زړه راته وايي نوى باب پرانيزه
زاړه خو بونه زړې شپې هېرې كړه
زړه كې يو نوي يار ته ځاى وركړه
دتللي يار تېرې وعدې هېرې كړه

زړه راته وايي نوره ستا منمه
نور به دمړو سترګو رضا نه كووم
نور به دې تنګ ګوګل كې خوښ اوسمه
دچا په خوښه به هوا نه كووم

زړه راته وايي ډېر بې وسه شومه
نورې غوښتنې او اسرې نه لرم
كه مې لرلې جانان ماتې كړلې
دبل طرف دتللو پښې نه لرم

زړه راته وايي ته مې بيا ومنه
بې له تا بل ښكلى اشنا نه لرم
ته راته ژاړه ته مې ساندې اوره
تا ته راغلى يم همتا نه لرم

زړه مې دمني ژېړه پاڼه وه خو
ها زوړ پيوند اوس رغول غواړي بيا
دهر شمال په لمسه نه درومي نور
له ځانه تيږه جوړول غواړي بيا

زړه ته مې ځكه زړه ويلى نه شم
ټوټې ټوټې دى راته نيم پاتې دى
لكه پرديس مړى بې قدره پروت دى
لكه زما غوندې يتيم پاتې دى