لنډه کیسه/ ضمیر څار

 

ډزې ورو ورو کمېدې. ګڼه ګوڼه هم لږېده. مخکنۍ ستره ډله خلک په وړو ډلګيو بدلېدل؛ خو وضعیت لا هماغسې ترینګلی و. د ډېريو سترګې لا هم وتلې وې او د امريکا پر ضد يې شعارونه ورکول.

جمال وارخطا دېخوا ها خوا کتل. د ګڼو سرونو تر شا یې څو کسه ولیدل، چې یو کس یې له ولو نیولی او د موټر په لور چټک روان وو. په لاسونو یې د کسانو تر منځ لاره جوړه کړه او ځان یې هغوی ته ورساوه. لاندې پر وینو ککړ مخ ته ځیر شو، له ځان سره يې وويل:

-         دا هم نه دی.

ناهیلي یې شاته وکتل. سترګې یې پر هغه ملګري ولګېدې، چې له دوی سره ګډ راغلی و. پر ولي یې لاس کېښود:

-         اصف ورک دی، تا نه دی لیدلی؟

-         زه یې هم له ډېره لټوم…

-         دا به څنګه شي؟ پلار ته به یې څه ځواب وايو؟

-         هغه خو له مظاهره چیانو سره دننه ولاړ.

-         زه هم تلم؛ خو ډزوډوز زیات و، بېرته په شا شوم.

-         هغه خبرې اوس پرېده، لار راښيه چې څنګه به يې پيدا کړو؟

-         ولاکه! زما نه هم لاره ورکه ده.

-         خير دسې وکه! زه دلته يم، دلته يې لټوم او ته لاړ شه شفاخانې ته.

جمال ښي او کيڼ لور ته وکتل او پر سړک یې چټک ګامونه واخیستل. سترګې یې په یوې ټکسي ولګېدې، چې د څو نورو لاریون کونکو له خوا درول شوې وه. منډه یې کړه او ځان يې په زوره په کې ځای کړ. د روغتون له مخې سره ښکته شو او ژر ژر د روغتون د بېړنۍ درملنې خونې ته ولاړ. ډاکټرانو څوک نه پرېښودل؛ خو ده لکه نورو لاریونکونکو له احساساتو څخه کار واخیست او په زوره د ټپیانو خونې ته ننوت. په چپرکټونو پراته ټپیان يې له سترګو تېر کړل؛ خو جمال يې په کې ونه موند. مخامخ د مړیو خونه وه. له پنځه شپږ مړیو څخه یې څادرونه پورته کړل؛ خو د جمال څېره یې پیدا نه کړه.

د روغتون انګړ ته راووت، په مبایل کې یې د ملګري شمېره دایل کړه:

-         هلو زلمیه اورې؟

-         جماله! څه دې وکړل، اصف دې پیدا کړ؟

-         نه! دلته نه و.

-         دلته خو ډېره بده ورځ ده. يو بلا خلک مړه شول، اوس پوليسان راغلي، کسان نيسي.

-         ځه هلکه! زر ځان باسه!

٭٭٭

اصف د خپل کلي په دولسم ټولګي کې و. د کانکور د ازموينې لپاره يې د ښوونځي د لسم، يوولسم او دولسم ټولګيو کتابونه راغونډ کړي و او ډېری وخت به يې د هغوی په مطالعه تېراوه؛ خو د تفريح لپاره به تل له جمال سره ليدل کېده. په ټولګي کې يې څوکۍ څنګ تر څنګ اېښودې. د کلي په دوکانونو کې به ګډ ناست وو او ان جومات ته به هم د لمانځه لپاره ګډ تلل.

يو مازيګر يې په جومات کې د نوي امام د ليدلو لپاره تلوسه وه. ويلې چې امام له پېښوره راغلی او ډېرې دينې زده کړې يې کړې دي.

امام د جومات په محراب کې مقتدیانو ته مخ واړوه. دواړه لاسونه يې پر سپین مخ او تورې اوږدې ږيرې کش کړل، بیا یې مخې ته لپه کړل او په ژړغوني غږ يې وویل:

-      خدایه ته دا مردار مخي کاپران په خپل عذاب کې ګرفتار کړې. دوی د اسلام او د قران ورکې پسې راخیستې ده. ته مسلمانانو ته قوت ورکړه، دوی له اسلام نه مدافع وګرځوې...

