پر ناول څنګه کره کتنه وکړو؟ (دويمه برخه)

 

ليکوال: جان پک- ژباړه: ضمير څار

 

لومړی پړاو: د ناول له ټولې لوستنې وروسته د کتاب پر لومړي مخ دقيق نظر واچوئ. که د ناول پيل واضح نه و؛ نو لږ وړاندې ولاړ شئ او هغه برخه وڅېړئ، چې په کې يو يا څو اصلي کرکټرونه معرفي شوي وي.

ګورو، چې سکاټ هم له پيليز څپرکي وروسته سمدلاسه د کيسې اتل ((ادوارد وېورلي)) پسې ځي. زه هم ددې ځوان د پېژندنې له بېلابېلو قطعو څخه يو نيم غوره کولای شم.

ما چې کومه قطعه (ټوټه)  ټاکلې، د يوې پاڼې قدر به وي؛ خو ډېره لوړه ده، چې ان اساسي ټکي پکې ويل شوي دي او په عين حال کې لنډه ده، چې د په اسانۍ سره څېړلای شو:

((د ادوارد د درک (پوهېدنې) ځواک دومره چټک و، چې ان نږدې د کشف او شهود حالت ته پاته کېده؛ خو سره د لوبغاړو په وينا د ښوونکي اصلي اندېښنه دا وه چې هغه له بدې لوبې کولو وژغوري او په بله وينا د خپلې پوهې او شناخت په سطحي، حقيرانه او ناقص ډول تر لاسه نه کړي. دلته ده چې ښوونکی يې اړ دی، چې له تخيل او استعداد سره ګډ ګرايش په وړاندې مبارزه وکړي. دا ګرايش له سستۍ، اسايش غوښتنې او يا بې دردۍ پرته نور څه نه دي، چې يوازې د خوشالۍ او سرلوړۍ غښتلې انګېزه په ټکان راوستلی شي؛ دا ګرايش مازي د کنجکاوۍ د حس په سستېدلو، پر لومړنيو ستونزو د بري د خوند په له منځه تللو او د هدف د تعقيب په زړېدا مطالعه نفي کوي.

اډوارډ د هغو کلاسيکو ليکوالانو اثار چې استاد يې د لوستنې او څېړنې ټنګار پرې کاوه، په ډېره مينه لوستل؛ خو دی به د کيسې د مضمون په پرتله د ليکوال د سبک پر پېژندنه ډېر بوخت کېده او که چېرته دا هم ورته په زړه پورې نه وه؛ نو کتاب به يې سره نه لوست. د هغه ددې خوی د له منځه وړلو لپاره هر ډول هڅه بې ځايه تمامېده. هغه به فقه اللغة، د ژبو د اصطلاحاتو توپير، د نثرونو ښايست او د ترکيبونو جوړښت ته هېڅ پام نه اړاوه. اډوارډ پر خپل نفس اعتماد درلود او د يو پنځه لس کلن هلک په توګه داسې استدلال يې کاوه: ((زه د لاتين ليکوالانو اثار لوستلی شم او پوهېږم پرې. يو عالم هم دومره نه شي کولای.)) خو افسوس! هغه لوستنه يوازې د خپل نفس د خوشالولو او ترضيې په خاطر کوله. هغه ځان نه شو روزلی او  د ځېنو نېکو عاداتو د کسب فرصت يې هم ضايع کاوه. پابندي، د کنټرول هنر، په څېړنه او پلټنه کې د فکري وړتيا تمرکز او ... د تل له پاره له لاسه ورکول. دا هغه څه دي، چې د کلاسيکې پوهې سره تر اشنايۍ ډېر زيات د لوستنې مهم او بنسټيز توکي دي.))

وېورلي ((پنګوين انتشارات ۱۹۷۲زېږديز، مخ ۴۶

اوس نو په دې اړه زما نظر څه دی؟ هڅه کوم، چې ډېر سم او عادلانه عمل وکړم، د کره کتنې او د هرې ټوټې د څېړنې لپاره يوه معياري تګلاره پيدا کړم. خير، زما تحليل پر پنځو پړاوونو وېشل کېږي:

الف: د پورتنۍ ټوټې (قطعه) د مضمون په اړه لنډې څرګندونې.

