دويم پړاو: دويمه قطعه ټاکو او پر تجزيې او څېړنې يې پيل کوو.

لومړۍ قطعې ته په کتو سره د داستان څورليزه (محوري) موضوع څرګندېږي. د دويمې قطعې په ټاکلو سره غواړم، چې دغې موضوع ته انکشاف ورکړم. دا برخه هغه صحنه ده، چې وېورلي له يآغيانو سره يو ځای کېږي. دا قطعه له مخکنۍ هغې سره سل مخه فاصله لري. په حقيقت کې د داستان د تجزيې او څېړنې عملي لاره همداده، چې د څېړنې لپاره ټاکل شوې برخې ښايي سل يا دوه سوه مخه فاصله ولري. په لاندې قطعه کې اسکات د شورشيانو ځينې پټنځي راپېژني:

((غار په هغه بل سر کې ارت (پراخ) ښکارېده، چې د ((کاج)) د لرګو مشعالونو پر خپلې لړزېدونکې رڼا روښانه کړی و. رڼا سره له دې چې تونده وه؛ خو بې خونده نه وه. د اور سوربخنه رڼا چې پنځه شپږ وسله وال ترې چاپېر ناست وو؛ د مشعالونو له رڼا سره يو ځای کېده او د غار رڼا يې زياتوله او په همدې حال کې ټول وګړي د غار په امن ځايونو کې پر خپلو چارخانه کمپلو پراته و. د غار خولې ته نږدې په يوه کنده کې، چې لارې شکوونکو به له ريشخندۍ ورته د ډوډۍ خوړو کوټه ويله، د مېږې غوښه او دوه تازه قتل شوي غويان له پښو ځوړند وو. ددې شخصي ودانۍ اصلي اوسېدونکی د تشريفاتو له رييس ((دويم ايوان)) سره د خپل مېلمه ليدو ته راغی. ظاهري حالت او چلند يې داسې و، چې مېلمه يې تمه نه درلوده. کار، ځای او شاوخوا يې راغونډو وحشي څېرو د هرچا په زړه کې وېره غورځوله؛ خو بيا هم وېورلي ددې هرکلي په پام کې نيولو سره سره د لارې شکوونکو د يوې ډلې مشر يو غښتلي، ترش او د ((سالواتور)) په څېر وحشي کس ليدو ته ځان تيار کړ. 

((دونالد بين لين)) له هر اړخه يو بل ډول انسان و. لنډه ونه، نری اندام او خړ وېښته يې لرل. د بدن د وېښتو د تويېدو او پيکه رنګ له کبله يې د ((بين)) (سپينکي) لقب ګټلی و. دا چې سپک، موزون او فعاله جسم يې درلود؛ نو يو ډول خوار او بې اهميته ښکارېده. هغه د فرانسې د اردو يو ټيټ رتبه افسر پاته شوی او نن يې ددې لپاره چې د خپل انګرېز مېلمه د هغوی د دود مطابق پاللی وي؛ نو د څو شېبو لپاره يې غرنۍ دوديزې جامې لرې کړې وې. زوړ سور او اسماني رنګی يونيفورم له يوې پيکدارې خولۍ سره اغوستی و، چې هېڅ ډول برتري يې نه ښودله او اصلا د چاپېريال په پرتله ډېر نامتجانس ښکارېده. که چېرې د نزاکت او ډار خبره نه وای؛ نو خندا به حتما پر وېورلي غلبه کړې وای.))

                                                                                                                                                                    (ص- ۱۴۰)

ددې قطعې په څېړلو کې به هم د لومړۍ قطعې پړاوونه پلي کړو. دا قطعه له ياغيانو سره د وېورلي د کتنې په اړه ده.  وېورلي تل ددې ډول ژوند په ارمان کې و؛ خو دلته له يو ريښتوني ليد سره ددې نړۍ تفصيل ګورو. ددې قطعې تضاد د لارې شکوونکو د مشر په اړه د ادوارد لومړنۍ تمې او د هغه د يو ډول بې خونده شخصيت  تر منځ اختلاف دی. دا تضاد نږدې د لومړۍ قطعې له تضاد سره توپير لري؛ خو دا چې د ريښتيني ژوند او د ناول د اتل د تمې پر واټن ټينګار کوي، له لومړي تضاد سره ورته والی لري.

