دغه ليکنه د پسرلي دوه مياشتينۍ سياسي مجلې په وروستۍ ګڼه کې چاپ شوې ده. 

ليکوال: ضمير څار

د روان کال د دسمبر په پنځمه د نړيوالې ټولنې په مرسته د المان په بن ښار کې د افغانستان په اړه دويم برخليک ټاکونکی کنفرانس جوړېږي. په دغه کنفرانس کې به په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې لس کلن شتون او له ۲۰۱۴ام ز وروسته تر ۲۰۲۴ام ز پورې له افغانستان سره نړيوالې ټولنې پر ژمنو بحث وشي. په هېواد کې افغان ځواکونو ته د واک لېږد، له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې اړيکې او د هېواد د روان کړکېچ سوله ييز حل ددې کنفرانس درې مهمې موضوعګانې دي.

د حکومت د رسنيو د مرکز مشر، حکيم عاشر له رسنيو سره په خبرو کې ويلي: ((د کنفرانس اجندا د چمتو کېدو په حال کې ده. په تېرو لسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې پر  اجرااتو او همدارنګه په راتلونکو لسو کلونو، په ځانګړي ډول له ۲۰۱۴  کال څخه وروسته د افغانستان لپاره به پر پراختيايي  پلانونو بحث او خبرې اترې وشي.))

د بن دويم کنفرانس چې امکان لري د افغانستان په اړه وروستی نړيوال کنفرانس وي، د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت لپاره به د تېرو تېروتنو او نيمګړتياوو د جبرانولو تر ټولو ښه چانس وي. په دغه کنفرانس کې به د نړۍ د ۹۰ هېوادونو زر تنه استازي برخه واخلي.

که څه هم ددغه کنفرانس مشري به د افغان حکومت له خوا ترسره کېږي؛ خو د کنفرانس د ميکانيزم، شفافيت، د افغانستان استازيتوب، د قومونو او سياسي ګوندونو د استازو د ګډون هڅو او د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنو يو شمېر اندېښنې رامنځته کړي دي.

ويل کېږي، چې نړيواله ټولنه په کنفرانس کې د افغانستان له لوري د يو سياسي او توکميز ميکانيزم د استازيتوب په هڅه کې ده. د افغان څيړنيز او مشورتي مرکز مشر غلام جيلاني ځواک وړاندې ويلي دي: ((نړيواله ټولنه په غير شفافه بڼه د مدني ټولنو، قومونو، سياسي ګوندونو په استازيتوب يو داسې ميکانېزم جوړ کړي، چې د دوی د خوښې ډلې په دې کنفرانس کې برخه واخلي او د افغانستان ريښتيني استازي پکې برخه وا نه خيستلى شي.))

له بلې خوا د هېواد يو شمېر سياسي ګوندونه او سياسي کړۍ په دې وروستيو کې د کنفرانس د ګډون غوښتنه کوي، چې د افغانستان په اړه د بن د لومړي کنفرانس وېره زياتوي. په امريکا کې د سپټمبر د يولسمې له پېښې وروسته د امريکا د حکومت په مشرۍ نړيوالې ټولنې د ۲۰۰۱ام ز په نومبر کې د المان په بن ښار کې د افغانستان په اړه په بيړني ډول کنفرانس جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې په راتګ او د نوې ادارې د جوړېدو اړوند پرېکړې وشوې، چې د ځينو کارپوهانو له نظره د نامتجانس سياسي او قومي ميکانيزم له امله په افغانستان کې له ننګونو سره مخ شوې.

