لمبه لوګی دې کړمه، مړ دې کړمه
چې سپېلنی دې کړمه، مړ دې کړمه
څوک له تربور سره هم داسې نکړي
خپل وم پردی دې کړمه، مړ دې کړمه
مرګيه! دادې ګوره ښه ونه کړل
چې ځوان زلمی دی کړمه، مړ دې کړمه
ژونده! خوښۍ ته دې پرېنښودمه
سم دم سړی دې کړمه، مړ دې کړمه
اشنا همدا به دې له وسه کېدل
سوړ اسويلی دې کړمه، مړ دې کړمه
که روغ وای مرګ ته مې زړه نه ښه کاوه
خو لېونی دې کړمه، مړ دې کړمه
دامې په خپلې ځوانۍ نه لورېدل
درد دې کړم سوی دې کړمه، مړ دې کړمه