جزئياتو ته په پام سره ښايي ددې پوښتې د ځوابولو هڅه وکړم، چې سکاټ ولې د داستان د بشپړېدو لپاره ياد جزئيات غوره کړي دي؟ دلته ليکوال هڅه کوي، چې د ياغيانو او د اډوارد د اسوده ژوند پر توپير ټينګار وکړي. ځکه چې ياغيان د کور پر ځای په غار کې ژوند کوي، چې د هغې د اندازې مالومول ګران دي. سربېره پر دې، په غار کې د لږکۍ رڼا له کبله د ياغيانو د دقيق شمېر هم ناممکنه شوی دی. سکاټ له همدې امله پر يوې رومانتيکې او پټې فضا تکيه کوي.  خو د غار پر دېوال د غوښې ځړېدل ښکاروي، چې ياغيان هم ښايي لکه نور عادي انسانان خېټې ډکې کړي او د ((قتل)) کلمې کارول ښکاروي، چې د ياغيانو ژوند جلاد ته څومره ورته دی. سکاټ ورو ورو د داستان ښکلا او کرشمې کموي او دا کار د ((دونالد بين لين)) د راپېژندنې پر مهال هم کوي؛ ځکه چې د هغه شخصيت د اډوارد د تمې خلاف و.

له ټول داستان سره ددې موضوع په نښلولو ښايي په دې خبره پوی شو، چې ګواکې ډېرې هغه صحنې، چې د يادې مسئلې شاوخوا راوړل شوي دي، د يوې موخې لپاره کارول شوي دي. سکاټ غواړي، چې د وېورلي پر هيلو او پوچو فکرونو ضربه ووهي. دا د هغه د زده کړو او تجربې د موندلو وخت دی. د سکاټ د ليکلو سبک د لومړۍ قطعې په څېر د داستان ستره ځانګړنه ده. هغه له لوستونکي سره د القا کېدو علاقمند دی. د نړۍ پېژندنې او تجربو لمن يې په ليکلي بڼه د ورته مسايلو د ځايولو ظرفيت لري. هغه چې کله د ((سالواتور)) او ((لارې شکوونکو)) په اړه خبرې کوي؛ يو ځل بيا د يو پوه او جهان ديده راوي احساس کوو. هغه چې څه وينې، پرې هېڅکله نه غصه کېږي او يوازې پر حيرانېدو بسنه کوي. د کيسې ښکلا د هغې د ليکنې په سبک کې ده. سکاټ د متمدنې نړۍ ژبه کاروي: ((ددې شخصي ودانۍ اصلي اوسېدونکی..))  هغه په ټوله کې دا ژبه په نامناسبه صحنه کې کاروي.

اوس ددې ټولو خبرو په پام کې نيولو سره ښايي په ډاډ وويلی شو، چې داستان د يوه خام خو مينه ناک ځوان په اړه دی. هغه د حماسې او ماجرا په لټه کې دی او ښه خبره داده، چې خپل ارمان ته رسېږي. ځکه هر څوک هره ورځ د غرنيو له کومې ډلې سره نه مخامخېږي؛ خو حقيقت دادی، چې ددې ډول ژوند خوند د وېورلي له تمې لږ دی. ددې قطعې په وروستۍ غونډله (جمله) کې وينو، چې وېورلي د حماسې پلټونکي ژوند سربېره پرمختللی ژوند هم خوښوي او ددې لامل به هم دا وي، چې د ((بين لين)) له پوچې ظاهري بڼې څخه د داستان د راوي په څېر حيرانېږي.

ښکاري د وېورلي د څېړنې اړوند لږ پر مخ تللی يم؛ خو دلته يوه ستونزه شته. زه د متن د بېلابېلو اړخونو په پام کې نيولو سره ځينو ځانګړو پايلو ته ورسېدم؛ خو ممکن بل لوستونکی د همدې قطعو په لوستلو بل ډول پايلو ته ورسېږي او يا هم د نورو قطعو په ټاکلو ډېر متفاوت او لرې تعبير ته ورسېږي. دا په هېڅ ډول اهميت نه لري؛ له يو داستان څخه بېلابېل تعبيرونه کېدای شي. لومړی ښايي خپل شخصي برداشت ته ورسېږو او بيا کېدای شي، چې د ټولګيوالو او ښوونکو له نقدونو سره يې پرتله او تفسير کړای شي.

 

درېيم پړاو: درېيمه قطعه ټاکو او په تجزيې او څېړنې يې پيل کوو.