خدایه د جانان په غیږ کې ځای راکه

راکه د جهان په غیږ کې ځای راکه

 

خدایه ددې وخت د مینې ستوري یو

مونږ ته د اسمان په غیږ کې ځای راکه

 

خدایه د افغان د سترګو اوښکې یم

راکه د افغان په غیږ کې ځای راکه

 

ته د پښتنې ټپې په څېر ګرانې

خیر لکه قربان په غیږ کې ځای راکه

 

ضمير څار