ليک: ضمير څار

په بلخ کې د روانې لسيزې (۱۳۸۰-۱۳۹۰) په پيل کې يو شمېر ادبي هڅې پيل شوې. دغه هڅې په لومړيو کې د ولايت په مرکز کې يوازې په چاپي خپرونو او وړو ادبي ناستو پورې محدودې وې؛ خو ورو ورو تر ولسواليو وغزېدې. د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار او په بلخ، چمتال، چاربولک او شولګره ولسواليو کې ادبي بهيرونه رامنځته شول. فرهنګيان د ګوتو له شمېر څخه واوښتل. لسګونه او سلګونه شول. هڅې له ادبي ناستو تر سترو علمي کنفرانسونو پراخې شوې. ښوونيز ورکشاپونه جوړ شول او د کتابونو د ژباړو سربېره د ستر کتابتون د جوړولو تابيا وشوه؛ خو د يادو هڅو د انسجام او نومولو اړتيا تر سترګو کېده. د بلخ فرهنګيان د ۱۳۸۹ل په وروستيو کې د يادو هڅو د نومولو په موخه د ((بلخ ادبي خوځښت)) په نوم سلا شول او د فرهنګيانو او فرهنګي هڅو په راغونډولو کې تر ډېره بريالی تمام شو.

بلخ ادبي خوځښت په بلخ کې د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې د فرهنګي څانګې په توګه د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مومندبابا ادبي بهير، په بلخ ولسوالۍ کې د ام البلاد، په چمتال کې د چمتال، په چاربولک کې د بلهيکا او شولګر کې د شولګر ادبي بهير په نامه څانګې لري. خوځښت د بلخ په ځينو نورو ولسواليو کې هم استازي لري، چې په راتلونکو کې د څانګو د پرانستلو لپاره لارې هواروي.

بلخ ادبي خوځښت د هېواد په کچه له ځينو فرهنګي کړيو سره اړيکې لري. له دغه خوځښت سره  په کابل کې د افغان ادبي بهير او افغان کلتوري ټولنو جرګه نږدې اړيکې پالي او په ډېريو سترو هڅو کې يې لاسونه ورکړ ي دي. سربېره پر دې د بلخ او د هېواد په کچه يو زيات شمېر فرهنګپاله ټولنې او فرهنګپآل مشران ددغه خوځښت ملاتړ کوي او په هڅو کې يې لاسنيوی کوي.

بلخ ادبي خوځښت د پراخېدلو په درشل کې دی او ښکاري د ډله استعداد لرونکو ځوانانو پر مټ به د روڼ راتلونکي پوړيو ته رسېږي.