ليکوال: ضمير څار

 

بسم الله زنګ راوواهه:

-         سلامونه!

-         هلکه لږ ودرېږه، سیمنار مې پرنټ کړ او دادی در ښکته شوم.

-         زر راځه، چې ناوخته کېږي...

د چپټرونو بکسه مې تر غاړې کړه، له پرنټر څخه مې پاڼې راواخیستې، اسټپلر مې کړې او په لاس کې مې ونیولې.

په پوهنتون کې د اسلامي ثقافت استاد د شهید په اړه د سیمینار د لیکلو دنده راکړې وه. سیمینار په کرېډېټ سیستم کې ډېر رول لري، محصل پرې شل نومرې ترلاسه کولای شي. سربېره پر دې د استادانو له خوا هم ډېر ټینګار کېږي. د هغوی په وینا محصلین په کار اچوي.

د شهید په اړه د سیمینار د لیکلو موده دوه اونۍ وه. په دغه وخت کې مې بېلابېل کتابونه او ویبپاڼې وکتلې او له ځینو استادانو مې هم پوښتنې وکړې.

له ودانۍ څخه په چټکو ګامونو ښکته شوم، بسم الله پر بایسکل پښه اړولې وه او د سړک په لور یې کتل.  د شا له لوري مې د هغه په سترګو لاسونه کېښودل؛ خو ژر مې لرې کړل، پوهېدم چې هغه راباندې پوهېږي؛ ومو خندل او د پوهنتون په لوري روان شو.

بسم الله د بایسکېل د هنډل کېڼ لاستی نیولی و او له ما سره ګډ پلی روان و:

-         ښه! سیمینار دې ولیکه؟

-         هو.

-         څنګه دی؟ هسې نه، ټول دې له کتابونو نه کاپي کړی وي.

-         نه مړه! له کتابونو مې مالومات اخیستی؛ خو خپله مې لیکلی دی.

-         ډېر ښه! خیر د شهید تعریف څه رقم دی؟

-         ام... شهید هغه چاته ویل کېږي، چې د خدای په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

-         همدومره؟

-         نه! هغه څوک هم شهید کېدای شي، چې د خپل ځان، مال او ناموس په دفاع کې ووژل شي.

-         ډېر ښه.

ورو ورو پوهنتون ته نږدې شوو؛ خو د پوهنتون په انګړ کې د نورو ورځو په څېر ګڼه ګوڼه نه وه، خالي برېښېده. محصلین د پوهنتون له دروازې راګرځېدل. د پوهنتون لوی ور بند و او د وړې دروازې تر مخ یې د پولیسو تر څنګ دوه ځوانان ناست وو. ښکارېدل، چې د پوهنتون محصلین به وو؛ خو له سرونو يې شنې ټوټې تړلې وې او پر هغو الله اکبر لیکلي و.

ورنږدې شوم:

-         څه خبره ده؟

-         امروز بخاطر تسلیت شهدا دانشګاه ره تعطیل کردیم.

-         کوم شهیدان؟ نن خو د شهیدانو ورځ هم نه ده.

په ښي لاس يې د پوهنتون لوحه په نښه کړه، لوحه نه ښکارېده، له پاسه پرې تور ټوکر ځوړند و، پر ټوکر د جنرال داود داود، احمدشاه مسعود، سید کاظمي، خان محمد مجاهد او سید خیلي تصویرونه لګېدلي وو.

سیمینار ته مې وکتل، (شهید) پرې لیکلي و، مخ مې ورواړوه او په غصه مې ورته وویل:

-         هره ورځ لسګونه افغانان وژل کېږي؛ خو شهیدان په کې همدا...

ناڅاپه مې ملګري کش کړم...                                                              

۱۲/۳/۱۳۸۹