شـعرونه
غزل / ضمير څار
خدایه د جانان په غیږ کې ځای راکه راکه د جهان په غیږ کې ځای راکه خدایه ددې وخت د مینې ستوري یو مونږ ته د اسمان په غیږ کې ځای راکه خدایه د افغان د سترګو اوښکې یم راکه د افغان په غیږ کې ځای راکه ته د پښتنې ټپې په څېر ګرانې خیر لکه قربان په غیږ کې ځای راکه ضمير څار
یوه پخوانی غزل / ضمير څار
غزل حال راته د زړه ووايه بيت به شي يوازې راته ښه ووايه بيت به شي يوه نيمبيتي ما درته ويلې ده يوه نیمبيتي ته ووايه بيت به شي ستا د خولې خبرې خو غزلې دي ووايه لږ څه ووايه بيت به شي سر چې خوځوې راته د هو په څېر ځه دغه په خوله ووايه بيت به شي څاره څه ورباندې فکر کړې ته ووايه زه ووايه بيت به شي ض