ضمير څار
په لاس کې مې تومانچه خوځوله راخوځوله. د کاکا زوی مې مخې ته راغی سمدستي مې پرې قید وواهه. هلک هک پک ودرېد. هېڅ یې تمه نه کېده، چې زه او دا کار! په ما یې خیال هم رانه وړ. ما پرې چیغه وکړه، چې لاسونه دې پورته کړه. هلک زما له حرکاتو وپوهېد او ووېرېد. لاسونه یې پورته کړل، غاښونه یې وکړپېدل، خولې پرې راغلې او ساه ختلي غوندې شو؛ خو زه لا هماغسې د ظالمو انسان وژونکو خلکو په څېر په غصه ولاړ وم، ګوته مې پر ماشې ایښې وه.
مونږ یوه پخوانۍ تومانچه درلوده، نوم یې راته نه راځي؛ خو ګومان کوم دومره د کار نه وه. د طالبانو له حکومت څخه وروسته ځایي قوماندان راځینې یوړه. همدا تومانچه به مې کاکا هره شپه په مېلمستون کې تر سر لاندې اېښوده. دا چې په کور کې وړوکی زه وم؛ نو هغه به مې هر ماښام له کوره مېلمستون ته وړله او سهار به مې راوړله.
نپوهېږم څنګه مې ماغزو کار پرېښود، چې له وسلې سره لوبې وکړم. د کاکا زوی مې راته ډېر ګران وو، مونږ به تل یو بل سره لوبې کولې. یو ساعت به خپه وو، خو بل ساعت پخلا.
د کاکا زوی مې راته وویل:
- څه کوې؟
- ښه کوم، ځان دې مرګ ته تیار کړه.
- مرمۍ په کې شته؟
- خبرې ډېرې مه کوه.
- پام کوه، هسې نه ډز ونه کړي.
ما غوښتل، چې هغه ووېروم، تومانچه مې نوره هم ورنږدې کړه، ماشې ته مې ورو ورو زور ورکړ. ډاډه وم، چې ډز به نه کوي؛ ځکه چې تره مې ترې شاجور وېستلی وو؛ خو ناڅاپه ډز شو...
نپوهېږم، چې زما کوم حس کار کړی وو. تومانچه مې د ونو په لور نیولې وه.