درېيم پړاو: درېيمه قطعه ټاکو او په تجزيې او څېړنې يې پيل کوو.
څرنګه چې ما ټول داستان لوستی او دا راته مالومه ده، چې په انګلستان کې د استورات د پلويانو له شورش سره سم پېښې جدي شوې. د اډوارډ د شورش ارمان له وړاندې زياتېږي او په حقيقت کې د استورات د پلويانو په محفلونو کې خورا قدر او احترام ترلاسه کوي، چې څه وخت وروسته د خپله استورات په ملاقات بريالی کېږي. درېيمه ټاکل شوې قطعه د استورات او د شورش يو بل رهبر فرګوس راپېژني. دا قطعه د ۲۰۰ مخونو په سپړلو کې په زړه پورې تمامېږي او له همدې امله مې وټاکله؛ خو ددې قطعې په شاوخوا کې د نورو صحنو تجزيه هم نږدې د همدې قطعې په څېر ګټور تمامېږي:
اوس نو اډوارډ ددې واقعيت له څو ځل درک کولو وروسته ټکان وخوړ؛ کله چې د نورو او په ځانګړي ډول د خپلو پلويانو احساسات او عواطف د فرګوس له خلق او خوی سره برابر نه وي او په خاصه توګه هغه مهال چې دی خپل هدف ته له رسېدو وګرځوي، څومره بې پروايي ښکاره کوي. کله ناکله به د فرګوس پام شو، چې اډوارډ ته يې سپکاوی کړی او له ځانه يې خپه کړی دی؛ خو تل د خپلې خوښې د پروګرامونو د تعقيبولو له امله د هغه د خپګان له مودې او کچې نه خبرېده. له همدې امله دغو لږکيو سپکاويو تر يوې اندازې د خپل مافوق افسر په وړاندې ددغه رضايی جنګيالي فوق العاده مينه کموله.
شواليه په خپل همېشني لطف او مهربانۍ وېورلي خپل حضور ته وباله او د هغه له ياد وړ زړورتيا څخه ستاينه وکړه. وروسته يې وېورلې يوې څنډې ته بوت او د سرهنګ تالبوت په اړه يې ترې ډېرې پوښتنې او ګروېږنې وکړې. د سرهنګ په اړه د ټولو مالوماتو له ترلاسه کولو وروسته يې وويل: ((ښاغليه وېورلي، څرنګه چې دا ښاغلی او ممتاز شخصيت زمونږ له ګران او محترم ملګري اېورارد وېورلي سره ځانګړې اړيکې لري او همدارنګه د بلاندوېل کور ته دده د مېرمن تګ راتګ چې د انګلستان د کليسا لوړو او ثابتو اصولو ته يې وفاداري (ژمنتيآ) د ټولو په خوله ګرځي؛ نو زما په اند که هغه هر څومره زمانۍ سره د همرنګۍ په موخه ځان بدل رابدل کړی وي؛ خو بيا هم زمونږ له پامه د لوېدو نه دی.
- که چېرې د ننۍ خبرو د لهجې پر اساس يې له خپل ځان سره پرتله کړم؛ نو ښايي له دې ښاغلي سره ډېر واټن او اختلاف ولرم.))
(ص۵-۳۵۴)
زه دا قطعه د نورو ټاکليو قطعو په څېر په يوې واحدې طريقې څېړم؛ البته يو توپير موجود دی. تر اوسه مې هر ټکی په يو ساده چوکاټ کې ځاياوه؛ خو ښايي اوس دې طرحې ته تفصيل او زياته پېچلتيا ورکړم. ما په خپل نظر د داستان اصلي موضوع ته لاس غزولی دی؛ خو هڅه کوم، چې دا موضوع د اسکاټ په پرتله بل ډول وړاندې کړم. ښايي د هغه او خپل د بيان تر منځ دقيق توپيرونه پيدا کړم.
