د laman laman لخوا خپرې شوې لیکنې
دمورنۍ ژبې دورځې په ویاړ دلمن جریدې پېغام
د(۲۰۰۸)زيږديزکال دمورنۍ ژبې د ورځې په ویاړدلمن دخپلواکې ادبي او کلتوري جريدې پېغام! پدې ټول پوهيږو چې ژبه دپوهاوي ،راپوهاوي يا افهام اوتفهيم وسيله ده او دا وسيله هغه مهال پرمختګ کولاى شي چې هم پرې خبرې وشي اوهم دليک لوست ژبه شي .دملګرو ملتونو علمي اوکلتوري سازمان يونسکو هم دژبو دپاره دخدمت کولو ،لوړاوي او پرمختګ په موخه روان (۲۰۰۸)زيږديزکال دژبو کال نومولى اوله دې کار نه يې هدف دا دى چې په نړۍ کې دشاو خوا اوه زروژبو له ډلې دن
هاوان
هاوان د هاوان تورې شپېلۍآسمان ته خوله نيولې وه، دوه کسان ورته ولاړ وو،يوه ګولۍ ورخطاکړه او بيا دواړو ترې شاته منډې کړې او په غوږونو کې يې ټينګې ګوتې کېښودې. ماويل: خدايه! ستاهم عجيبه مخلوق دى ، خپله يې غږ اورېدو ته نه دي تيار خو د بل چا پرې کور ورانوي.
۲۰۰۸ زېږدیزکال دژبولپاره ېوښه زېری
دنړېوالو خبري آژانسونوپه حواله يونسکو یا دملګروملتونوعلمي روزنیز او فرهنګي سازمان نوی (۲۰۰۸) زېږدیزکال دژبود کال په نوم یادکړی.پدې اړه د يونسکو مشر (کويچرو ماتسورا) په يو ليکلي پيغام کې ويلي دي چې دوى ته ژبې ډير ارزښت لري او په دې هيله چې ژبې له مړينې څخه وژغوري نوځکه یې روان ( ۲۰۰۸) کال پدې نوم ونوماوه.په پیغام کې داهم ویل شوي چې لدې کار څخه دیونسکو موخه په نړيواله کچه د ژبو ترمنځ د انډول او نژدې والي رامنځته کول او د سيمې او نړۍ په کچه د څو ژبو په رسميت پيژندل او هغوى ته وده ورکول د
له استاد صمیم اوکورنۍسره یې خواخوږي
په ډېرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د ګران عبدالله کامه وال پلار اوداستادمحمدآصف صمیم تره مرحوم ملک دلاوردورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی. د((لمن ))جریدې دمشرتابه پلاوی اوکارکونکې ډله دګران کامه وال اوښاغلي صمیم سره په دې غم کي ځانونه شريک بولي،پاک خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او زغم په برخه کړي. خدای پاک دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو څخه وساتي. &
انالله وانا الیه راجعون
په ډېرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د ځوان ليکوال ، شاعر او ژورناليست نبي صاحل پلار دورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی. مونږدګران نبي ساحل او ددوی له کورنۍ سره په دې غم کي ځانونه شريک بولو،پاک خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او زغم په برخه کړي. خدای پاک دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو څخه وساتي. انالله وانا الیه راجعون په درنښت دلمن،کلتوري،ادبي جرېدې لخوا
salaamoona aw nike heele
tar tolo lumrai da tolafghan na dera mana bie da laman sakha che da pakhtu zabe ta ye dumrakoshash galalai dai.....helamand yam che himmat mu nur ham luar she.....w/salaamMohammad Aziz sialaziz_sial32@yahoo.com
غزل
زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړمدښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم ما د يار دغه غوښته هم پر ځای کړهنه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم بېلتانه دې د هرچا په غم شريک کړميار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم&nbsp
