لیکوال: ضمیر څار

 

کوټه سړه ده       كړكۍ ښيښې نه لري                   ګل يخ وهلى

سړه هوا د ژمي يوه ځانګړنه ده. پورتنۍ درې نيمبيتي راښيي، د غريب سړي غريبه كوټه ده. كړكۍ يې ښيښې نه لري. د ژمي سړه هوا په كوټه مخامخ راننوځي او د كوټې دننه  د ګل بوټى ازاروي . دا طبيعت دى، ژمى اوړى، پسرلى او منى په خلكو خامخا راځي، خو ښايي، چې د هر فصل او د طبيعت هر بدلون ته تيار واوسو. دلته شاعر همدا هڅه كړې، طبيعت يې له ژوند سره تړلی دى.

پورتنۍ درې نيمبيتي قافيه نه لري، خو راځئ چې وزن يې هم وڅېړو. (كو-ټه- س-ړه- ده) پنځه څپې كېږي. (كړ-كۍ-  ښې-ښې- نه- ل-ري) اوه څپې راځي. (ګل- يخ- و-ه-لى) پنځه څپې، چې ټول ۱۷ څپې كېږي.

همدارنګه پورتنۍ درې نيمبيتيو كې ژمنۍ تصوير پوره ځاى كړل شوى دى او اړتيا نشته، چې نور څه دې ورپسې ورزيات شي.

دغه درې نيمپيتي معياري هايكو ته پاتې كېږي. معياري هايكو نږدې همداسې وي. لومړۍ نيمبيتي يې پنځه څپې، دويمه اوه څپې او درېيمه يې بيا پنځه څپې وي. يوه موضوع پكې ختمه او موسمي اشاره هم په كې شوي وي.

ومان نيازى وايي:

نن زه او باران                      په وړې سپوږمۍ پسې                     ډنډ ته وښويدو

دا هايكو نه ده، د فيلم يوه كوچنۍ صحنه ده. شاعر په ډنډ كې سپوږمۍ ويني او ورپسې ښويېږي. يوه بل څه ته مو كه پام شوى وي، باران، سپوږمۍ او ډنډ په هايكو كې راوړل شوي دي، چې د پسرلي څرګندونه كوي. مخكنۍ خبره بياځلي راځي، چې هايكو كې بايد يوه موسم ته اشاره وشي. ځيني وايي، چې په جاپاني ژبه كې د څپو (سېلابونو) خبره مطرح نه ده، هلته نښې دي. هايكو په ۱۷ نښو ليكل كېږي.

 استاد نجيب منلى د ازادۍ راډيو سره په يوې ادبي مركې كې وايي، چې دغې نښې نږدې سېلاب ته ورته دي، كېداى شي كله كله زمونږ دوه يا درې سېلابه د هغوى له يوې نښې سره برابر شي او كله كله د هغو دوه نښې زمونږ يو سېلاب كېږي. دده په وينا د هايكو لومړۍ نيمبيتي ۵ نښې دويمه ۷ نښې او درېيمه بيا ۵ نښې وي.

د امركا د هايكو  ټولنې (Haiku Society of America) له خوا په ۲۰۰۴ ز كال د هايكو لپاره يو تعريف (پېژند) وړاندې شو: ((هايكو يو لنډ شعر دى ،چې په انځوريزه ژبه د يوې طبيعي يا موسمي تجربې خيال په شعوري بڼه لېږدوي او له انساني حالاتو سره تړاو وركوي.)) مخكې مو ياده كړه، چې په هايكو كې بايد د كال يو فصل ته اشاره وشي. دغه اشاره په بېلابېلو ډولو كېږي. د بآران ډنډوكى، چونګښې، وريځې، غوټۍ، د واورې اورېدل او... فصلونو ته اشاره كوي، په هايكو كې دغه او دې ورته نورې كليمې او جملې د يو فصل د تداعي كولو لپاره راځي.

مخكې مو ياده كړه، چې په هايكو كې بآيد د كال يو فصل ته اشاره وشي. دغه اشاره په بېلابېلو ډولو كېږي. د بآران ډنډوكى، د چونګښو، وريځې، غوټۍ، د واورې اورېدل او... فصلونو ته اشاره كوي. په هايكو كې دغه او دې ورته نورې كليمې او جملې د يو فصل د تداعي كولو لپاره راشي.

د هايكو برخې:

كه په ټوليز ډول د شاعرۍ په هكله فكر وكړو، نو څرګنديږي چې شعرد دوو انځورونو (اېماژونو) څنګ تر څنګ اېښودو رامنځته كېږي. يوه ښه هايكو هم لكه يوه ټوكه له دوو برخو جوړېږي:

۱- تشرېح (لومړى انځورImage1)

۲- غوټه لرونكى حل (دويم انځور Image2)

د يو مشهور ليكوال كاجو Kajo يوه هايكو د بېلګې په توګه راوړو:

Night and the moon!