سره له دې چې ددې کنفرانس د بحث موضوعګانې څه نا څه ښکاره شوي؛ خو بيا هم د کنفرانس د شفافيت په اړه اندېښنې شته دي. داسې راپورونه شته، چې د بن په دويم کنفرانس کې د افغانستان لپاره له ۲۰۱۴ز څخه وروسته د فدرالي نظام طرحه وړاندې کېږي، چې د سياسي چارو د کارپوهانو په وينا د افغانستان د تجزيې لپاره لاره هوارول کېږي. دا سمه ده، چې فدرالي نظام په خپل ځای ګټور دی او د المان په څېر په ډېرو هغو هېوادونو کې چې ملت يې نږدې له يوې پرګنۍ او يوې ژبې څخه جوړ وي، بريالي دي؛ خو د افغانستان په څېر په ګڼ توکميز هېواد کې د هېواد پر تجزيې تمامېږي.

د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز رسمي ويب سايټ د همدې موضوع اړوند د يوې ليکنې په ترڅ کې د افغان ليکوال او سياسي کارپوه زبير شفيقي له خولې ليکلي: ((فدرالي نظام ښايي هېواد له ټوټه ټوټه کېدو سره مخ کړي.))

د سياسي ګوندونو او ډلو سربېره د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم په دې هڅه کې دي، د بن دويم کنفرانس ته په افغانستان کې ددوی ګټو ته ژمن کسان د افغانستان په استازيتوب واستوي، چې ددوی ګټې تضمين کړي. ويل کېږي، چې پاکستان لا له وړاندې د (وروستنۍ لوبې) نومي کتابګوټي کې، چې د بن په دويم کنفرانس کې ددغه هېواد تګلاره ده، په ډاګه ويل شوي، چې په راروان کنفرانس کې د حقاني شبکې په ګډون طالبان او حکمتيار ډله دې هم برخه واخلي. دا که له يوې خوا په ښکاره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده له بلې خوا د بن په دويم کنفرانس کې د پاکستان او ورته ګاونډيو هېوادو نيت او دريځ ښيي.

کارپوهان باور لري، چې که چېرې په دې کنفرانس په ريښتينې توګه د افغانستان اړوند پر يادو دريو اساسي موضوعګانو پرېکړې وشي؛ نو خورا ګټور به وي؛ خو که چېرې د تېر کنفرانس په څېر په بيړه او د هېواد د ريښتوني استازو په نه شتون کې جوړ شي؛ نو د ګټې پر ځای به يې زيان زيات وي.

دا سمه ده، چې د بن د لومړي کنفرانس پر وخت افغانستان واکمن حکومت نه درلود. امريکا او ملګري يې اړ وو، چې په کنفرانس کې د افغانستان په استازيتوب د هېواد ځينو سياسي ګوندونو ته برخه ورکړي؛ خو اوسمهال په افغانستان کې قانوني اداره واکمنه ده او د ټول هېواد کنټرول يې په لاس کې دی؛ نو د بن په دويم کنفرانس کې د سياسي ګوندونو او اپوزيسونونو د ګډون اړتيا نه ليدل کېږي. په کنفرانس کې د افغانستان له لوري د افغان حکومت استازيتوب ښايي افغانستان ته د هېواد په سترګه د کتلو په مانا وي او د سياسي ګوندونو او اپوزېسونونو ګډون به د نړيوالې ټولنې په مرسته جوړ شوی افغان حکومت تر پوښتنې لاندې راولي. له بلې خوا د افغان حکومت استازيتوب د هېواد د ملي ګټو تضمين بلل کېدای شي او سياسي ګوندونه او اپوزېسونونه به ښايي خپلو ګوندنونو او ډلو ته د سهم او ګټې په هڅه کې وي.

د جګړې او سولې د راپور ورکولو انسټيټوټ (IWPR) په يو خبر کې راغلي، چې  په کابل کې د برتانيې سفير، سر ويليام پاتي د اګست د مياشتې په ۱۶ په خپلو خبرو کې وويل: ((دا به د افغان حکومت کار وي چې د بن په کنفرانس کې طالبان يا بله کومه ډله استازيتوب وکړي ... هلته به يو افغاني پلاوي موجود وي. دا چې په دې پلاوي کې به څوک ګډون لري، دا په افغان حکومت پورې اړه لري.))