ب: په ټوټه کې د تضاد د پيدا کېدو هڅه.

ج: د قطعې د جزييآتو تجزيه، تحليل او له پورتني تضاد سره يې نښلول.

د: له ټول ناول سره د ټاکلې ټوټې د ارتباط لاره.

ه: د قطعې د ټاکلي اړخ لټون، په ځانګړي ډول د سبک په موندنه کې چې په تېرو پړاوونو کې له پامه لوېدلې وه.

الف: دا قطعه، د ((ادوارد وېورلې)) په نامه انسان په اړه خبرې کوي. دا ځوان له شوره ډک او د ښه ‌‌ذوق څښتن دی. د ادبياتو ډېر لېواله دی؛ خو په دې برخه کې هڅاند نه ښکار کوي.

ب: که په يو ادبي اثر کې مخالفت موجود نه وي؛ نو داستان ورته نه شو ويلای. د تضاد موندنه پر داستان د پوهېدو چټکه لاره ده. دلته که په ټول ناول کې تضاد نه دی ښکاره؛ خو په هره پاڼه کې لږ لږ تر سترګو کېږي. تضادونه په بېلابېلو ډولونو کې راتلای شي. په ډېريو حالتونو کې، داستانونه پر ټولنې د حاکمو ارزښتونو مخالف ښځينه يا نارينه اتلان رااخلي. لکه په ځينو داستانونو کې يو ځانګړی څوک‎ له خپلې ټولنې سره مبارزه کوي. همدارنګه امکان لري، چې په ځينو ناولونو کې د بېلابېلو ټولنو بېلابېل ژوند پرتله کړای شي او يا هم دوديز ژوند د پر مختللي ژوند پر وړاندې مقايسه شي. کله کله تضادونه د لږ توپير سره رامنځته کېږي، لکه اشنا او ښکاره واقعيتونه له ګنګو هغو سره مخامخ کېږي. په هر ناول کې له پورتنيو تضادونو څخه څو يې راتلای شي، چې ځينې يې د لوستنې په دوام کې ښکاره کېږي؛ خو ښايي يو اصلي تضاد له پيله معلوم شي.

همدا مسئله د وېورلي له داستان سره سر خوري. په تېرې قطعې کې له نظم او انظباط سره د وېورلي هوسناک، بې پروا او غير جدي چلند له يوې خوا او يو شمېر ارزښتونه چې پر هڅاندتوب، مسوليت، دروندوالي او وقار تاکيد کوي له بلې خوا په خپل منځ کې تضاد رامنځته کوي. په هر صورت، دا ټولنيز ارزښتونه دي، په داسې حال کې چې وېورلي يو خودرای او مينه ګر ځوان دی.

ج: ددې برخې د زياتې تشريح اړتيا نه ليدل کېږي؛ ځکه چې د ناول په هره کرښه کې پورتنی تضاد له بېلګو سره بيا ځلي راغلی دی.

د: تر دې ځايه، سکاټ يو زړه غوښتونکی او څه ناڅه بې نظمه ځوان ښکاري؛ خو په ناول کې د لوستونکي لپاره د يو معتدل او استواره چلند تصوير هم وړاندې شوی دی. اوس ښايي له ټول ناول څخه د خپلې اخيستنې او ددې ټکي تړاو په ګوته کړم. تردې دمه چې څه مې له دې کتاب څخه اخيستې، ښيي چې ناول لږ تر لږه په دې دنيا د يو ځوان د ژوند کيسه کوي. له دې اخيستنې سره خپل کار ته دوام ورکولای شم او کېدای شول، چې احتمالا له هاغه لومړي ځل لوستلو وروسته، چې د ناول په اړه مې يوازې يوه اګاهي ترلاسه کړې وه، خپلې اخيستنې ته دوام ورکړی وای. زما د کار طريقه داسې ده، چې د ناول په اړه راسره عقايد، چې په يو سيستماتيک تحليل کې سره راغونډ کړي، تر وړاندې زيات پراخه کړم.

