کټ مې کړه بالښت مې کړه کمپل مې کړه
هرڅنګه چې کيږي راشه خپل مې کړه
ما درسره واخله تنها مه ګرځه
ټيک مې کړه نتکۍ مې کړه چار ګل مې کړه
ماته اثري سترګې راواړوه
خير دی ليونی مې کړه پاګل مې کړه
پرېږده چې څپېړوته دې وقف شم
راشه سرې نکريزې دمنګول مې کړه
سترګو نه مې مه غورځوه مړ به شم
سترګو ته رانجه مې کړه کجل مې کړه
خير دی که له مانه نورګل پاتې دى
تاسره به اوسم دکابل مې کړه
يا دمحبت په تور بندي مې کړه
زلفې زولنې کړه په څنګل مې کړه
لاړم زه نصرت خاورې ايرې دې کړم
ګل به شم سمسور به شمه ښکل مې کړه