پر ناول څنګه کره کتنه وکړو؟
پر ناول څنګه کره کتنه وکړو؟ ۴مه برخه/ ضمير څار
درېيم پړاو: درېيمه قطعه ټاکو او په تجزيې او څېړنې يې پيل کوو. څرنګه چې ما ټول داستان لوستی او دا راته مالومه ده، چې په انګلستان کې د استورات د پلويانو له شورش سره سم پېښې جدي شوې. د اډوارډ د شورش ارمان له وړاندې زياتېږي او په حقيقت کې د استورات د پلويانو په محفلونو کې خورا قدر او احترام ترلاسه کوي، چې څه وخت وروسته د خپله استورات په ملاقات بريالی کېږي. درېيمه ټاکل شوې قطعه د استورات او د شورش يو بل رهبر فرګوس راپېژني. دا قطعه د ۲۰۰ مخونو په سپړلو کې په زړه پورې تمامېږ
پر ناول څنګه کره کتنه وکړو؟ ۳مه برخه / ژباړه: ضمير څار
دويم پړاو: دويمه قطعه ټاکو او پر تجزيې او څېړنې يې پيل کوو. لومړۍ قطعې ته په کتو سره د داستان څورليزه (محوري) موضوع څرګندېږي. د دويمې قطعې په ټاکلو سره غواړم، چې دغې موضوع ته انکشاف ورکړم. دا برخه هغه صحنه ده، چې وېورلي له يآغيانو سره يو ځای کېږي. دا قطعه له مخکنۍ هغې سره سل مخه فاصله لري. په حقيقت کې د داستان د تجزيې او څېړنې عملي لاره همداده، چې د څېړنې لپاره ټاکل شوې برخې ښايي سل يا دوه سوه مخه فاصله ولري. په لاندې قطعه کې اسکات د شورشيانو ځينې پټنځي
پر ناول څنګه کره کتنه وکړو؟ (دويمه برخه) / ضمير څار
پر ناول څنګه کره کتنه وکړو؟ (دويمه برخه) ليکوال: جان پک- ژباړه: ضمير څار لومړی پړاو: د ناول له ټولې لوستنې وروسته د کتاب پر لومړي مخ دقيق نظر واچوئ. که د ناول پيل واضح نه و؛ نو لږ وړاندې ولاړ شئ او هغه برخه وڅېړئ، چې په کې يو يا څو اصلي کرکټرونه معرفي شوي وي. ګورو، چې سکاټ هم له پيليز څپرکي وروسته سمدلاسه د کيسې اتل ((ادوارد وېورلي)) پسې ځي. زه هم ددې ځوان د پېژندنې له بېلابېلو قطعو څخه يو ن
پر ناول څنګه کره کتنه وکړو؟ (لومړۍ برخه)/ ضمير څار
ليکوال: جان پک/ ژباړن: ضمير څار يادونه: پر ناول کره کتنه يا د ناول څېړنه د جان پک اثر دی، چې په کيسه ييز ډول ليکل شوی دی. ددې اثر ژباړه به برخه برخه په پرله پسې ډول وړاندې شي. ستاسې د نقدونو او وړانديزونو په هيله... زه د پوهنتون محصل يم. اورېدلي مې دي، چې د راتلونکې څېړنې لپاره د ((ويورلي)) ناول غوره شوی دی. دا د سر والتر سکاټ اثر دی. زه د سکاټ له نوم سره اشنا يم او پوهېږم، چې د سکاټلنډ اوسېدونکی دی؛ خو د ويورلي په اړ