د laman laman لخوا خپرې شوې لیکنې
څلوریځه
قافلې مو پکې څوڅووارې لوټ شويچې په غلو باندې ساتلې مونږه لارېکله تا اوکله ما په نورو وژنيدسرونو سوداګرکړي دغه چارې
غزل
زړه په دا ندی چې ناولی مخ دی چې کوم يې خوښ شي هغه ښکلی مخ دیمخونه ډير دي خو دامخ مې خوښ دی والله په ټولو کې وتلی مخ دیپرېږده چې اوښکې مې بهيږي پر مخ دا بې ګناه جانان رټلی مخ دیڅه وشو تا که ديدن بند کړو په ما خاطر په زړه کې ستا ساتلی مخ دی
کوترې
ناصحه لرې چې خولګۍ ترې واخلم ماشوم زړګی مې ځي شکرو پسې پریږدئ چې کښیني د بامونو پر سر چکچکې مه وهئ کوترو پسې
زه او زړه
زړه راته وايي نوى باب پرانيزهزاړه خو بونه زړې شپې هېرې كړهزړه كې يو نوي يار ته ځاى وركړهدتللي يار تېرې وعدې هېرې كړه زړه راته وايي نوره ستا منمهنور به دمړو سترګو رضا نه كوومنور به دې تنګ ګوګل كې خوښ اوسمهدچا په خوښه به هوا نه كووم زړه راته وايي ډېر بې وسه شومهنورې غوښتنې او اسرې نه لرمكه مې لرلې جانان ماتې كړلېدبل طرف دتللو پښې نه لرم زړه راته وايي ته مې بيا ومنهبې له تا بل ښكلى اشنا نه لرمته راته ژاړه ته مې ساندې اورهتا
غزل
له کوره ونه وت دننه په پرده کې زوړ شو دپښتنې ښايست په توره لوپټه کې زوړ شوهغه دټول کلي ملنګ هغه بې وسه شاعر اوس يي جنډه نشته مزار يي هديره کې زوړ شودا به دوزخ ته ځي خو ته به وايه چېرته شيخه ته په جومات کې زوړ شوې دا په بت خانه کې زوړ شوپه تش ورتلو به دې نوم وشي خو ثواب دې نشي &nbsp
غزل
دګلو له مالته ښاپېرو راوړی یماوربل ته دې شینکي باد، په وزرو راوړی یمدستا دګل ځوانۍ دګلابونو بڼ کې یاره!ساته مې له خزانه پسرلو راوړی یمدمرګ استازی ګرځي، بیا دغم څپه خوره دهدر نیسه مې په غېږ کې، وسوسو راوړی یمدزنې په ګودرمې دشین خال په ځای میلمه کړهدسپینې خولګۍ تږی یم، غرمو راوړی یمزړګی دې رانه وړی دی، زما خبرې نا ورينن بیـا یې ستا درګاه ته، په پلمو راوړی یمقسم دی چې په خوب اوویښه دواړوراسره یېستا یاد ته یې لکه اوښکه په لېمو راوړی یم &nbsp
غزل
لمبه لوګی دې کړمه، مړ دې کړمهچې سپېلنی دې کړمه، مړ دې کړمهڅوک له تربور سره هم داسې نکړيخپل وم پردی دې کړمه، مړ دې کړمهمرګيه! دادې ګوره ښه ونه کړلچې ځوان زلمی دی کړمه، مړ دې کړمهژونده! خوښۍ ته دې پرېنښودمهسم دم سړی دې کړمه، مړ دې کړمهاشنا همدا به دې له وسه کېدلسوړ اسويلی دې کړمه، مړ دې کړمهکه روغ وای مرګ ته مې زړه نه ښه کاوهخو لېونی دې کړمه، مړ دې کړمهدامې په خپلې ځوانۍ نه لورېدلدرد دې کړم سوی دې کړمه، مړ دې کړمه
غزل
