بلخ د هېواد له مهمو فرهنګي مرکزونو څخه دی او د ادبياتو اوږد بهير لري؛ خو که لږ ځير شو؛ نو د بلخ د ادبياتو په تاريخ کې د هېواد د رسمي ژبې پښتو تشه احساس کېده. څرنګه چې وړاندې راوړل شوه، پښتانه د يو اريايي قبيلې په توګه د بلخ اصلي اوسېدونکي دي او سربېره پر دې په اوسني وخت کې هم يو زيات شمېر پښتانه په دغه ولايت کې مېشت دي. دا چې ددغو پښتنو په استازيتوب د بلخ د ثقافت په اوچتولو کې د خور ژبې دري له ويونکو سره لاس ورکړی وي.

ادبيات د يو ملت د ذهن په اړولو کې تر ټولو زيات رول لوبولی شي. څرنګه چې په اوسنيو شرايطو کې اکثرا پښتانه د جګړې ښکار شوي؛ نو د اسلامي او انساني ارزښتونو له مخې هر پوه او لوستی کس د خپلو نورو بې وزله او نالوستو همنوعانو په ژغورنه کې مسووليت لري، په بله وينا په ټولنه کې د ثبات د ټينګښت لپاره د ټولنې لوستي غړي د پاته نالوسته غړيو د ويښتابه اړوند مسووليت لري او ښايي، چې د ليک او لوست له لارې خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

ښايي له هېره ونه وېستل شي، چې هره ژبه پر خپلو اصلي ويونکو حق لري، چې د ساتنې او پر مختګ لپاره يې هڅې وکړې؛ نو ښايي پښتو هم د بلخ پر پښتنو د يوې مورنۍ ژبې په توګه حقداره وي او سربېره پر دې د هېواد د ناخوالو او بدبختيو ته پام، چې ډېری زيان يې د پښتو او پښتنو په برخه شوی دی، ډېری فرهنګي هڅې، ټولنې او کتابتونونه له منځه لاړل؛ نو د بيا جبرانولو په توګه ښايي د هېواد له هرې برخې څخه د پښتو ژبې د ادبياتو د بيا غنامندۍ لپاره هڅې پيل شي.

له بل پلوه پښتانه د بلخ (بخدي) د زاړه مدنيت د وارثينو په توګه مسوول دي، چې د خپل وراثت د پر ځای کولو په موخه ښايي په دغه ولايت کې د پښتو ادبي خوځښتونو په رامنځته کولو لاس پورې کړي. بلخ ادبي خوځښت د همدې اړتيا له مخې جوړ او لا تراوسه پر مخ روان دی.

په بلخ کې له ۱۳۸۲ ز را په دېخوا ادبي هڅې پيل شوي، چې په لومړيو کې يوازې يوه پښتو خپرونه چاپېده، چې ورو ورو د ځوانانو د جرګه کېدو لامل شوه او د ادبي بهيرونو په رامنځته کولو کې يې مرسته وکړه. پرخه د شمال د لومړۍ پښتو خپرونې په توګه د بلخ پوهنتون د پښتنو محصلينو له خوا په ۱۳۸۲ز له چاپه راووته او ورپسې په ۱۳۸۴ز د مومند بابا ادبي بهير اېجاد شو.

 اوسمهال په بلخ کې په پښتو ژبه د خپرونو د چاپېدو تر څنګ د هېواد په کچه علمي کنفرانسونه،  مشاعرې، د ليکوالۍ او اړوندو مسايلو په اړه ښوونيز ورکشاپونه جوړېږي. بېلابېل ادبي بهيرونه او کتابتونونه جوړ شول. ګڼ شاعران او ليکوالان وروزل شول او پښتو ادبياتو د غنامندۍ په موخه بېلابېل اثرونه چاپ شول. اوس هم ګڼ شمېر ځوانان له نورو ژبو څخه پښتو ژبې ته د مهمو کتابونو په راژباړلو بوخت دي؛ خو که لږ پراخه نظر واچوو؛ نو د لا زياتو هڅو اړتيا ليدل کېږي.

څرنګه چې بلخ د دري ادبياتو د ياد وړ مرکز دی؛ نو ښايي چې د پښتنو ځوانانو په پنځونو د پښتو ادبياتو په مهم مرکز بدل شي.