ليکوال: جان پک/ ژباړن: ضمير څار
يادونه: پر ناول کره کتنه يا د ناول څېړنه د جان پک اثر دی، چې په کيسه ييز ډول ليکل شوی دی. ددې اثر ژباړه به برخه برخه په پرله پسې ډول وړاندې شي. ستاسې د نقدونو او وړانديزونو په هيله...
زه د پوهنتون محصل يم. اورېدلي مې دي، چې د راتلونکې څېړنې لپاره د ((ويورلي)) ناول غوره شوی دی. دا د سر والتر سکاټ اثر دی. زه د سکاټ له نوم سره اشنا يم او پوهېږم، چې د سکاټلنډ اوسېدونکی دی؛ خو د ويورلي په اړه مې هېڅ معلومات نه درلودل. دا چې يو تکړه محصل اوسم، ښايي د ټولګي له پيل کېدو دمخه ياد ناول ولولم او هيله من يم، چې له نوموړي مضمون څخه خپله اخيستنه ((برداشت)) په سمه توګه ټولګېوالو ته وړاندې کړم. له لوستنې وروسته مې وموندل، چې د ناول اصلي محور د ((ويورلي)) په نوم پر يو ځوان څرخي، چې په پايله کې د سکاټلنډ له بېځايه شويو ياغيانو سره يو ځای کېږي. ناول ځينې وخت ډېر په زړه پورې او له شوره ډک شي او ډېر ژر ژر تېرېږي؛ خو داسې شېبې هم په کې راځي، چې ناول د زياتو لغاتو د کارونې له امله بې خونده شي او په ګرانه لوستل کېږي. ما يې له لوستلو خوند واخيست او زما په نظر موضوع يې...
همدلته ده، چې نور مخ ته نه شم تلای او نه پوهېږم، چې څه ووايم. د کتاب مهم اړخونه نشم په ګوته کولای. زه اصلا د خپلو قضاوتونو پر سموالي او ارزښت باور نه لرم. خپه په دې يم، چې د ((ويورلي)) ناول واضح او ساده برېښي؛ خو نه پوهېږم ولې يې څېړلی نه شم. زه اوس د ټولګي پيلېدو ته انتظار يم. له ځآن سره وايم، چې استاد راشي؛ نو لارښوونه به راته وکړي.
دا زما لپاره قانع کوونکې نه ده. زه ښايي د چا له مرستې پرته خپل شخصي نظر وړاندې کړای شم؛ خو له بده مرغه د خپل نظر د پراخولو او پوره کولو لپاره کومه ځانګړې لاره نه لرم. د ناول په اړه ځينې ناقص او تيت او پرک نظرونه لرم؛ خو د يوې طرحې په چوکاټ کې يې نه شم راوړلای. يوه ستونزه داده، چې ناول ډېر اوږد دی او نپوهېږم، چې له کوم ځايه يې پيل کړم. له همدې ځايه ده، چې ښايي يوه ځانګړې تګلاره ونيسم.
لکه څنګه چې د کتاب ستروالی په خپله يوه ستونزه ده؛ نو ښه به وي، چې پر ځينو ټاکليو برخو (ټوټو) تکيه وکړم او د هغو په مرسته د ټول کتاب په اړه اخيستنه وکړم. که څه هم دا تګلاره ځينې محدوديتونه لري او که دې کتاب له وړاندې نه وي ويلی؛ نو هېڅ ګټه به ونه لري؛ خو بيا هم له ادبي متن سره د يو سيستماتيک او منظم چلند لپاره يو مناسب پيل دی. همدارنګه د لوستنې په اوږدو کې هم د تنقيدې تګلارې په اړه ځينې نظرونه رامنځته کېږي.
ددې تګلارې د پلي کولو په لومړي پړاو کې ښايي د کتاب ځينې ګټورې او واضحه برخې (ټوټې) غوره کړای شي. په ښکاره خو منطق امر کوي، چې د کتاب لومړی مخ پرانيزم او له همدې ځايه مې کار پيل کړم. هيله من يم، چې څورليزه موضوع او فکر يې په پيل کې څرګند شوی وي.
د ((ويورلي)) لومړی مخ مې پرانيست؛ خو له بده مرغه له ستونزې سره مخ شوم. لومړی څپرکی د ((سريزې)) تر عنوان لاندې دی او همدارنګه د کتاب پيل هم دومره واضح نه دی. فکر کوم دا ډول ستونزه ډېری له هغو ناولونو سره وي، چې پيل يې د کرکټرونو په پېژندنې نه وي شوای. د کرکټرونو په نه شتون کې د کار پيل ګران دی؛ خو ددې کار لپاره يوه لاره شته؛ څو پاڼې واوړئ، وړاندې لاړ شئ او داسې برخه ومومئ، چې د ناول يوه يا ځينې اصلې څېرې راپېژني. اوس به لومړۍ قاعده لاندې وليکو:
لومړی پړاو: د ناول له ټولې لوستنې وروسته د کتاب پر لومړي مخ ځير نظر واچوئ. که د ناول پيل واضح نه و؛ نو لږ وړاندې ولاړ شئ او هغه برخه وڅېړئ، چې په کې يو يا څو اصلي کرکټرونه معرفي شوي وي.
وينو، چې سکاټ هم له پيليز څپرکي وروسته سمدلاسه د کيسې اتل ((ادوارد وېورلي)) پسې ځي. زه هم ددې ځوان د پېژندنې له بېلابېلو قطعو څخه يو نيم غوره کولای شم.
ما چې کومه قطعه (ټوټه) ټاکلې، د يوې پاڼې قدر به وي؛ خو ډېره لوړه ده، چې ان اساسي ټکي پکې ويل شوي دي او په عين حال کې لنډه ده، چې د په اسانۍ سره څېړلای شو:
نور بيا...