خو د اوس لپاره، ښايي له ټول ناول سره د پورتنۍ ټوټې (قطعې) د ارتباط طريقه وڅېړم. څنګه چې مې وړاندې وويل، داستانونه معمولا د ټولنې او د وګړيو ارتباط تشرېح کوي. ډيری ځل دغه اصلي شخصيتونه ځوان، خام، ايډيالست او رومانتيک وي، چې د ټولنې دوديزو چلندونو د مراعتولو زغم نه لري. دا ډول داستانونه اکثرا د ځوانانو انسانانو د بلوغيت بهير څرګندوي او په ژوند کې د سکون او د تقدير د منلو تر پړاو رسېدو وړاندې پرې راغلي زحمتونه او مصيبتونه تشرېح کوي. ((وېورلي)) هم همدا ډول يو ناول دی، چې د يو رومانتيک ځوان د بلوغيت بهير دی.

کېدای شي اعتراض وکړئ، چې تر دې دمه کشف کړي مواد مې د کتاب تر سرسري مطالعې وروسته ښکاره او مشخص کېږي؛ خو زما اخيستنې د يو ثبات او استحکام لرونکې دي؛ ځکه چې پر واقعي ازميښتونو، شواهدو او قرائنو متکي دي. مهمه داده، چې دا ټولې اخيستنې زما د لومړۍ مرحلې تحليل او تجزيې دي. کېدای شي، چې په کومو معينو مرحلو کې د ناول د ناپېژندل شويو ځانګړنو په کشف پيل وکړم.

ه: هر ځل چې غواړم ددې ټوټې ځانګړی اړخ وڅېړم؛ نو دا خبره مې مخې ته کېږي، چې اسکاټ غواړي يو عادي اتل راوپېژني، يوه داسې موضوع وغزوي، چې نسبتا ټولو ته اشنا ده؛ خو دده ليکلار دومره غير عادي او ځانګړې ده، چې د لوستونکو پام ځانته واړوي. نوموړی داستان په ښکلې او پخه ليکلار ليکلی دی او زما په اند د خپلو تجربو او ليدنو (شواهدو) په واسطه يې د پېښو بهير نږدې تر خپل کنټرول لاندې ساتلی دی. د بېلګې په توګه دې جملې ته وګورئ: ((د هغو کلاسيکو ليکوالانو اثار چې استاد يې د لوستنې او څېړنې ټنګار پرې کاوه.)) له دې هاخوا راوي هم ډېر ډاډه برېښي او په داسې ژبه خبرې کوي، چې د ډېرې تجربې ښکارندويه ده. اسکاټ د داستان د بيانولو لپاره ولې دا ډول تګلاره غوره کړې ده؟ ددې کار د لامل موندل به مو هغه تضاد ته وګرځوي، چې وړاندې په اړه غږېدلي يو. وېورلي يو بې پروا ځوان دی؛ خو د اسکاټ د داستان د راوي په توګه هڅه کوي، چې د هوښيارۍ او هڅاندتوب منادي جوړ شي، چې دا په خپله له وېورلي سره تضاد جوړوي. هغه  له دې ډول مسايلو سره لېوالتيا نه ښکاره کوي.  په دې ډول د داستان راوي چې د اتل د چلند د ازموينې لپاره له يو کوټلي معيار څخه کار واخلي.

اوس نو د ټولو اړخونو په پام کې نيولو سره ويلی شم، چې دا داستان د وېورلي په نوم ځوان د رومانتيک ايډياليزم په اړه ده، چې د خپلې ځانګړې روحيې او شخصيت له امله له يو ډول کشمکش (جنګ و ګريز) سره لاس او ګرېوان دی. راوي وېورلي ته په يو په زړه پورې ناپېيلتوب (بې طرفي) او سرګرم کوونکي په سترګه ګوري.

دويم پړاو: دويمه ټوټه (قطعه) ټاکو او پر تجزيې او څېړنې يې پيل کوو.

نور بيا...