My neighbor, playing on his

Flute!-out of tune

شپه ده سپوږمۍ ده         زما ګاونډى غږوي          شپېلۍ بې سوره

په پورتنۍ هايكو كې دا دوه برخې ليدل كېږي: ۱- په توره شپه كې د سپوږمۍ ځل او شتون.      ۲- د يو بې كماله شپېلۍ غږونكي ګاونډي خوځنده تصوير.

د هايكو هنر:

استاد نجيب منلى له ازادۍ راډيو سره په يوې ادبي مركې كې وايي،د هايكو كمال همدغه دى، چې لوستونكى او اورېدونكى هڅوي تر څو خپل تخيل وكاروي.

تخيل په دې مانا، چې لوستونكى او اورېدونكى، په خپل فكر كې، يو تصوير جوړ كړي.

استاد منلى زياتوي: ((د هايكو لنډون او د هايكو اصول دواړه شاعر دې ته هڅوي چې د نښې منځ وولې. هسې نه چې سل واره د ونې نه تاو راتاو شي له هغې وروسته غشى وولي او غشى په لښته ولګېږي))

د استاد په اند، هايكو شاعر ته دقت ور زده كوي. هايكو شاعر ته د خپلو خبرو او د خپلو خيالاتو د بيان تر ټولو لنډه او اغېزمنه لار ورښيي.

هايكو او پښتو:

پښتو ژبې ته جاپانۍ هايكو د كوزې پښتونخوا له لارې راننوتې، چې اوس دادى نږدې په ټول لوى افغانستان كې پنځول كېږي.

د استاد نجيب منلي په وينا،د كوزې پښتونخوا شاعران او ليكوالان، چې له خپل اصلي فرهنګي چاپيريال څخه بېل شوي، ډېر ځله د انګرېزي او اردو ژبو تر اغيز لاندې راغلي دي.دوى لنډۍ هېرې كړي او د لنډيو تنده ددوى په خټه كې رامنځته كېږي. دوى همدا تنده بيا په هايكو ماتوي.

هايكو او لنډۍ:

هايكو څه د پاسه څلورسوه كاله وړاندې، په جاپان كې وزېږېدله، خو لنډۍ زرګونه كاله وړاندې له پښتو او پښتنو سره يوځاى رامنځته شوې ده.زمونږ په خټه كې نغښتې ده. زمونږ لوستى او نالوستى يې ويلى شي. د لنډيو په ويلو، پښتانه له يوې مخې شاعران دي.

سپوږميه كړنګ وهه راخېژه           يار مې د ګلو لو كوي ګوتې رېبينه

دا لنډۍ ثابتوي، چې پښتانه اريايان دي او زرګونه كاله وړاندې په بلخ كې اوسېدل. ځكه، بلخ ته نږدې، د البرز په غره كې يو ډول بوټى و، چې سوما نوميده. اريايانو به د سوما له بوټي شربت جوړاوه. د سوما بوټى، چې شيره لرله او د ورځې له خوا كه رېبدل شوې واى، نو په لاسونو نښته. له همدې امله به اريايانو د شپې له خوا د سپوږمۍ په رڼا رېبدله.

لنډۍ د فورم له مخې هم له هايكو سره توپير لري. لنډۍ ټوله ۲۲څپې ده، ياني لومړۍ نيمبيتي ۹ څبې او دويمه يې ۱۳ څپې ده. هايكو ټوله ۱۷ څپې ده.

لنډۍ د موضوع له مخې ازاده ده، خو هايكو محدوده. لنډۍ د ژوند په هر اړخ غږېدلى شي. ښكلا، مينه، غم، درد، سوله،وطن، ټولنه، رواجونه، پښتونولي، مېړانه، مذهب او... د لنډۍ د موضوع يو وړوكى شمېر جوړوي، خو هايكو د طبيعت اړخ له ژوند سره لږوي.

اشنا مې وږى را نه لاړو                  د دسترخوان خواته ورځم ژړا راځينه

بنګړي نيم ښكته كړه نيم پورته          چې په خالي مړوند دې سر ولګوومه

په لومړيو وختونو كې د هايكو Haiku او د دوه نورو ګړنو هوكو Hokku او هايكاى Haikai تر منځ توپير نه كېده، تردې چې په كال ۱۸۹۰ كې د ماساوكا شيكي Masaoka Shiki د هايكو د پوره پېژندې په اړه هڅې وكړې او هڅې يې اوبو يونه وړې. د هغه په زيار هايكو د يو خپلواك شعر په توګه غوره او رامنځته شوه، چې بيا د ټولو د منلو وړ وګرځېده.

د هايكو نور مشهور شاعران ماتسو باشو Matsou Basho، يوسابوسون Yosa Buson ، كوباياشي ايسا Kobayashi Issa او نور دي.