نو ښايي افغان حکومت له پوره ځيرکتيا څخه کار واخلي او د افغانستان له لوري په لېږونکي هيئت کې دې افغان حکومت په خپله استازيتوب وکړي. که چېرې د هېواد د سياسي کړکېچ له ښکېلو خواوو څخه کومه ډله د افغانستان په استازيتوب د بن په دويم کنفرانس کې برخه واخلي؛ نو طبعا د هېواد پاته سياسي ګوندونه او ډلې به په زغرده د ګډون غوښتنه وکړي. افغان حکومت بيا اړ دی، چې د توازن د ساتلو لپاره ټولې سياسي کړۍ په هيئت کې شاملې کړي او که نه؛ ددې کنفرانس پرېکړې به له ننګونو سره مخ شي.

افغان حکومت:

له بل پلوه افغان حکومت د قانون، واک او ځواک له مخې د هېواد د ساتنې او استازيتوب حق لري او تمه ده، چې د بن په دويم کنفرانس کې به د افغانستان ښه استازيتوب وکړای شي.

په ۲۰۰۱ام ز کې د طالبانو د رژيم له راپرزېدو وروسته د بن د لومړي کنفرانس د پرېکړو پر اساس د افغانستان موقته او انتقالي اداره جوړه شوه، چې مشري يې حامد کرزي کوله. د ۲۰۰۴ام ز په اکتوبر کې لومړۍ ولسمشريزې ټاکنې وشوې، چې د ۴۱ سلنه ښځو په ګډون ۸ مليونه افغانانو په کې ګډون وکړ. د نومبر په درېيمه ولسمشر کرزی رسما د افغانستان ولسمشر وټاکل شو، چې د دسمبر په اوومه يې پنځه کلنه اداره پيل کړه.  د ۲۰۰۵ام ز د سپټمبر په ۱۸مه ولسي جرګه او ۳۴ ولايتونو ولايتي شوراګانې د ۵۳ سلنه افغانانو په ګډون د ازادو ټاکنو له لارې وټاکل شوې. د افغانستان اساسي قانون په ۲۰۰۴ام ز په پيل کې د يوې لويې جرګې په ترڅ کې جوړ او تصويب شو او په دويم ځل د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې په ۲۰۰۹ام ز او د ولسي جرګې په ۲۰۱۰ام ز کې ترسره شوې.

اوسمهال، هېواد نږدې د دوه سوه زره اردو او څه کم ۱۵۰زره پوليس څښتن دی، چې په دې وروستيو کې د افغانستان د امنيتي مسوليت د اخيستلو په درشل کې دي. لا تراوسه د افغانستان د شپږو سترو ښارونو امنيتي مسووليت د افغان ځواکونو پر غاړه دی او تمه ده، چې تر ۲۰۱۴ز پورې به دا لړۍ بشپړه شي.

همدارنګه د هېواد قضايي سيستم (لومړنۍ، استيناف او ستره محکمه) هم فعال دی او تمه کېږي، چې د وخت په تېرېدو به د نورو هېوادونو د قضايي سيستمونو جوګه شي.

د افغان حکومت د منتقيدينو له انده د حکومت د استخباراتو او نورو امنيتي ارګانونو په ګډون په ډېرو برخو کې ځينې کمزورتياوې شته دي؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې افغانستان دې حکومت نه لري. يو زيات شمېر افغانان تمه لري، چې د ورته کنفرانسونو په پايله کې به افغان حکومت به په پښو ودرېږي او په هېواد کې به سوله او امنيت راشي؛ خو له ځينو سره لا هم د تېر کنفرانس وېره شته دی. هسې نه چې دا کنفرانس دې هم د بې تدبيرۍ له امله د لومړي کنفرانس په څېر د مثبتو پر ځای منفي پايلې يې ډېرې نه شي.

