ژباړه: ضمير څار

 

 زه په برتانیه کې احتمالا یوازینی کس یم، چې بن لادن سره مې په یو غار کې شپې صبا کړې دي.

د ۱۹۹۶ز د نومبر میاشت وه، چې د القعدې له مشر اسامه بن لادن سره د مرکې په موخه د افغانستان توره بوره غرونو ته ولاړم. بن لادن نسبتا نامعلوم و. شپه شوه او هغه راته وښوده، چې ښکته پر يوې ډېرې کارېدلې توشکې ویده شم. توشکه د لاسي بمونو پر کرېټونو (صندوقونو) پرته وه. هغه د ورته غار په هغه بل سر کې پرېواته. ریښتیا خبره ډېر وېرېدلی وم. خوب مې نه درلود، په هرو پنځو دقیقو کې راوېښېدم. له ځان سره مې انګېرله، چې مهمات به انفجار وکړي او یا خو به سي ای اې پر پټنځي حمله وکړي. خو زما ملګري بیا دا ډول ستونزه نه لرله. هغه به کلاشینکوف تر څنګ اېښوده او ارامه وېده کېده.

اجازه راکړئ، چې لږه رڼا واچوم. زه د القعدې ملاتړی نه یم. د دوی له امله د بېګنا ژوندونو له تبا کېدو څخه مې کرکه راځي؛ خو دا جزئيات مې ځکه راوړل، چې ما ورسره درې ورځې تېرې کړي او تجربه مې په ایبټ اباد کې د هغه له قتل سره سر خوري.

هغه زما له ملاقات وړاندې د امریکا پر نظامي ځایونو ځینې تروریستې عملیات پلان کړي و. اسامه له خپلو ملګرو سره ډېر پلټونکی او نرم چلند کاوه. هغه ورو ورو خبرې کولې او په ځیر ځیر يې خبرې اورېدلې، د ګرځېدو پر وخت یې تل کلاشینکوف په اوږه کې ځوړند و؛ خو کله چې خبرو یا ډوډۍ ته کېناسته؛ نو کلاشینکوف یې د ځنګنونو تر منځ اېښوده. هغه د اسایش پروا نه درلوده. هغه خپله کورنۍ او په میلیاردونو ډالر د جهاد په لټه کې پرېښودل او پر وچې ډوډۍ او هګیو يې ژوند کاوه.

له بن لادن سره زما د مرکې پر مهال هغه ویلي و، چې تر ټولو ستره هیله یې شهادت دی. وروسته د هغه يو ساتونکي القدس العربي ورځپاڼې ته څرګنده کړې وه، چې د بن لادن پر وېشتلو ګمارل شوی و. د هغه په وینا دا هغه مهال و، چې د القعدې مشر نږدې نیول شوی و. ددغه کار لپاره ځانګړې تومانچه کارول شوې وه، چې یوازې دوې مرمۍ په کې تېرې شوې وې.

څه وخت چې مې واورېدل، چې د ایبټ اباد عملیات د اوباما د تروریزم ضد جګړې سلاکار جان برنن له خوا وړاندیز شوي دي؛ نو سمدستي مې احساس کړه، چې بې حقیقته دي. زه د یو عادي کس په توګه دا نشم منلی، چې اسامه دې خپله مېرمن د انساني سپر په توګه کارولې وې او یا دې په لوکس کور کې ژوند کوي. څرنګه چې د اسامه د وژل کېدو داستان څو څو ځله اوړېدلی؛ زه نپوهېږم، چې کوم یو ومنم. په هر ډول دا ډېره په زړه پورې ده، چې اسامه د دوو مرمیو له ټپونو څخه مړ شوی دی، ددې احتمال زیات دی، چې د ځانګړې تومانچې لرونکی، چې هر څوک و، د خپل شیخ ویشتل یې د هغه تر نیولو ښه ګڼلي وي.

په ښکاره د اسامه د مړینې په برخه کې د سپینې ماڼۍ طرحه شوی پلان ددغه هېواد اعتبار له خطر سره مخامخ کړی. د اعتبار په نه شتون کې مونږ څه ډول ډاډه شو، چې عدالت ترسره شوی دی؟

تر ټولو ستره خبره د هغه د مړي خښول دي. هغه په سمندر کې خښ کړای شوی دی، چې یو غیر اسلامي کړه دي. د هغوی دا څرګندونه، چې ګواکي د بن لادن مقبره به د هغه لارویانو ته سپېڅلی زیارت شي؛ خو دا هغه بیا په القعده کې د سلفیانو د ډېری شتون له امله ردېږي. سلفیان زیارت کول حرام ګڼي. په همدې حال کې د ایبټ اباد هغه کور چې د رسنیو له لارې زیات وښودل شو، له وړاندې د بن لادن د لارویانو، پلویانو او نورو د راټولېدو مقناطیس جوړ شوی دی.

