بلخ ادبي خوځښت
په بلخ کې د ادبي خوځښت اړتيا
بلخ د هېواد له مهمو فرهنګي مرکزونو څخه دی او د ادبياتو اوږد بهير لري؛ خو که لږ ځير شو؛ نو د بلخ د ادبياتو په تاريخ کې د هېواد د رسمي ژبې پښتو تشه احساس کېده. څرنګه چې وړاندې راوړل شوه، پښتانه د يو اريايي قبيلې په توګه د بلخ اصلي اوسېدونکي دي او سربېره پر دې په اوسني وخت کې هم يو زيات شمېر پښتانه په دغه ولايت کې مېشت دي. دا چې ددغو پښتنو په استازيتوب د بلخ د ثقافت په اوچتولو کې د خور ژبې دري له ويونکو سره لاس ورکړی وي. ادبيات د يو ملت د ذهن په اړولو کې تر ټولو زيات رول لوبولی شي. څرنګه
بلخ ادبي خوځښت
ليک: ضمير څار په بلخ کې د روانې لسيزې (۱۳۸۰-۱۳۹۰) په پيل کې يو شمېر ادبي هڅې پيل شوې. دغه هڅې په لومړيو کې د ولايت په مرکز کې يوازې په چاپي خپرونو او وړو ادبي ناستو پورې محدودې وې؛ خو ورو ورو تر ولسواليو وغزېدې. د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار او په بلخ، چمتال، چاربولک او شولګره ولسواليو کې ادبي بهيرونه رامنځته شول. فرهنګيان د ګوتو له شمېر څخه واوښتل. لسګونه او سلګونه شول. هڅې له ادبي ناستو تر سترو علمي کنفرانسونو پراخې شوې. ښوونيز ورکشاپونه جوړ شول او د کتابونو د ژباړ