ستوری له اسمانه لوېږې.  که چېرې دې اسمان ته وکتل، تياره و، ټول ستوري لوېدلي وو؛ نو زه ملامت نه يم. دا ټوله ستا ګناه ده؛ تا همداسې کړم، ډېره مې يادېږې...   ژباړه: ضمير څار

19.12.2011 ضمير څار

وسله / ضمير څار

  ضمير څار   په لاس کې مې تومانچه خوځوله راخوځوله. د کاکا زوی مې مخې ته راغی سمدستي مې پرې قید وواهه. هلک هک پک ودرېد. هېڅ یې تمه نه کېده، چې زه او دا کار! په ما یې خیال هم رانه وړ. ما پرې چیغه وکړه، چې لاسونه دې پورته کړه. هلک زما له حرکاتو وپوهېد او ووېرېد. لاسونه یې پورته کړل، غاښونه یې وکړپېدل، خولې پرې راغلې او ساه ختلي غوندې شو؛ خو زه لا هماغسې د ظالمو انسان وژونکو خلکو په څېر په غصه ولاړ وم، ګوته مې پر ماشې ایښې وه. مونږ یوه پخوانۍ تومانچه درلو

19.12.2011 ضمير څار

یوه پخوانی غزل / ضمير څار

  غزل حال راته د زړه ووايه بيت به شي يوازې راته ښه ووايه بيت به شي   يوه نيمبيتي ما درته ويلې ده يوه نیمبيتي ته ووايه بيت به شي   ستا د خولې خبرې خو غزلې دي ووايه لږ څه ووايه بيت به شي   سر چې خوځوې راته د هو په څېر ځه دغه په خوله ووايه بيت به شي   څاره څه ورباندې فکر کړې ته ووايه زه ووايه بيت به شي   ض

18.12.2011 ضمير څار

رومانتسيزم څه دی؟ / ژ: ضمير څار

  ژباړه: ضمير څار د مينې کيسې، فلمونه او سندرې... ايا دا مو خوښېږي؟ څنګه مينه ناکې خبرې کولای شو؟ او... رومانتيک هغه موضوع ده، چې تل يې په اړه فکر کوو. باور لرم چې خلک په ځانګړي ډول مينان له رومانتيکو ډرامو او سندرو څخه خوند اخلي. دوی ډېرې غښتلي احساسات لري. مونږ ولې رومانتيک لرو؟ زه فکر کوم، چې دا تاريخي مسئله ده. خلکو د اصولو په منلو خپل ژوند ته بدلون ورکړی دی. د ۱۷۰۰ يم کلونو په اوږدو کې د فرانسې انقلاب د رومانتيکو نظريو تر اغېز لاندې و.

17.12.2011 ضمير څار

پر ناول څنګه کره کتنه وکړو؟ (لومړۍ برخه)/ ضمير څار

  ليکوال: جان پک/ ژباړن: ضمير څار يادونه: پر ناول کره کتنه يا د ناول څېړنه د جان پک اثر دی، چې په کيسه ييز ډول ليکل شوی دی. ددې اثر ژباړه به برخه برخه په پرله پسې ډول وړاندې شي.  ستاسې د نقدونو او وړانديزونو په هيله...   زه د پوهنتون محصل يم. اورېدلي مې دي، چې د راتلونکې څېړنې لپاره د ((ويورلي)) ناول غوره شوی دی. دا د سر والتر سکاټ اثر دی. زه د سکاټ له نوم سره اشنا يم او پوهېږم، چې د سکاټلنډ اوسېدونکی دی؛ خو د ويورلي په اړ

15.12.2011 ضمير څار

شهيدان/ ضمير څار

  ليکوال: ضمير څار   بسم الله زنګ راوواهه: -         سلامونه! -         هلکه لږ ودرېږه، سیمنار مې پرنټ کړ او دادی در ښکته شوم. -         زر راځه، چې ناوخته کېږي... د چپټرونو بکسه مې تر غاړې کړه، له پرنټر څخه مې پاڼې راواخیستې، اسټپلر مې کړې ا

14.12.2011 ضمير څار

ازبک جنګيالي د افغانستان په شمال کې د القاعدې هڅو ته لاره پرانيزي/ ژ: ضميرڅار

  ژباړه: ضمير څار د افغانستان شمال چې د جګړې پر مهال کرار پاته شوی و، په دې وروستيو کې يې د هرې وژنې او تښتونې په وسيله د ګډوډېدو لار وهل شوې.  د مې په ۲۸مه د تخار د ولايت پر مقام مرګوني بريد وښودله، چې په شمال کې القاعدې د بريدونو د بدلېدو کړکۍ پرانستله. په حمله کې د افغان ملي پوليسو قوماندان جنرال داود داود او د تخار د امنيې قوماندان ووژل شول. د تخار والي او په شمال کې د ايساف جرمنی قوماندان ټپيان شول. په شمال کې د افغان او نړيوالو ځواکونو ادعا چې ګ

12.12.2011 ضمير څار

هايکو که لنډۍ/ ضمير څار

لیکوال: ضمیر څار   کوټه سړه ده       كړكۍ ښيښې نه لري                   ګل يخ وهلى سړه هوا د ژمي يوه ځانګړنه ده. پورتنۍ درې نيمبيتي راښيي، د غريب سړي غريبه كوټه ده. كړكۍ يې ښيښې نه لري. د ژمي سړه هوا په كوټه مخامخ راننوځي او د كوټې دننه  د ګل بوټى ازاروي . دا طبيعت دى، ژمى اوړى، پسرل

11.12.2011 ضمير څار

ملګري ملتونه/ ضمير څار

لنډه کیسه/ ضمیر څار   ډزې ورو ورو کمېدې. ګڼه ګوڼه هم لږېده. مخکنۍ ستره ډله خلک په وړو ډلګيو بدلېدل؛ خو وضعیت لا هماغسې ترینګلی و. د ډېريو سترګې لا هم وتلې وې او د امريکا پر ضد يې شعارونه ورکول. جمال وارخطا دېخوا ها خوا کتل. د ګڼو سرونو تر شا یې څو کسه ولیدل، چې یو کس یې له ولو نیولی او د موټر په لور چټک روان وو. په لاسونو یې د کسانو تر منځ لاره جوړه کړه او ځان یې هغوی ته ورساوه. لاندې پر وینو ککړ مخ ته ځیر شو، له ځان سره يې وويل: -    &

08.12.2011 ضمير څار

القاعده له بن لادن وروسته/ژ: ضمير څار

ژباړه: ضمير څار    زه په برتانیه کې احتمالا یوازینی کس یم، چې بن لادن سره مې په یو غار کې شپې صبا کړې دي. د ۱۹۹۶ز د نومبر میاشت وه، چې د القعدې له مشر اسامه بن لادن سره د مرکې په موخه د افغانستان توره بوره غرونو ته ولاړم. بن لادن نسبتا نامعلوم و. شپه شوه او هغه راته وښوده، چې ښکته پر يوې ډېرې کارېدلې توشکې ویده شم. توشک

06.12.2011 ضمير څار

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more