ستا دحسن بڼ کې ورک له مانه پام دىځکه ايښی په سکروټو مې هرګام دىښکلول داستا دشنو خالونو ګران شولراخور کړی تاپه مخ دزلفو دام دىتا ډيوې داننګو کړې ځانته بلېخو په ما باندې هماغسې ماښام دىپلوشې يې غيږ کې نيسم ورته ژاړمسپوږمۍ بياراته راوړى ستا سلام دىدپرنګ له ميخانو نه خمار راغیاوس زمونږدسادګانو دا امام دىديو مړاوي ګل په پاڼو چا ليکليدژوندون او دځوانۍ دغه انجام دىدزړګي ښار مې غمونو داسې لوټ کړپکې پاتې نه قرار او نه ارام دىدې زمونږ غازي وطن کې
غزل
دزړه په تل کې ميشته کيږي بل ځاى نه اوسيږي مينه په وينه کې ګډيږي بل ځاى نه اوسيږي نوره يې مخه دسپېرو خاورو په لوري واوړي څوک چې له ياره جلا کيږي بل ځاى نه اوسيږي جانانه!تانه دې غمونو کې وفا ډېره ده &
خپل مې کړه
کټ مې کړه بالښت مې کړه کمپل مې کړههرڅنګه چې کيږي راشه خپل مې کړهما درسره واخله تنها مه ګرځهټيک مې کړه نتکۍ مې کړه چار ګل مې کړهماته اثري سترګې راواړوهخير دی ليونی مې کړه پاګل مې کړهپرېږده چې څپېړوته دې وقف شمراشه سرې نکريزې دمنګول مې کړهسترګو نه مې مه غورځوه مړ به شمسترګو ته رانجه مې کړه کجل مې کړهخير دی که له مانه نورګل پاتې دىتاسره به اوسم دکابل مې کړهيا دمحبت په تور بندي مې کړهزلفې زولنې کړه په څنګل مې کړهلاړم زه نصرت خاورې ايرې دې کړ
زمامرمرجانانه
زما سهیل زما سحر جانانهزما ساقي زما ساغر جانانهچې سترڅښتن دی پرې سوګند یادکړیزمازېړیه مازیګرجانانهمادې احساس کړې پلوشې دښایستزما روان پرځمکه لمر جانانهپه کریدت دمرغلرو تورودسرو الماسو سوداګر جانانهستامل لبانې مست سپرلي راسپړيزماسوما زماکوثرجانانهزمونږدښارپدې مطرح ښکلوکېزماښایسته اول لمبرجانانهماته دعشق شنه فلسفه ووایهزمادمینې پېغمبرجانانهدښایسته وومرواریدو مینځ کېزمارخام زما مرمرجانانهدرب په روی په سوله غوروکړهزما طالب ملاعمر
دمجیب الرحمن انګار اوکورنۍ سره یې خواخوږي
دشنبه په سهاردکب دمیاشتې په ۲۵ نېټه په پېښورکې دګران اوتکړه ژورنالیست مجیب الرحمن انګار دمېرمنې له مړینې خبر شوو. دالهي قضااوقدرپه وړاندې مونږمسلمانان بې له صبراودوعانه بل کارنه شوکولای . لوی اومتعال خدای (ج) دې هغې مرحومې ته جنتونه اوانګارصېب ته دې خدای (ج) دزړه صبراوزغم ورپه برخه کړي. د((لمن ))جریدې مشرتابه اوکارکونکې ډله دښاغلي مجېب الرحمن انګار سره په دې غم کې ځانونه شريک بولي، پاک خدای دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو څخه وساتي. &
له آصف ننګ اوکورنۍ سره یې خواخوږي
په ډېرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د ګران محمدآصف ننګ مور دورپېښې ناروغۍ له امله وړمه ورځ په حق رسېدلی. د((لمن ))جریدې دمشرتابه پلاوی اوکارکونکې ډله دښاغلي محمدآصف ننګ سره په دې غم کې ځانونه شريک بولي،پاک خدای (ج) دې ارواښادې ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او زغم په برخه کړي. خدای پاک دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو څخه وساتي.
