دګلو له مالته ښاپېرو راوړی یم
اوربل ته دې شینکي باد، په وزرو راوړی یم
دستا دګل ځوانۍ دګلابونو بڼ کې یاره!
ساته مې له خزانه پسرلو راوړی یم
دمرګ استازی ګرځي، بیا دغم څپه خوره ده
در نیسه مې په غېږ کې، وسوسو راوړی یم
دزنې په ګودرمې دشین خال په ځای میلمه کړه
دسپینې خولګۍ تږی یم، غرمو راوړی یم
زړګی دې رانه وړی دی، زما خبرې نا وري
نن بیـا یې ستا درګاه ته، په پلمو راوړی یم
قسم دی چې په خوب اوویښه دواړوراسره یې
ستا یاد ته یې لکه اوښکه په لېمو راوړی یم