ژباړه: ضمير څار

د افغانستان شمال چې د جګړې پر مهال کرار پاته شوی و، په دې وروستيو کې يې د هرې وژنې او تښتونې په وسيله د ګډوډېدو لار وهل شوې. 

د مې په ۲۸مه د تخار د ولايت پر مقام مرګوني بريد وښودله، چې په شمال کې القاعدې د بريدونو د بدلېدو کړکۍ پرانستله. په حمله کې د افغان ملي پوليسو قوماندان جنرال داود داود او د تخار د امنيې قوماندان ووژل شول. د تخار والي او په شمال کې د ايساف جرمنی قوماندان ټپيان شول.

په شمال کې د افغان او نړيوالو ځواکونو ادعا چې ګواکې د تخار د پېښې په تړاو د ازبکستان اسلامي خوځښټ غړی يې نيولی، يو لړ اندېښنې را اوچتې کړې. د تاوتريخوالي زياتوالی، د سيمه ييزو جلب او جذب او د پېچليو تخنيکونو خپلول د ازبکستان د اسلامي خوځښت د غزېدو ښکارندويي کوي، چې د شمال په يو مهم اقليت ازبکانو کې يې لارې جوړې کړې دي. د ازبکستان د اسلامي خوځښت له راتګ سره د طالبانو په مشرۍ پاڅون هم رارسي او دواړه په خپلو کې د اېتلاف په رامنځته کېدو ټينګار کوي.

د ځواکونو تکړه قوماندان داود داود وژنه د حکومت د جګپوړو چارواکو د قتل د مزي دوام دی. دا پر ناټو او افغان حکومت يو ګوزار دی.

څارونکي انګېري، که دا حالت بې غوره پاته شي؛  نو د القاعدې اړوند IMU)) او د طالبانو اېتلاف به نه یوازې د افغانستان شمال ناامنه کړي؛ بلکې د منځنۍ اسيا او له هغې ورتېرو سيمو ته د بريدونو د پيل په توګه دوام وکړي.

مذهبي ايډيالوژي:

د بغلان يو پخوانی قانونپوه محمد عاصم وويل، چې د ازبکستان اسلامي خوځښت(IMU)  خپل ځان ته  د افغانستان په شمال کې لا له وړاندې لاره جوړه کړې ده. نوموړي زياته کړه، چې د هغوی ستره موخه داده، چې په سيمه کې يوه اډه جوړه کړي او د مرکزي اسيا په کچه عمليات ترسره کړي؛ خو په منطقه کې د افغان او نړيوالو ځواکونو په وړاندې د جګړې اراده هم لري.

عاصم وويل: ((دوی ددې سيمې په ازبکانو کې نفوذ کړی دی. ځينې کادر او مشران يې د نړيواالو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول؛ خو بيا ځينې کسان شته، چې هغوی ته وفادار دي او د پټو هڅو ته دوام ورکوي.))

عاصم په ۱۹۸۰زيږديز کې د روسانو پر وړاندې د جګړې د ډګر د قوماندان په توګه د خپلو تجربو له مخې وايي، چې طالبان، د ازبکستان اسلامي خوځښت او نورې ورته ډلې ډېری د مذهبي عقېدې له لارې جګړې ته پارول کېږي. دوی توکميزو اړيکو ته لږ پام اړوي؛ خو نوموړی زياتوي، چې طالبان او د ازبکستان اسلامي خوځښت د قومونو له يووالي څخه ګټه پورته کوي. هغوی له همدې لارې شبکه جوړوي او په نويو سيمو کې د پراختيا هڅه کوي.

په سيمه کې د طالبانو بيا راتګ څو کاله وړاندې ښايي نه وای منل شوی؛ خو طالبان د سيمه ييزو په مرسته ورو ورو راوګرځېدل. په دې لړ کې ازبکانو راتلل، چې د ازبکستان د اسلامي خوځښت د نويو جذب شويو له لارې په ليرو پرتو سيمو کې يې زياته هڅه وکړه.

په کابل کې د سولې له پروسې سره د يو ځآی شوي يو لوړپوړي طالب مشر په وينا طالبانو او د ازبکستان اسلامي خوځښت ملګرتيا په ۱۹۹۰ يم ز کلونو کې راجوړه شوه. دا هغه وخت و، چې طالبانو له ازبک جنګسالار جنرال عبدالرشيد دوستم څخه د تاشکند د ملاتړ په وړاندې د مرکزي اسيا جنګياليو ته ځای ورکړ.

نن دوی دواړه له يو سيمبوليکې ملګرتيا څخه خوند اخلي. که څه هم پښتانه ځوانان په ټول افغاننستان کې د طالبانو د جلب او جذب ډېره برخه جوړوي؛ خو د ازبکستان اسلامي خوځښت بيا د مرکزي اسيا له سني مذهبه مسلمانانو څخه جوړ دی.په دغه خوځښت کې ازبکان، تاجکان، ترکمن او د سيمې نورې غير پښتني قبيلې په کې برخه لري.