غزل
راشه په کوڅو کې دجرګو خبرې نشي چرته چې په موږ کې دپردو خبرې نشيډيرو شپو له راشه چې ديو بل نه خبر شو ياره په يو شپه دډيرو شپو خبرې نشئوايمه دځان سره چې دابه ورته وايمه دا چې شې اشنا په حوصلو خبرې نشيياره ستا دهجر اوږدو شپو شوګيره کړ ې يم &nb
غزل
څومره پرېشان يم پرېشان، بې له جانانژوند شه خاورې، خاورې شه جهان، بې له جانانيار چې وي زړه وايي بس له هر سړي نه ځار شمسم لكه بلا شي هر انسان، بې له جانانفكر د ژوندون او مرګ به څنګه را پيدا شيفرق نه لري ګټه او تاوان، بې له جانانستا په راتلو سم د پسرلي غوندې ښايسته شمشم لكه د ژمي بيابان، بې له جانانمړ وم خو بيا هم يوه سړي ته انتظار ومهاغه دي يو _يو راغله ياران، بې له جانان
غزل
داڅنګه ړنګه بنګه له کتاره راوتلې ښکاريږي راته داسې له خوماره راوتلېپرته يې په سرو شونډو نرۍ پرښه وه دمينې دتورې شپې له غيږې سپين سهاره راوتلېاوتره يو خوا بل خوا غلچکۍ غلچکۍ ګوري له کوره پټه پټه پري واره راوتلېخورې يې په سپين مخ وې تورې زلفې الوول دګلو سره غون
غزل
غوږ ته مې لاس که،توبه له جنګه کوز مې ټوپک که له خپله څنګه يا به پکار شي ګرد به ترې پو کړم يا به شي خاورې دځان له زنګهته که مې داسې په کاڼو ولې بيا به درنشم تير له قلنګهخپل ويده زړه ته کله نا کله &nb
غزل
يوڅوک دي ټوله شپه خداى تر سهاره يادوي يو څوک يې دمنصور غوندې تر داره يادوييو څوک دې په سپين غر زړګي بمونه وروييو څوک دې په خوبو کې ننګرهاره يادوييو څوک له ما هم ډېر پر تا مئين دى او که څنګه ؟يو څوک دې په هر ځاى کې راته ياره يادوييو (( څوک )) درباندې نوم دخپل معشوق ليکي ژوريو څوک دې په شعرونو کې چيناره يادوييو څوک دجانان ، نيم ، نوم راته اخلي زوروي مې يو څوک يې راته شونډو کې کراره يادوييوڅوک مې خوب ته نه پريږدي، داستوري په ما شمېري يو څوک دې راته هره
لنډۍ
په سفر ځم اجازه راکړهداستایادونه به په زړه کې ګرځومهترتوروغرورانه پنا شوېکه دیدن نشته لیک راواستوه مئینهته ځوانیمرګ شې څه دې وکړهزه ستاپه طمعه ته دبل کوې سېلونهدلاس بنګړي دې راته مات کړهزه به مورکۍ ته یاره څه بهانه کومهپه کټ کې ناسته یار مې نشتهاوس به یې له غم سره جوړه څملم مئینهولې دې پرېښودم دلبرهتاویل ترمرګه ملګرتیادرسره کړمهپه ژوند دې خوار غواړم بېلتونهچې دې اشنا راته جداکړڅه به کړمهیادې دځان په غم اخته کړهیادې بې موراوپلاره ووین
غزل
داسې خالي خو د ښايست له زورورو نه و د چينارو کلی خو بې له سترګورو نه و چې دا کوچۍ څنګه سپېرې شونډې را کوزه شوله!سپين غر خو داسې بې مماڼو بې ګور ګورو نه و ها څانګې ، څانګې، لختې، لختې نجونې نه شته کنه دا مازيګر خو بې ټپو او بې سندرو نه و هغه ترې توره د دښمن په ټټر ونېوله خو خوند يې خوا کې د خورو ورو ملګرو نه و انده! راغه سږ کال غاټول ګلان ونه ټوکول د رود پر غاړه شور د زرکو د تنزرو نه و
غزل