دا قطعه د دوو ياغيانو په اړه ده. اصلي تضاد د فرګوس نسبتا تند او د استورات په نرم او عاقلانه رفتار کې دی؛ خو سربېره پر دې د تالبوت د وفادارۍ او د هغه د فرمانبردارۍ او سرښندنې په اړه د استورات د نظر او عقيدې تر منځ بل تضاد موجود دی. لومړی د فرګوس په اړه خبرې کوو. دلته ښکاري چې اسکات لا هم د رومانتيکو فکرونو او خيالونو کمزورولو ته دوام ورکوي؛ ځکه چې فرګوس که له يوې خوا جذابه او تېروېستونکي څېره لري؛ خو له بلې خوا يو ظالم او بې عاطفې انسان دی. په متمدنه ټولنه کې انسان متقابل احترام ته درناوی کوي؛ خو په فرګوس کې ددې کار نښه هم نه ليدل کېږي. د داستان په جريان کې دا خبره لا جوتېږي، چې د ناول پوخوالی د ياغيانو د چلند او روحيې په بيانولو کې د اسکاټ د وړتيا له امله دی. د بېلګې په ډول نرم او عاقلانه چلند يوازې د انګرېزانو ځانګړنه ده په داسې حال کې چې د اسکاټلنديانو زړورتوب بيا ډېری د ادب له چوکاټه وتلی او نږدې د وحشيانو په څېر دی.
خو دا تصوير د شواليه په راتګ ډېر ښکاره کېږي. همدا چې هغه ته د شواليه نوم غوره کوي؛ په خپله يوه منلې او اړخيزه خبره ده؛ ځکه چې دا اصطلاح د شورشيانوله خوا هم کارول کېږي. وروسته د يو رهبر په توګه د هغه چلند او طبيعت او همدارنګه لوړو او سپېڅلو ځانګړنو په وړاندې د هغه باور مطرح کېږي. دا قطعه د هغه په وړاندې په ډېره اسانه کارول کېدای شوه؛ خو دلته هدف بل څه دی. غواړي، چې د هغه شخصيت په يو ځانګړي ډول معرفي شي.
د داستان بل حساس اړخ دادی، چې شواليه له خپل ځان څخه د خلکو د ملاتړ ناسم او ذهني درک لري. هغه پرته له دې چې تالبوت د خپلو پټو ملاتړ کوونکو په څېر وپېژني؛ بل تصور نه لري. دلته ښايي اډوارډ له وخت، پوهې او نزاکت څخه کار اخيستی وای او د شواليه له ذهنه ددې ناسم تصور د وېستلو هڅه کړې وای. زمونږ تصوير د داسې زړور او شريف انسان په اړه دی، چې په ډېر خواشينونکي ډول د خپل چاپېريال له واقعيتونو څخه ناخبره دی.
له ټول ناول سره ددې تصوير له تړلو څخه داسې ښکاري، چې اسکاټ د يوې لوړې ژبې په استاذانه کارولو د ياغيانو له سپکولو پرته نور څه نه دي کړي. څومره چې داستان پسې لولو، مالومېږي، چې اسکاټ د بېلابېلو شخصيتونو په معرفي کولو کې له پوره تفصيل څخه کار اخلي او د هغوی د ضعف او توان ټکي راپه ګوته کوي.
ددې دريو ټاکل شويو قطعو له څېړلو څخه ښکاري، چې داستان د وېورلي تجربي تشرېح کوي. ددې ترڅنګ؛ د انګريزانو او اسکاټلنديانو تر منځ توپيرونه مې هم موندلي دي او دې درېيمې قطعې ته په پام ويلی شم، چې اسکاټ د اسکاټلنديانو اړوند د بېلابېلو انګېزو له کبله ددوی په اړه د حساس درک څښتن دی. اوس ښايي دا تازه اړخ هم د داستان د اصلي موضوع په څېړنه کې شامل شي؛ ځکه چې د هر داستان څېړنه يوازې هغه وخت ارزښت پيدا کوي، چې د وړاندې شوي تصوير پېچلتيا وموندل شي؛ نه دا چې يوازې په ساده ټکو کې خلاصه شي.
څلورم پړاو: څلورمه قطعه ټاکو او پر تجزيې او څېړنې يې پيل کوو.