دزړه په تل کې ميشته کيږي بل ځاى نه اوسيږي           
مينه په وينه کې ګډيږي بل ځاى نه اوسيږي

نوره يې مخه دسپېرو خاورو په لوري واوړي               
څوک چې له ياره جلا کيږي بل ځاى نه اوسيږي

جانانه!تانه دې غمونو کې وفا ډېره ده                     
هغوى له نورونه شرميږي بل ځاى نه اوسيږي

له ټول بدن نه شوې راټولې ددردونو څپې                
دزړګي لور ته راستنيږي بل ځاى نه اوسيږي

که دويجاړ وطن غمونه دې په کار وي نو ټول             
دفضليار زړه کې اوسيږي بل ځاى نه اوسيږي