له کوره ونه وت دننه په پرده کې زوړ شو        
 دپښتنې ښايست په توره لوپټه کې زوړ شو
هغه دټول کلي ملنګ هغه بې وسه شاعر          
 اوس يي جنډه نشته مزار يي هديره کې زوړ شو
دا به دوزخ ته ځي خو ته به وايه چېرته شيخه        
 ته په جومات کې زوړ شوې دا په بت خانه کې زوړ شو
په تش ورتلو به دې نوم وشي خو ثواب دې نشي        
 که داسې وي نو بيا خولات هم په کعبه کې زوړ شو
دې ستا غمونو يې دسر ويښتو کې سپين پيدا کړه
جانانه ستا ګهيځ خو ستا په يارانه کې زوړ