مولانا سپینه غټه پګړۍ له خپلو تورو اوږدو څڼو پورته کړه، پر تندې يې څو تاره وېښته پرې شاته کش کړل. په ښی لاس تر سپین څادر لاندې له نیم پټ تور واسکټ څخه اوږدې ژېړې تسپې راواخیستې او له اسویلي سره یې وویل:

-      د شمال مسلمانان ډېر بې ايمانه دي. دلته کاپران بېغمه چکرې وهي، ته وا چې خپل ملک يې دی. خبر یاست، د کاپر په وژلو د جنت دروازې خلاصېږي؛ په جنت کې حورې د مومنانو انتظار باسي. که همدسې په زړه کې مو د کاپر د وژلو هڅه وکړه؛ نو پر تاسې دوزخ حرامېږي. جنت...

اصف کورته راغی. شپې يې له نورو شپو توپير درلود. کتابونه يې مخې ته ګډوډ پراته وو. پر زنګنونو يې د لاسونو پر سر زنه ايښې وه او سترګې يې د کوټې پر غولې ښخې کړې وې. ناڅاپه يې تر څنګ پر توشکې د پروت مبايل صفحه رڼا شوه او اواز ترې پورته شو:

-         سلامونه اصفه!

-         وعليکم، څنګه يې؟

-         ولا ښه يم؛ خو د ملا ننۍ خبرو مې لږ چورت خرابه کړی دی.

-         ولا زه هم، ملا خو ډېرې سختې خبرې وکړې. که داسې وي؛ نو زمونږ ايمان خو ډېر ضعيفه دی.

-         ځه ياره! خدای مهربانه دی.

-         مننه.

-         هلکه ريښتيا صبا لکه چې په ښار کې کومه مظاهره ده او ملا صیب هم ويلي، چې ټول ځوانانان دې په کې برخه واخلي.

-         څه وايې؟ د څه شي په اړه ده.

-         نپوهېږم. دا خبرې په ټلفون نه کېږي، سبا درځم او له نږدې به بيا خبرې وکړو.

-         نو سمه ده، ښه شپه!

سهار نه بجې وې. د اصف دوی د کور دروازه وټکېدله. ور يې خلاص کړ، پر جمال يې سترګې ولګېدې:

-         هلکه څنګه يې؟

-         ښه يم، بېګا دې د مظاهرې خبرې کولې، خير خو به وي؟

-         هو، لکه چې امريکايانو اسلام ته سپکاوی کړی او خلک يې په ضد مظاهر کوي.

-         ته څه کوې؟ ځې؟

-         ولاکه پوهېږم؛ خو ملا صیب ويلي، چې خامخا لاړ شئ. ته څه فکر کوې؟

-         ولا نپوهېږم.

-         ځه مړه لاړ به شو، ملاصیب چې وايې نو بيا خو به حتما د اسلام په ګټه وي.

-         ښه نو سمه ده. څه وخت ځو له خيره؟

-         يولس بجې به لاړ شو، زه لږ کار لرم، د پلار مې په چا پيسې دي، هغه ترې را اخلم او راځم بيا ځو.

-         زه هم لږ کار لرم؛ هغه به خلاص کم، بيا به ګډ لاړ شو.  

يولس بجې وې، جمال د اصف دوی د کور تر شا ولاړ و. اصف ته يې زنګ وواهه:

-         اصفه څه شوې؟

-         ته چېرته يې؟

-         زه ستاسې کور سکه ولاړ يم.

-         فقط لس دقې انتظار وکه، زه رارسېږم.

اصف او جمال له خپل درېیم ملګري سره په ټکسي کې سپاره شول. د مزار ښار په بلخ دروازه کې کوز شول. د روضې په لور له روان جوپو جوپو خلکو سره یوځای شول. په روضه کې ګڼه ګوڼه ډېره وه. د روضې په تشنابونو کې د اوداسه لپاره زيات خلک په نوبت ولاړ و. د اوداسه لپاره ډېر ټال شول ان چې د جمعې د لمانځه وروستۍ قاعدې ته ورسېدل.

له لمانځه وروسته د خبرو لپاره ستېج او مايکونه برابر شول. ملایانو د تبليغونو لپاره تياری نيوه. خلک جدي ښکارېدل. د خلکو تر منځ ځای ځای جنډې ودرول شوې، چې د امریکا ضد شعارونه پرې لیکل شوي وو. ورو ورو د خلکو شور زیاتېده. ملا د تبليغ لپاره ستېج ته وخوت. په خبرو کې ناڅاپه احساساتي شو. خلک هم احساساتي شول. د هغه هرې جملې پسې د ((الله اکبر)) او د امریکا ضد شعارونو ګډ اوازونه پورته کېدل.