د بن لومړی کنفرانس:

د ۲۰۰۱ام ز په نومبر کې د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته د امريکا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې په مرسته د المان په بن ښار کې د افغانستان په اړه لومړی برخليک ټاکونکی کنفرانس جوړ شو. په دغه کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو استازو ګډون کړی و، چې د افغانستان له لوري د يو شمېر قومونو او سياسي ګوندونو استازو برخه اخيستې وه. ددغه کنفرانس په ترڅ کې افغانستان ته د نړيوالو ځواکونو د راتګ، د نوې ادارې جوړېدل، د ټاکنو د ترسره کېدل او پراختيايي مرستو په اړه پرېکړې وشوې. که څه هم د افغانستان په ډېرو اړخونو کې مثبت بدلونونه راغلل؛ خو سياسي او امنيتي برخې لاپسې خرابې شوې.

له د ۲۰۰۱ز څخه تر ۲۰۱۱ز پورې، چې امريکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په شمېر کې زياتوالی راوست، له سلګونو يې يو لک سرتېرو ته ورسول؛ خو امنيتي وضعيت لا پسې بدترېږي. د روان کال د اګست مياشت د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت وه. په دغه مياشت کې ۷۰ امريکايي سرتېري ووژل شول، چې د ټولو وژل شويو سرتېرو شمېر يې ۱۷۶۲سرتيرې او څه باندې لس زره نور معيوب شول. همدارنګه په دغه موده کې له ۱۵ زرو تر ۲۵ زره افغانانو خپل ژوند له لاسره ورکړ او شاوخوا سل زره نور معيوبه شول.

سياسي کارپوهان وايي، چې د بن په لومړي کنفرانس کې دوې سترې تېروتنې وشوې. په دغه کنفرانس کې د يو غټ شمېر خلکو استازي نه وو بلل شوي. د طالبانو او حزب اسلامي استازي موجود نه و؛ يعني د جګړې يوه خوا بلل شوې وه او بله خوا نه وه. بله نيمګړتيا دا وه، چې په دغه کنفرانس کې افغانستان ته د يو ملت په سترګه نه و کتل شوي، بلکې د بېلابېلو قومونو استازي غوښتل شوي وو. په پايله کې افغان حکومت د وړتيا په پام کې نيولو نه بلکې د ونډې پر اساس جوړ شو. 

سربېره پر دې د بن په لومړي کنفرانس کې نړيوالې ټولنې د سيمې له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغانستان په چارو کې د مداخلې د نه کولو تعهد وانخيست. پاکستان له هماغه پيله د ترهګرو پټنځايونه برابر کړل او وخت ناوخت يې د افغانستان د امنيت په خرابولو کې يې ترې کار واخيست. له بلې خوا ايران هم د افغان حکومت وسله والو ته په وار وار د وسلو پر ورکولو تورن شوی دی. 

ښايي نړيواله ټولنه د بن د لومړي کنفرانس تېروتنې په پام کې ونيسي او د راروان دويم کنفرانس په ترڅ کې ترې مخنيوی وکړي.

له هېواد څخه د سرو لښکرو له وتلو وروسته نړيوالې ټولنې افغانستان ته شا کړه او د سپټمبر تر يولسمې مې په خپل منځي جګړو او د ګاونډيو هېوادونو په منګولو کې پرېښود. که څه هم د بن د لومړي کنفرانس د ناسمو پرېکړو په نتيجه کې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو شتون ډېر اغېزمن نه و؛ خو بيا هم د اقتصادي، پراختيايي او کلتوري برخو تر څنګ د افغان ځواکونو په روزنه کې ګټور تمام شول. افغانان هيله من دي، چې د ۲۰۱۴ز پورې د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره نړړيواله ټولنه افغانستان د تېر په څېر شا نه کړي او د خپلو اړيکو سربېره د يو باثباته هېواد په موخه د روان کړکېچ مناسب حل ولټوي.

که چېرې د بن په دويم کنفرانس کې د هېواد سياسي ګوندونه او ډلې رابلل کېږي؛ نو دا نه يوازې ګټور نه دی؛ بلکې د افغانستان په زيان دی او ښايي افغان حکومت يې له ګډون ډډه وکړي.