غوږ ته مې لاس که،توبه له جنګه
کوز مې ټوپک که له خپله څنګه
يا به پکار شي ګرد به ترې پو کړم
يا به شي خاورې دځان له زنګه
ته که مې داسې په کاڼو ولې
بيا به درنشم تير له قلنګه
خپل ويده زړه ته کله نا کله
اخلم ملګرو!مستي له بنګه
مړ نشې ياره !الله دې خير کړي
په خوب کې پريوزې ،له سور پالنګه
تمامه شپه مې،سترګې ورنغلې
ستا دميراتو بنګړو له شرنګه
ګهيځه!ټولې کوڅو کې ګرځي
ځوانه ملنګه،بوډۍ ملنګه
17.12.2007
- laman
يوڅوک دي ټوله شپه خداى تر سهاره يادوي يو څوک يې دمنصور غوندې تر داره يادوييو څوک دې په سپين غر زړګي بمونه وروييو څوک دې په خوبو کې ننګرهاره يادوييو څوک له ما هم ډېر پر تا مئين دى او که څنګه ؟يو څوک دې په هر ځاى کې راته ياره يادوييو (( څوک )) درباندې نوم دخپل معشوق ليکي ژوريو څوک دې په شعرونو کې چيناره يادوييو څوک دجانان ، نيم ، نوم راته اخلي زوروي مې يو څوک يې راته شونډو کې کراره يادوييوڅوک مې خوب ته نه پريږدي، داستوري په ما شمېري يو څوک دې راته هره...
17.12.2007
- laman
داڅنګه ړنګه بنګه له کتاره راوتلې ښکاريږي راته داسې له خوماره راوتلېپرته يې په سرو شونډو نرۍ پرښه وه دمينې دتورې شپې له غيږې سپين سهاره راوتلېاوتره يو خوا بل خوا غلچکۍ غلچکۍ ګوري له کوره پټه پټه پري واره راوتلېخورې يې په سپين مخ وې تورې زلفې الوول دګلو سره غون...