ملا په لوړ غږ وویل:

-      په امريکا کې کاپرانو قرانکریم ته اور ورته کړی. هغوی اسلام ته سپکاوی کړی. اسلام زمونږ ناموس دی! مسلمانان به نن وروښيي، چې په اسلام له خپل سر نه هم تېرېدای شي...

لاندې د لاسي لاوډسپکېرونو څخه ناره شوه:

-         الله اکبر! مرګ به امریکا! مرګ به خاین بزرګ، تېرې جونز!

اصف او جمال له ګڼو نورو سره هم ورته غږونه او چیغې ووېستې. ملا بېرته وینا پیل کړه:

-      هر چېرته چې یاست! راشئ! په خبرو له اسلام څخه دفاع وکړئ! په قلم له اسلام څخه دفاع وکړئ! او که نه په وسلې سره له اسلام څخه دفاع وکړئ!

٭٭٭

د حضرت علي د روضې له جنوبي دروازې څخه زرګونه خلک راووتل. د امریکا جنډه، د اوباوما او تېرې جونز تصویرونه یې له ځان سره وړل. په سر کې د جنوب په لور چټک چټک روان وو؛ خو ژر په منډو شول. پولیسو يې څو ځایه د مخنیوي هڅه وکړه؛ خو دا لکه سېلاب په هېڅ نه ګرځېدل. د ذبیح الله شهید پر څوک راوګرځېدل. یوې جګې کلا ته ودرېدل. د کلا د دېوالونو پر سر اغزن سیم راتاو و. د کلا پر ودانۍ د ملګرو ملتونو جنډه رپېده او په دروازه کې يې وسله وال ګوته پر ماشه ولاړ و.

اصف د يو بل مظاهره کوونکي په لاس کې اورلګېد ورکړل. د اوباما لوی تصوير يې سوځاوه؛ خو هغه سم اور نه اخيست. څنګ ته يې پام شو، خلکو د سړک د غاړې له کاڼو لمنې ډکولې. دی هم کېناست او لمن يې ترې ډکه کړه؛ خو یو ناڅاپه ډزې وشوې. زر يې مخ واړاوه. څو کسو کلا ته د ننوتلو هڅه کوله؛ خو پولیس يې د مخنیوي لپاره هوايي ډزې کولې. شېبه وروسته ګڼ خلک د کلا دروازې ته ولاړ و او  د کلا په لور يې کاڼي وارول. يو دم مظاهره کوونکو لکه سېلاب د پوليسو کړۍ ماته کړه او پر کلا ننوتل.  اصف هم دننه ولاړ، د نورو مظاهره کوونکو په څېر يې سپين موټرونه پر کاڼو ويشتل او شيشې ورماتولې.  ډزو ډوز زور واخيست.  د کلا له منځه لوخړې پورته شوې. د خلکو چيغې او زګېروي اورېدل کېدل...

***

يوه مياشت تېره شوه؛ خو جمال ته ښوونځي خوند نه ورکاوه. له اصف پرته ټولګی ورته خالي برېښېده. د دوکانو ناستې او په جومات لمونځونه يې کم شوي وو. 

د مطالعې خونې ته ولاړ، غوښتل يې د کانکور تياری ونيسې؛ خو د اصف فکرونو يې مطالعه ګډوډوله: ((ملا صیب دروغ ويل، په مظاهره کې د اسلام ګته نه، تاوان و. د وحشيانو په څېر يې په بې ګناه خلکو حملې کولې... اف! کاش نه وای تللی. کاش مې اصف نه بوولی ...))

کتاب يې خلاص کړ؛ خو ناڅاپه څک شو، د راډيو پر ګوټک يې ګوتې ووهلې غږ يې پورته کړ: ((په بلخ کې د ملګرو ملتونو (يوناما) پر مرکز د بريد په تړاو د ۲۰ تنه تورنو محکمه ترسره شوه. چارواکي وايي، چې په دغو تورنو کسانو کې درې تنه اشد مجازات شوي دي. د بلخ د استيناف محکمې مشر خبريالانو ته وويل، چې ددغې پېښې په تړاو محمد زمان، برهان الدين او محمد اصف ته د اعدام سزا ورکړل شوې ده.  د يادونې ده، چې  د ۱۳۹۰ کال د وري په ۱۲ مه زرګونه کسانو په امريکا کې د قرانکريم د يوې نسخې د سوځېدو لپاره په لاريون لاس پورې کړ، چې په پاي په تاوتريخوالي واوښته. د چارواکو په وينا په دغه پېښه کې د يوناما ۷ نړيوال کارکوونکي او څلور لاريونکونکي وژل شوي دي.))