دا چې اسامه څه ډول مړ شو، په دې اړه پټې طرحې لاتراوسه بې ثبوته دي. سپینې ماڼۍ وېره ښودلې، چې د اسامه د مړي د عکسونو پر ښودلو به حساسیتونه را اوچت شي؛ خو مونږ د دوی د مړو شویو دښمنانو له وحشتناکو عکسونو سره عادت یو. د بېلګې په ډول د صدام حسین په دار ځړول او یا په ۲۰۰۳ز کې د هغه د دوو زامنو هودي او قصي جسدونه نړېوالو رسنیو ته وښودل شول.

حالاتو راته په ۲۰۰۳ز کې د صدام حسین نیونه را په زړه کړه. هیرالد لومړۍ ورځپاڼه وه، چې د صدام د نیونې په اړه يې څرګندونې وکړې. دغې ورځپاڼې وویل، چې صدام حسین د امریکا د ځواکونو له رسېدو څخه ډېر پخوا کوردي ځانګړو ځواکونو نیولی و. هغه وروسته په ارامۍ سره په څاه کې ځای په ځای کړای شو، چې نړیوالو رسنیو لپاره د تصویرونو د اخیستلو وخت او د امریکا د ادارې مشر پاول بریمر ته ددې خبرې د ویلو چانس برابر شي: ((مونږ هغه ونیو)). اته کاله وروسته اوباما هم په سپینه ماڼۍ کې خپلو راټولو شویو همکارانو ته ورته جمله وکاروله.

ان د انګلستان د کلیسا مشر د پاکستان پر خاوره د امریکا ځانګړي عملیات د قانون له مخې تر پوښتنې لاندې راوستي دي. ویل کېږي، چې اسامه د وژنې پر مهال بې وسلې و او له همدې کبله د کلیسا مشر د هغه وژنه له امتحان یا مالومولو څخه پرته ناسمه بللې ده. د بن لادن په اړه په وروستیو مالوماتو کې راغلل، چې هغه پر شا لګېدلی دی: ((بن لادن وروسته شا کړه  او د هغې کوتې په لور په شا لاړه، چې مخکې دوه ځله پر سر او سینه لګېدلی و))

امریکا خپل پرمختګ له شوروي - القاعدې د یوې ډرامې په ډول ساده کړی. که څه هم د اسامه مړینه ډول ډول شوه؛ خو بیا هم امریکا به یې د تروریزم پر ضد جګړې د پای په توګه ولمانځي. د شوروي اتحاد ړنګېدو هم د امریکا د کمونیزم پر ضد کمپاین سره هېڅ ونه کړل او یا د ویتنام جکړه او... د صدام حسین اعدام پر عراق د امریکا تجاوز سپیناوی ونه کړ؛ خو تروریستې جګړې لا ډېرې خونړۍ شوې، چې اوس يې په خپله تحمل کوي.

تاریخ ښودلې ده، چې اسلامي وسله وال خوځښتونو د مشر پر وژل کېدو لاپسې پیاوړې شوي دي. لکه په ۱۹۵۶ز کې د مصر د اخوان المسلمین د خوځښت مذهبي مشر سید قطب په دار ځړولو اسلامیت نوي پړاو ته وردننه کړ. دواړو اسامه بن لادن (۱۹۵۷ز کې زېږېدلی) او د هغه مرستیال ایمن الظواهري پر سید قطب ویاړ کاوه او د هغه له ایدولوژۍ سره یې موافقت ښوده. اسراییل په ۲۰۰۴ کې د حماس د ډلې مشر شیخ یاسین له قتل څخه وروسته هیله من و، چې دغه ډله به ورو ورو کمزورې شي؛ خو په ۲۰۰۶ کې حماس ډېره مشهوره شوه او د فلسطیني پارلمان زیاتې څوکۍ يې خپلې کړې.