ایشته پیشته هېڅ شی نیشته
زياتره وخت چې زموږ له خلكو سره دڅه كولو لپاره څه نه وي نو ددې ناروغۍ درملنه بيا په دې كوي چې يو په بل انتقاد شروع كړي.عام خلك خو څه چې زموږ زياتره سيا ست مداران هم دغه تكليپ لري البته په فارغ وخت كې.كه څه هم زموږ سيا ست مداران فارغ خلك دي خو موږ ورته فارغ ځكه نه شو ويلى چې موږ له خپلو سياست مدارانو سره مينه ده اوفارغ بنده خو خلك لوفر ته وايي.ولې ددې سره سره زموږ خلك يو په بل انقاد كوي.ښه مثال يې دادى كله چې زموږ خلك فارغ شي نوپه كور كې تلويزون ته كيني او دتلويزون له ليدو سره سم په
مېن اوشاعرفرق لري
مين يوازې د ځان لپاره ژاړي او د ځان لپاره لېونى وي، مګر شاعرد بشري ټولنې لپاره عموماً او د ملت لپاره خصوصاً نارې وهي او له غمه یې لېونى وي.مين د خپلې موهومې معشوقې يا د يوې ښكلې نجلۍ د مينې په سبب پر لويه صحرا او بيابان د مجنون غوندې سر برمنډ او پښي برمنډ آزاد ګرزي ...مګر شاعر ډېر ځله د خپل ملي آيده ال او لوړ مقصد لپاره جېلخانې او محبسونه ګالي او د قوم د لوړتيا لپاره د زړه وينې خوري.مين په شپو شپو د يو ښكلي مخ له غمه ويښ وي، خوب نه ورځي، مګر شاعر د يوه قوم او ملت د ويښ
ملانصرالدین څوک وه؟
ويل كيږي چې د ملا نصرالدين اصلي ټاټوبى اوسنۍ تركيه ده. خو د ده خوندورې كيسې په منځنۍ اسيا او شمالي افريقا كې د ډيرو هيوادونو د شفاهي ادبياتو يوه لویه برخه ګرځېدلې ده.د ملا نصرالدين د ژوند په اړه دوه ډوله څرګندونې موجودې دي : لومړى دا چې نوموړى د څوارلسمې پېړۍ په شا و خوا كې ژوندى و، چې دادوره د اول بايزيد، تېمور او كرماني دوره ده.دویم داچې نوموړى د ديارلسمې پېړۍ، يانې د "علاوالدين سلجوقي" په دوره كې ژوندى و.د "اوليا چلبي" په سفر نامه كې د ملا نصرالدين او تېمور د هغو ليدنو
دسپوږمۍ شپه کې دګهیځ شاعري
دسپوږمۍ شپه دښاغلي حيات الله ګهيځ دشعري پانګې لومړۍ خزانه ده چې په دې وروستيو کې مومند خپرندويې ټولنې دشفيع الله تاند په زيار اوهڅو په دوه زرو ټوکو کې تر خپل يادښت وروسته دمحمد آصف صميم،استاد فضل ولي ناګار او سرحدي ځواک دسريزو او دشاعر ديوې يادونې په ملتيا له ننګرهاره خپره کړې .دا ټولګه که څه هم غزليزه ده خو دشاعر څلوريځې، ليکنې،قطعو،آزاد شعر، چارپاره نظم او ځينو ټوټه شعرونو بيلګې هم په ځان کې لري چې منځپانګه يې تر ډيره پورې دوخت ،حالاتو او کليوالي چاپيريال له انځورګرۍ،انسان پالنې او جان
ماشاالله
نن سبا چې په هېواد کې دبې بندوباره دیموکراسۍ په سیوري کې دهنري افراطیت کومه لوبه روانه ده په ترڅ کې یې په ډېره سپین سترګۍ زمونږدخلکوملي اواسلامي سپېڅلي روایات اومقدسات ترپښو لاندې کیږي.دلویدیځ په لباس کې دنغښتې دیموکراسۍ له برکته،دپرمختګ اوآزادۍ ترعنوان لاندې دحقوقودرعایت اوتحفظ شعارونو درسنیو بازارښه تود کړی دی.زمونږټولنه چې ځانګړي عنعنوي اوسپېڅلي ارزښتونه لري په دیني ارشاداتو،مذهبي اواخلاقي معیارونو ولاړه ټولنه ده.حیا،پت،عزت اوریښتوني اخلاق زمونږدخلکوځانګړنې دي.خوله بده مرغه پدې
دحمزه باباپه شاعرۍ کې دسترګو مقام
دشيراز اودخېبر مقابله دهپښتو وګوره چې ګل يم ستا دسترګو(هاشمي)پوهان پدې نظر دي چې،مينه ژوند دى،ماشومان په مينه روزل کيږي او مينه دانسان لومړنې حق دى .لکه چې حضرت عبدالرحمن بابا وايې:داجهان دى خداى له عشقه پېدا کړىدجمله وومخلوقاتو پلار دى داحمزه شينوارى چې په اوسني وخت کې دپښتو دغزل بابا او پلار په لقبونو سره ياد او وياړل شوېدى ،په فطري توګه شاعردى.زموږ دغه نوښتګر شاعر دخپل صوفيانه خوی او طبيعت له امله خپله عقيده داسې څرګندوي :دحقيقت اظهار صفت دهر انسان دىبله منش
دلمن چلوونکې ډله
لمن خپلواکه،ادبي،کلتوري مهالنۍ دلیکوال پلاوي ترنظرلاندې دامتیازڅښتن اومسئول مدیر: فضل غني حقمل مرستیال : محمدآصف شینواری ګرځنده شمېرې : ۰۷۰۸۱۹۸۵۹۰- ۰۷۰۸۱۹۸۵۷۱ دبرېښنالیک پته :laman_kabul@yahoo.com دوېب سایټ پته : www.tolafghan.com/laman پته :وزیراکبرخان مېنه ۱۵ س