د ازبکستان اسلامي خوځښت سره د طالبانو اېتلاف به دغه خوځښت ته د افغانستان شمالي سرحدونو ته څېرمه لېرو پرتو سيمو کې د پټنځايونو او د نويو جذب شويو غړيو د روزنې تر څنګ پر ګانډيو هېوادونو ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان د بريدونو چانس برابروي.

د افغان څارونکو د څرګندونو له مخې په ازبک ټولنه کې د ازبکستان اسلامي خوځښت نفوذ په هېواد کې د ازبکانو د سياسي رول د کمېدو له امله ده.ازبکان د افغانستان نږدې دېرش مليونه نفوس کې شاوخوا دوه نيم مليونه خلک جوړوي او په دې حساب د افغانستان ستره ترکي ټولنه ده، چې ددغه د شمال په نهو ولايتونو کې خواره مېشت دي.

خو د خپلو پښتنو او تاجکو ګاونډيو په پرتله د يوې متحدې رهبرۍ د نه شتون له امله حاشيوي سيآسي رول لري. پخوانی کمونست جنرال عبدالرشيد دوستم چې يو وخت يې سيمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې وه، اوس له شهرت څخه لوېدلی او د يو بېکاره رهبر رنګ يې اخيستی دی.

دا ډول شرايط سخت دريځو ته لاره پرانيزې. د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی معين جنرال عتيق الله بريالی وايي، چې د ازبکستان اسلامي خوځښت د افغانستان په شمال کې د خپل پخواني مشر طاهر يولداش له مړينې وروسته فعاليت پيل کړ. طاهر يولداش په وزيرستان کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکو په بمبارد کې ووژل شو. نوموړی زياتوي، چې د ازبکستان اسلامي خوځښت په منځنۍ اسيا کې هم خپل فعاليتونه شروع کړي دي.

د پاکستان تماس:

بريالی وايي، چې د ازبکستان اسلامي خوځښت د دريو لاملونو په مرسته د شمال ازبک ټولنه کې نفوذ کړی دی. نوموړی زياتوي: ((ازبکان فکر کوي، چې دوی نور څنګ ته وتلي دي. د افغانستان په اوسني حکومت په مشرانو کې هېڅوک ددوی استازيتوب نه کوي.دويم پخواني با نفوذه ازبک حکومتي چارواکي ، مجاهدين او د طالب ضد مشران او رهبران هېر او يا ګوښه کړای شوي دي، چې په دې کار له حکومت څخه نا خوښه شوي او همداده چې ورسره مرسته نه کوي.))

بريالی وايي، چې درېيم لامل يې په پاکستاني مدرسو کې ددوی د بنسټ پاله ځوانانو روزنه ده.

له پاکستان سره اړيکې ډېرې مهمې دي. د ازبکستان اسلامي خوځښت د پاکستان په قبايلې سيمې کې د اوږدې کډوالۍ پر مهال بدلون وموند. دا خوځښت القاعدې ته ډېر نږدې شو او د هغې په مرسته د ترکتبارو د راجذبولو يو مخکښه ډله جوړه شوه. دا همدارنګه د پاکستان سخت دريځو ته چې له پخوانو نسلونو څخه ډېر پيچلي او له رازونو ډک دي، نږدې شوه.

دغه ډول ترکيب اوس د افغانستان به شمال کې د څرګندېدو په حال کې دی. سياسي څېړونکی وحيد مژده وايي، چې طالبانو او د ازبکستان اسلامي خوځښت د افغانستان په شمال کې حکومتي ځواکونو کې ګډ شوي، چې د مې د ۲۸ مې د پېښې په څېر د ډېرو پېچلو بريدونو وس يې موندلی دی. هغه زياتوي، چې د حکومت بې کفايتي او اداري فساد د سيمې ناخوښه ځوانان د سخت دريځو لاسونو ته ورکوي.

مژده وايي: ((واقعي ستونزه دا نه ده، چې ولې سخت درځه هره ورځ له نظامي پلوه پیاوړي کېږي. ددې پر ځای پر هغو شرایطو تمرکز وشي، کوم چې دا خلک له سخت دریځو سره يو ځای کېدو ته اړ باسي. که چېرې د ترهګرو وژل يوازينی هدف وي؛ نو بيا خو زرګونه نور د وژل شويو ترهګرو ځای نيسي.))

د بغلان پخوانی سياستوال محممد عاصم وايي، چې د افغانستان د شمال ناامنه ولایتونه د افغان نويو روزل شويو ځواکونو له پاره نا مناسب وي. د شمال نه ولايتونه د مسولیت د لېږد په سر کې ولاړ دي.

خو د دفاع پخوانی چاورواکی بريالی بیا بل نظر لري. نوموړی د ستونزو په شته شته کې باور لري، چې د شمال امنيتي ستونزه د حل وړ ده. هغه زیاتوي: ((حکومت باید په يو اګاهانه او منظم پلان او حل مخ ته ولاړ شي.))