لکه د اوښکې زړه ژور نه لريداسې موجونه سمندر نه لري تا به په خپل تصویر کې څوک ځایوي؟دلته خو څوک داسې هنر نه لري په څومره خلکو کې تنها وي سړیچې زړه لري او د زړه سر نه لري په خوله خو اوس هم خلک مینې کويپه شونډو پاړ په زړه پرهر نه لري مازدیګری په زړه د ننه ژاړيپېغلې منګی لري ګودر نه لري ستا د خبرو د منطق نه لوګیوزن بلا لري ، باور نه لري قیصه زما د مستقبل سائلهچې شپه لري څنګ به سحر نه لري
مورې
مورې مورې تږی يم په لپه کې اوبه راکړهزړه دې رانه وړی دی بې زړه ېمه لږ زړه راکړه بيا درته ماشوم شومه نکريزې مې په لاس کېږدهخوله زما ترخه ده هله يو موټی خواږه راکړه ما د ژوند په لوبه کې ګرېوان تر لمن وشلاوهتار په ستن کې واچوه تڼۍ د ګرېوانه راکړه غره ته يم راغلی چې د غم په لوی زړه وژاړمډنډ مې د زړه ډب دی د رڼو اوښکو وياله راکړه سرته مې زنګون کېږده ويښتو کې مې وهه ګوتېخوب نه راځي، خوب راوله، خوب کې الوته راکړه
رنګینه دنیا
اې نړېوالو دنفرت باروت نورمه جوړوۍ زمونږپه زړونوکې رنګین خیالونه مه ړنګوۍله آسمانونودفولادو باران مه اوروۍداځورېدلي انسانان بس دی، نورمه ځوروۍ مونږ لاېوبل په سمه توګه پېژندلي نديپه مینه مینه مولاېو بل ته کتلي ندي دخپل فطرت ټولې ښکلاوې مولیدلې نديزمونږترمنځه دبېلتون کرښې نورمه تېروۍزمونږپه زړونوکې رنګین خیالونه مه ړنګوۍ پرېږدۍ چې مونږپه سترګو وګورو رنګینه دنیاچې ښاېسته کاندو پخپله خوږه مینه دنیالانوره هم پسې حسینه شي حسینه دنیازمونږدذوق ا
وروستی عقله کاشکې چې ړومبی وې
دپښتو ژبې وينااوپه ځانګړي ډول متلونه پخې خبرې او هغه دچا خبره دکاڼي کرښې دي او دهرې خبرې تر شاه يې دپندونو خورا درنده غوټه پرته ده .نوماهم پېل له داسې يوې په تول پوره خبرې نه وکړ او غواړم تر دې نامه لاندې په هغه څه له تاسې سره خبرې وکړم چې پيل يې ددې پرځاى چې کلونه وړاندې شوى واى اوس شويدی .دليندۍ دمياشتې په دویمه نېټه په پلازمينه کابل کې دافغان کلتوري ټولنو دګډې جرګې په نوښت د(پښتو او دژباړې اړتيا) تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي سيمينار جوړ شوی و چې زه هم ددى سيمينار يو ګډون وال وم .
دپښتوکتابونو دپښتۍ طرحې
تاسې به په دې خبره کې له ما سره هم نظره یاست چې، خواړه دلوښي له مخې خوړل کېږي. دغه ټکی یوازې د خوړو نه، بلکې د کتاب دپوښ په برخه کې هم صدق کوي.په نړۍ کې د پوهانو له خوا وروستۍ څېړنې دا ښیي چې،په وروسته پاتې ساتل شویو هېوادونو کې۷۰ فیصده کتابونه، د هغو د پښتۍ له مخې خرڅېږي. له دې امله ویلی شو چې، دکتابونو د لومړي مخ د دوتنې طرحه یوه ډېره ارزښتناکه موضوع ده.تاسو به زموږ په هېوادکې د کتابونو د مخ کتنې او کره کتنې په ادبي غونډو کې ډېر ځله لیدلي وی چې ، په هغه دښه یا بد قضاوت دکتابون
پښتو،انټرنټ،وېب پاڼې اوبلاګونه
يوشتمې پيړۍ ته موږ د پښتو پالو د خوځښت پيړۍ هم ويلای شو دا په دې مانا چې پښتنو په دې پيړۍ کښې داسې نه جبرانېدونکې ټکانونه وخوړل چې آن ددوی خوبولي زړونه ېې هم را ويښ کړل ، اوس پښتانه تر ډېره د خپلې ژبې او کلتور د ساتلو او راژوندي کېدو په فکر کښې دي . ښايي زما دا خبره ځينې استدلال کونکي راسره ونه مني . ولې دا يو تاند او نازک حقيقت دی چې موږ یې نن ورځ په بېلابېلو برخو کې د پښتو د پاېښت لپاره وينو .دا سمه خبره ده چې جګړه او مهاجرتونه د يو هېواد اقتصادي ، تاريخي ، ژبني ، کلت