ستا دحسن بڼ کې ورک له مانه پام دى
ځکه ايښی په سکروټو مې هرګام دى
ښکلول داستا دشنو خالونو ګران شول
راخور کړی تاپه مخ دزلفو دام دى
تا ډيوې داننګو کړې ځانته بلې
خو په ما باندې هماغسې ماښام دى
پلوشې يې غيږ کې نيسم ورته ژاړم
سپوږمۍ بياراته راوړى ستا سلام دى
دپرنګ له ميخانو نه خمار راغی
اوس زمونږدسادګانو دا امام دى
ديو مړاوي ګل په پاڼو چا ليکلي
دژوندون او دځوانۍ دغه انجام دى
دزړګي ښار مې غمونو داسې لوټ کړ
پکې پاتې نه قرار او نه ارام دى
دې زمونږ غازي وطن کې فرعونانو!
نسکور شوى دهرچا دکبر جام دی
دوربل وږمې يې باد راوړې زړه سواند ته
ترينه لرې که هر څو دجانان بام دى