اسامه له افغانستان څخه د سپټمبر د یولسمې پېښې په تړاو له وتلو وروسته د القاعدې په تصمیم نیونکې شورا کې کم روله شو؛ خو د نړیوال اسلامي جهادي خوځښت د سیمبولیک مشر په توګه د هغه اهمیت لاپسې زیات شو. دده تصویرونه به د ((چه ګوارا)) مشهور عرب شهید په څېر زیات مشهور شي.

له بن لادن څخه د نه ماتېدونکې لس کلنې ژغورونکې کړۍ ځای دده شهادت او افسانو ونیو. همدا ده چې امریکا له وېرې څخه د هغه د وژنې راز پټ ساتي.

القاعده یوه غښتلې ډله ده، چې له شلو کالو زیات شتون لري. د القعدې په هرمي جوړښت کې د اسامه او ایمن الظواهري ځایونه، چې په سر کې و د یوې افقي شبکې له خوا نیول شوي، چې شاخو، ګروپونو او افرادو له خوا ملګرې کېږي. په دغسې حالت کې د یو مشر وژنه او نیونه د ډلې پر شتون ډېرې لږې اغېزې کولی شي. دا یو اوسپنیز جوړښت دی، چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړې پر مهال د امریکا د نظامي سلاکارانو له خوا  افغان- عرب مجاهدینو ته وړاندیز شوې وه.

په اوس وخت کې د القاعدې ډېرې فعالې شاخې په یمن کې (القاعده په عرب شبه جزیره کې: په انګرېزي کې يې مخفف AQAP دی)، سمالیا (القاعده له الشهاب سره رسمي ایتلاف لري) او په شمالي افریقا کې (د القاعدې اسلامي مغرب کور یا AQIM) شتون لري. په لیبیا کې ګډوډیو ممکن د القاعدې اسلامي مغرب (AQIM) ډلې ته فرصتونه په لاس ورکړي وي. تېره میاشت د مراکش په یو رستورانټ کې د ځانمرګي برید له امله ۱۵ تنه ووژل شول. اروپا ته ددغې ډلې نزدې والی اروپایان د بن لادن د انتقام په وېره کې اچولي دي.

القاعده په انټرنټ کې هم یو قوي شتون لري. القاعده د سایبر جهاد (انټرنټي جهاد) له لارې جلب او جذب، ترینینګ او خبرو اترو ته دوام ورکوي. دوی د انټرنټ د تېروېستنې بېلابېلو رمزي او تخنیکي کوډونو څخه کار اخلي. دغه ډله یو باکیفیته خپلواکه رسنیزه شبکه لري، چې د فلمونو د پروډکشن کور (الشهاب) نومېږي. همدارنګه یوه رنګه انګریزي میاشتنۍ مجله هم چاپوي. دا د غرب د هڅونې او جلب او جذب په موخه د عرب شبه جزیرې یا AQAM ډلې له خوا جوړ شوي دي. ښکاري، چې د داسې پیچلې شبکې سقوط د اسامه په مړینه امکان نه لري.

د پاکستان په ایبټ اباد کې نظامۍ اکادمۍ ته څېرمه د اسامه بن لادن اسوده ژوند ښکاروي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ماشین ای اس ای دده شتون منلی و. د ۲۰۰۶ په سپټمبر کې ABC NEWS راپور ورکړ، چې پاکستاني ځواکونه له شمالي وزیرستان څخه، له القاعدې او طالبانو سره د یو سوله ییز تړون له مخې راوځي.  ډګر جنرال شوکت سلطان خان خبریالانو ته وویل: ((که بن لادن په پاکستان کې هم وي؛ نو زندان ته به تر هغې نه وړل کېږي، چې سولییز ژوند يې غوره کړی وي.))

په داسې حال کې، چې امریکايي او برتانوي ځواکونه په افغانستان کې د ترویزم ضد جګړه کوي؛ خو نه بن لادن او نه هم د طالبانو مشري په دغه هېواد کې شته دي. کلونه کېږي، چې ملاعمر او د هغه شورا د پاکستان په کويټه کې مېشت دي. دوی له هماغه ځایه په لوېديځو ځواکونو د حملو پلانونه طرحه کوي.

د القاعدې شتون تر یو ځایه د حکومتونو په نیمه رسمي ملاتړ باندې ولاړ دی. اسامه بن لادن ا و د القاعدې نور مهم غړي له ۱۹۹۲ – ۱۹۹۶ز پورې په سوډان کې ازاد ژوند کاوه. وروسته د طالبانو د رژیم پر مهال افغانستان ته راغلل او په توره بوره کې یې پټنځی جوړ کړ.

