لنـډې کيسې
وسله / ضمير څار
ضمير څار په لاس کې مې تومانچه خوځوله راخوځوله. د کاکا زوی مې مخې ته راغی سمدستي مې پرې قید وواهه. هلک هک پک ودرېد. هېڅ یې تمه نه کېده، چې زه او دا کار! په ما یې خیال هم رانه وړ. ما پرې چیغه وکړه، چې لاسونه دې پورته کړه. هلک زما له حرکاتو وپوهېد او ووېرېد. لاسونه یې پورته کړل، غاښونه یې وکړپېدل، خولې پرې راغلې او ساه ختلي غوندې شو؛ خو زه لا هماغسې د ظالمو انسان وژونکو خلکو په څېر په غصه ولاړ وم، ګوته مې پر ماشې ایښې وه. مونږ یوه پخوانۍ تومانچه درلو
شهيدان/ ضمير څار
ليکوال: ضمير څار بسم الله زنګ راوواهه: - سلامونه! - هلکه لږ ودرېږه، سیمنار مې پرنټ کړ او دادی در ښکته شوم. - زر راځه، چې ناوخته کېږي... د چپټرونو بکسه مې تر غاړې کړه، له پرنټر څخه مې پاڼې راواخیستې، اسټپلر مې کړې ا
ملګري ملتونه/ ضمير څار
لنډه کیسه/ ضمیر څار ډزې ورو ورو کمېدې. ګڼه ګوڼه هم لږېده. مخکنۍ ستره ډله خلک په وړو ډلګيو بدلېدل؛ خو وضعیت لا هماغسې ترینګلی و. د ډېريو سترګې لا هم وتلې وې او د امريکا پر ضد يې شعارونه ورکول. جمال وارخطا دېخوا ها خوا کتل. د ګڼو سرونو تر شا یې څو کسه ولیدل، چې یو کس یې له ولو نیولی او د موټر په لور چټک روان وو. په لاسونو یې د کسانو تر منځ لاره جوړه کړه او ځان یې هغوی ته ورساوه. لاندې پر وینو ککړ مخ ته ځیر شو، له ځان سره يې وويل: - &