ادبي ليکنې
رومانتسيزم څه دی؟ / ژ: ضمير څار
ژباړه: ضمير څار د مينې کيسې، فلمونه او سندرې... ايا دا مو خوښېږي؟ څنګه مينه ناکې خبرې کولای شو؟ او... رومانتيک هغه موضوع ده، چې تل يې په اړه فکر کوو. باور لرم چې خلک په ځانګړي ډول مينان له رومانتيکو ډرامو او سندرو څخه خوند اخلي. دوی ډېرې غښتلي احساسات لري. مونږ ولې رومانتيک لرو؟ زه فکر کوم، چې دا تاريخي مسئله ده. خلکو د اصولو په منلو خپل ژوند ته بدلون ورکړی دی. د ۱۷۰۰ يم کلونو په اوږدو کې د فرانسې انقلاب د رومانتيکو نظريو تر اغېز لاندې و.
هايکو که لنډۍ/ ضمير څار
لیکوال: ضمیر څار کوټه سړه ده كړكۍ ښيښې نه لري ګل يخ وهلى سړه هوا د ژمي يوه ځانګړنه ده. پورتنۍ درې نيمبيتي راښيي، د غريب سړي غريبه كوټه ده. كړكۍ يې ښيښې نه لري. د ژمي سړه هوا په كوټه مخامخ راننوځي او د كوټې دننه د ګل بوټى ازاروي . دا طبيعت دى، ژمى اوړى، پسرل