القاعده په منځني ختیځ کې له خورا زیات شهرت څخه برخمنه ده. یو ځل د یمن په پلازمېنه سنا ښار کې د اسامه بن لادن پلویانو راباندې هجوم راوړ؛ ځکه چې شیخ ته نږدې وم. په داسې حال کې، چې ډېری د القاعدې له بنسټ پالۍ څخه ملاتړ نه کوي؛ خو ددغې ډلې ډېری پلویان بیا د عما (نړیوالې اسلامي ټولنې) تر جنډې لاندې ډېر احساسات سره وېشلې دي.

په دې وروستیو کې یو لړ ناخوښیو او ځینو هیلو عرب ځوانان وهڅول، چې یو ټلویزیوني چینل جوړ کړي. دغه چینل د عربو پسرلی (عرب سپرینګ) نومېږي، چې د عربو ظالم او سرکوب کونکیو حکومتونو د وېرې له سرحد څخه واوښتل. زرګونه زړور ځوانانو سړکونو ته راووتل او د ریفورم، بشري حقونو، دیموکراسۍ او د خپلسریو دېکتاتورانو د لرې کېدو غوښتنې یې وکړې.

دا غیر مذهبي، خپل سري او پراخه خوځښتونه نږدې د القاعدې پر راتلونکې د امریکا تر نظامیانو ستر ګواښ بلل کېدای شي. له بلې خوا که د عرب سپرینګ چینل لکه په لیبیا، بحرین او سوریه کې د ځینو ظالمانه مجازاتو له کبله بند کړای شو او یا همدغه ظالم حکومتونه په بله څېره کې راغلل؛ نو بنسټپال اسلام به ددغو ناهیلیو او قهرجنو ځوانانو د مقاومت یوازینۍ لاره وي. دوی به ډېری ددوی له خوا جذب شي.

د امریکا ادارې ژمنه کړې، چې د القاعدې پاته شوني به هم له منځه یوسي؛ خو یوازې د بن لادن وژنې ۱۰ کاله ونیول، میلیونونه ژوندونه په افغانستان، پاکستان او عراق کې تبا شول او د امریکا د تکس یو تریلیون ډالرو لګښت پر راوړلو به پاته زیانونه نه یادوو. مونږ ښايي د جګړه پال اسلام پر اغېزو نه؛ بلکې د رامنځته کېدو پر لاملونو نظر وکړو او وګورو، چې څومره سوله ییز حل شتون لري.

د القاعدې په رامنځته کېدو کې له ډېرو ستونزه یوه هم د لوېدیځو نظامي یرغلونو او د امریکا اداره، چې ډېری د زبرځواک په توګه ښکاره شوې، د سیمې ظالم او سرکوب کونکي نظامونه یې مسلح کړي او ملاتړ يې کړی دی. همدارنګه د فلسطین او د امریکا ملاتړي اسراییلو جګړه کې د عدالت نه شتون هم یوه بله ستونزه ده او له اسلام څخه کرکه هم په لوېدیځ او نړیوالو رسنیو کې زور اخیستې دی.

سره له دې چې لا جګړې روانې دي؛ خو یوه وروستۍ پوښتنه داده، چې څوک به د اسامه بن لادن ځای ناستی شي او څه اغېزې به ولري؟ د هغه مرستیال ایمن الظواهري په ریښتیا له بن لادن څخه زیات جنګیالی دی. همدارنګه په ځوان نسل کې هم داسې کسان شته، چې ډېر وخت یې د فراري او جهادي په توګه تېر کړی دی لکه د بن لادن زوی ساد، د عرب شبه جزیرې (AQAM) القاعدې مشر الاولاکي او د انټرنټ د شیخ په نامه مشهور کس هم د مشر کېدو احتمال شته دی.

د القاعدې دننه هر ډول قدرت طلبي به دغه ډله کمزورې کړي. که څه هم دا کېدونکې ده؛ خو که ددې پر ځای دوی د خپل مړه شوي مشر بن لادن تر چتر لاندې ټول شول؛ نو ممکن ډېرې خطرناکې پایلې ولري.

بن لادن په خپله یو ځل ویلي وو: ((زما وینه به زما د لارویانو لپاره د لارښوونکې ځلېدونکې څلي په څېر وي، چې د هغوی ارادې به ټینګوي.))