غزل

حال راته د زړه ووايه بيت به شي

يوازې راته ښه ووايه بيت به شي

 

يوه نيمبيتي ما درته ويلې ده

يوه نیمبيتي ته ووايه بيت به شي

 

ستا د خولې خبرې خو غزلې دي

ووايه لږ څه ووايه بيت به شي

 

سر چې خوځوې راته د هو په څېر

ځه دغه په خوله ووايه بيت به شي

 

څاره څه ورباندې فکر کړې

ته ووايه زه ووايه بيت به شي

 

ضمير څار